کور              |             تګلاره         |           اړیکې          |        محمود نظری              

 

 

 

 

 د طنز په هکله مالومات 

  طنزي برېښنايې کتابتون

افغانی طنزونه 

 بهرنۍ طنزونه 

  لرغوني طنزونه

  طنزي انځورونه

 بهرني طنز لیکونکي

 افغاني طنز لیکونکي

 ستاسو نظر 

 خندنۍ ټوکې 

 کارتونونه

 ادبي مقالې

  نوري ويبپاڼې

 

 

پوهنمل محمود نظری

 

حاضر ځوابی یوځانګړی ادبی  فن

 

درېیم کښت

 

بدیهه او غوڅ ځوابي  تل د طنز ي توکو او شوخ طبعی سره مل وي دهغه د لیږدونې توند والی او پیاوړتیا  د ویونکی دذهن په پياوړ تیا پورې اړه لري.

کله کله انسان  دی حاضر ځوابی ته  هېښ پاته کیږی چې  څنګه ځینې خلک په څو ثانیو کې یو ښه ځواب پیدا کوی او راسربیره شوی ربړونه په  اسانې حلوی.

 لکه خسرو پاچا  چې د  غره کیندونکی فرهاد حاضر ځوابي ته تسلیم شو

 

 " به یاران گفت کز خاکی و آبی

 ندیدم کس بدین حاضر جوابی!"

«  ګاردنر» یونامتو روحپېژندونکی  وایي  موږ اته  ډوله هوښ لرو د هغو اتو څخه یې  یو کلامي یا ژبنی هوښ دی، هغه څوک چې دا ډول ذاتي کلامي  هوښ ولري دکلماتو څخه ښه ګټه اخیستلای شي او دهغه  دا کمال په خبرو کې ښکاري . که هغه دا هوښ په ځان کې  وروزي  نوهغه وخت ددې حاضر ځوابي نه کار اخیستلی شي، په دې شرط چې په ټولنه  کې ژوند وکړي او د ویلو جرات ولري.

وایي په لندن کې يې له میرزا ابوالحسن ایلچي څخه وپوښتل:

وایي د ایران خلک د لمر عبادت کوی دا رښتیا ده؟

 هغه ویل په ایران کې نه خو په انګلستان کې چې زه ایرانی یم که لمر ووینم هرومرو د هغه عبادت کوم

د حا ضر ځوابي اغیزه هله زیاتیږي  چېد ځواب  سره بدني حرکات( د بدن ژبه ) وکارول شي، چې دا کار  ځانګړي کلتوري ماناوي  لري که ځواب په ټیټ ږغ او کښته سر ورکړشي  دا مانا لري چې ځواب نه دی ورکړشوی .  حاضر ځوابي هغه وخت ډیره اغیزه لري چې  ځواب ورکونکی  ته نیغ ودریږي ورسره  سترګې  په سترګې شي او بیا  غوڅ او په ډاډه اطمنان سره  ځواب ورکړشی.

 لکه دا  دی لاندی بېلګه کې که ځواب  په جرات نه وای ویل شوی پایله به یې بله وای .

 

 

 

د بغداد حکمران  حجاج ډیر ظالم  او بې رحمه  سړی وو یو ورځ له قصر بهر ووت او د یو عربي نه يې وپوښتل:

حجاج څرنګه سړی دی؟

 هغه ورته وویل: هغه سړی نه دی حیوان دی ډیر جنایتونه يې کړی دي او د ډیرو خوارانو وینو يې تویکړی دي.

هغه ورته وویل: تا تر اوسه هغه لیدلی دی؟

- نه

نو زما سترګو ته ښه وګوره زه حجاج  یم!

عربي بېله دې چې وارختا شی په جرا ت  یې هغه ته  وویل: ته پوهیږی زه څوک یم؟

- نه

- زه دزبیر د کورنی غړی یم  چې په کال کې یو ورځ لیوني کیږی . نن زما د لیونتوب ورځ ده.

حجاج د هغه ددې حاضر ځوابی نه وخندل دا چې ډیر بې رحم وو بیا یې هم هغه وبښی.

 

په دی لاندی حاضر ځوابي  کې حافط بې پردې معشوق له بېلتون څخه ویروي خو معشوق  اوږې پورته غورځوی اوپه بې پروايي ورته وایي:

 

ز دست جور تو گفتم ز شهر خواهم رفت

به خنده گفت که ای حافظ برو که پای تو بست؟

 

یو ځای په بازاری ژبه له معشوقه خوله(حواله ) غواړی معشوق هم لکه زوړ سوادګر ورته وايي:

کیت با من این معامله بود؟

بل ځای د  عاشق په غوړه مالی خاندی او وایي

به خنده گفت که حافظ غلام طبع توام

 رند شاعر په بې اعتمادی  سر ښوروي  او وایي

ببین که تا به چه حدم همی کند تحمیق!

