کور              |             تګلاره         |           اړیکې          |        محمود نظری              

 

 

 

 

 د طنز په هکله مالومات 

  طنزي برېښنايې کتابتون

افغانی طنزونه 

 بهرنۍ طنزونه 

  لرغوني طنزونه

  طنزي انځورونه

 بهرني طنز لیکونکي

 افغاني طنز لیکونکي

 ستاسو نظر 

 خندنۍ ټوکې 

 کارتونونه

 ادبي مقالې

  نوري ويبپاڼې

 

طنز څه ډول ليکل کيږی

 

د طنز ډولونه:

نظامي وايي: د محاورت په مجلس کې  بايد ښه  ګفتار ولرئ اود معاشرت په مجلس کي ښه رفتار.
په عمومي ډول ادبي طنزونه دوه ډوله دي:
1- کلامي طنز
2- موقعیتي طنز
1- کلامي طنز:  په دې ډول طنز کې ليکوونکی د خندالرونکو پېښو يا عباراتو له بې ځايه کولوڅخه طنز پنځوي کله کله هم بياد زړو کيسو  او دنورو اثارو نه ګټه اخلی او د يو ادبي سبک په تقليد يا پېښو سره کلامي طنز پنځوی او په غير مستقمه ټوګه خپل هدف اوريدونکو  ته رسوی او خپله  بياځان نا ګاره اچوي، ليکوونکی بېله د ې چې د هغه موضوع په پلوی خبر ې و کړي د هغه ښه وايي حال دا چې د هغه مقصد د هغه سپکول او بد ويل دي. چې دا  ډول طنز اوس ډير رواج لری : لکه دا طنز
مه ژاړه رشوت خوره وای وای بابولاله

د سهار چرګه بانګينه وای وای بابولاله
يوه لويه ناره وکه کله به رشوت له ملکه ځينه وای وای بابولاله
د هر سم او ناسم کار لپاره وای وای بابولاله
مسولين يې غواړي له يوه نه تر ميليونه وای وای بابولاله
زرګونه غواړي ټول لوټونه وای وای بابولاله
رشوت خوره دا څوکۍ دې مبارک شه وای وای بابولاله
رشوت خوره ښه ډير رشوت  واخله وای وای بابولاله
اولنې کارونه پريږده پرې  وباسه ارمانونه وای وای بابولاله
پرې جوړ که لوړ لوړ بلدنګونه وای وای بابولاله
چې پر ښايسته مو شي ويجاړ ښارونه وای وای بابولاله