معشوق د جدایي قصد لري اوعاشق په ویره د ژبې لاندې وایي

 «آه از دل دیوانه ی حافظ بی تو»

معشوق چې ښه  پوهیږی ځان په ناپوهي اچوي او دژبې لاندی پوښتي که دیوانه کیست؟

گفتم آه از دل دیوانه حافظ بی تو

زیر لب خنده زنان گفت که دیوانه کیست؟

معشوق په بې پروايي ورته وایي:

«در این عهد وفا نیست

دی می شد و گفتم خدا صنما عهد بجای آر

گفتا غلطی خواجه در این عهد وفا نیست

یو ځای د میکدې له  زاړه مسته   څخه  پوښتي:

که راه نجات چیست؟

 

مست زوړ د میو جام غواړي  بیا لکه چې نوې يې پوښتنه  اوریدلې وي  وایي: عیب پوشیدن.

به پیر میکده گفتم که چیست راه نجات

بخواست جام می و گفت عیب پوشیدن

 

 دابوسعید مهنه څخه د حمام ډم پوښتي: ځوانمردی څه

 شی ده ؟

هغه ورته وایي:

جوانمردی شوخ خلق پنهان کردن است و به روی آنها نیاوردن.

 

هارون الرشید یوه  مینځه درلوده چې ډیره ښکلې او  هوښیاره  وه

هاورن الرشید یو شپه  هغې ته وویل: شا راواړوه!

هغې بې مکثه ورته وویل:

خدای ویلی دي: فأتوهن من حیث امرکم الله

هاورن الرشید ورته وویل:

 خدای دا هم  ویلی دي : نساءکم حرث لکم فأتواحرثکم انّی شئتم

مینځې سمدستی  ورته وویل: هغه  آیه منسوخه ده

 دا بله  ایه وایي:وأتوالبیوت من ابوابها.

هارون الرشید د هغې ددی حاضر ځوابي  او فصاحت  هېښ پاته شو او هغه يې وبښله  او یوه  ښه  تحفه یې هم  ورکړه

 

جندقي  د حاجي عبدالتقي د یو کار په هکله وویل :

 

حاجی عبدالتقی خلایی  ساخت

که بگویند ذکر او از پس

گفت یغما برای تاریخ‌اش

توشه‌ی آخرت همین‌اش بس!

خلا ( بیت الخلا)

 

 يوه ورځ يوۀ کب نيونکي په سيندکې يوډېرښايسته کب ونيو . کب نيونکي له ځان سره سوچ وکړکه چېرې داکب   کورکې وخوري هېڅ شی به ترې جوړنه شي ،راځه داکب ګوندې د هغه خوښ شي.  ژوندی پاچا ته یوسم  ، 

پاچا  دکب په بدل کې د هغه سره د يوغټ انعام وعده وکړه . يوۀ وزيرپاچا ته عرض وکړ چي دا کب په دومره انعام نه ارزي . پاچاوزيرته وويل:  اوس مې له خولې خبره وتلې ده

وزيرپاچاته عرض وکړچې صاحبه دکب نيونکي نه تپوس وکړه دا ماهی نر دی که ښځه نو بیا  هغه ته ووایه دهغه جوړه راوړه هغه نه شوای کولی ددې ښه کب  جوړه وموندی

 نوطبعاًدانعام  وړکېدای نه شي .

پاچا دوزيردوړاندیزپه اساس کب نیونکی ته وویل:

دا کب نر دی که ښځه؟

.کب نيونکي چې هوښيارسړی وو پاچا ته يې په ځواب کې وویل :صاحبه قربان د ی شم داکب نرښځی دی .

پاچا له دې حاضر ځوابي  څخه په خندا شو او وعده شوی انعام يې ورکړ .

 

 

تور اسماعیل چې دپه شعر کې يې ستاینوم (تخلص )  ګوزک وو  په یو ه میلمستیا  کې د    یو ایرانی  شاعر چې« ندرت  » نومیده سره  ناست وو. ندرت هغه  پېژانده چې  داسماعیل  ستاینوم  په شعر کې «ګوزک» دی نو هغه ته يې په تانه( طعنه)  او تیري  وویل:

حاجي صیب! اوریدلي مې دي چې ډیر ښه شعرونه  ولې.

حاجی اسماعیل یې په ځواب کې وویل: هو کله کله   یې  په سبیل ندرت ولم

په سبیل ندرت دوی ماناوی ورکوی یوه یې «ډیر   لږ يې ولم» او بله مانا یې د« ندرت په بریتو يې ولم »ده چې دلته یې دویمه مانا موخه وه . هغه ددي حاضر ځوابی نه خپله  خړ شو.

 

   کله کله د عادی خلکو په خبرو کې داسې ښکلی ځوابونه   ویل کیږی چې ان په تاریخ کې ثبت کیږی لکه دا لاندی ځواب

یو ماشوم زده کوونکی  په  تکرار دا ایت لوسته

" وَ اِنَّ عَلیکَ الَّلعنَةَ اِلی یومِ الدین : تر قیامت تر ورځی به پر تا لعنت وی "(حجر/35)

ښوونکی په غوسه شو او هغه ته یې وویل:

علیک و علی والدَیکَ :  پر تا ستا پر پلار او مور دي وي

 ماشوم وویل: دلته په دی قران کي چي زه يې لولم (علیک) دی او ( علی والدیک) نه دی . ایا هغه ور زیات کړم؟!

 

رودکي د یو بدو(حریف)  په ځواب کې چې هغه یې ملامتوی  چې ولې ږیره توروي سمدستی  داسې ځواب ورکوي:

 

من موی خویش را نه ازآن میکنم سیاه

تا باز نوجوان شوم و نو کنم گناه

چون جامه ها به وقت مصیبت سیه کنند

من موی از مصیبت پیری ، کنم سیاه

 

(یانی زه د بیا ګناه کولو او ځواني لپاره ږیره نه توروم دا چې د غم په وخت کې خلک تور کالي اغوندی زه هم  د زړښت له غمه هغه توروم)

ملا عباس چې شاعر   وو  د کاشان  په یو مسجد کې یو لږ لوستی اخوند ویني چې په منبر کرار کرار ږغيده هغه فی البداهه وویل:

شیخ حسن روضه خوب می خواند

روضه بی چاپ و چوب می خواند

اول صبح می رود منبر

مختصر تا غروب می خواند

(یا نی شیخ حسن ښه  او  ورو ورو موعظه وایي له سهار تر ماشامه  یوازی مختصر شریف لولي.)

 

 دیو ښکلی هلک په لیدو  دسعدی له خولی دا شعر  وځي

آن‌که نبات عارضش آب حیات می‌خورَد

در شکرش نگه کند هر که نبات می‌خورد!

هلک کوم کار کوی چې سعدی ته خوند نه ورکوي  نو سعدی هغه خوشی کوی هلک په ملڼدو وايي 

شب‌پره گر وصل آفتاب نخواهد

رونق  بازار  آفتاب  نکاهد

خو سعدی ژر پښیمانه کیږی او له ځانه سره وایي.

 

بازآی و مرا بکش که پیشَت مردن

خوش‌تر که پس از تو زندگانی‌کردن!

خو هلک له  یوې مودې وروسته چې مخ او بریتو یې تور شوی دی  هغه ته راځي سعدی  د هغه په لیدو په غوسه سمدلاسه   ورته  وایي

 

سوال کردم و گفتم جمال روی تو را

چه شد که مورچه بر گرد ماه جوشیدست

 ولې دی ږیره ایستلی ای بدبخته!

هغه ځواب ورکړ:

مگر به ماتم حُسنم، سیاه پوشیدست

   الحق که شیخنا این‌جا را خوب آمده!

سعدی  یوبل ځای د ځوان په لیدو  وایي

امرَد آن‌گه که خوب و شیرین است

تلخ‌گفتار و تندخوی بوَد

چون به ریش آمد و به لعنت شد

مردم‌آمیز و مهرجوی بوَد!

امرد هغه هلک ته وایي چی ویښته نه لری

 

نوربیا

 

 

 

اخځلیکونه:

iranianpsychologist.blogfa۱-

giooyenegar.blogfa۲-

 

۳-داکتر عبدالحسن زرین کوب .از کوچه رندان (درباره زندگی و اندیشه حافظ)

۴--اقای روان شناس.ندیدم کس بدون جوابی. وب ساید

Alireza2008.parsiblog.com-۵

۶-د((ولسي مرغلرې )) له کتاب څخه

۷-رمز اشوب وب

Akbar-salmanpanah.blogfa-۸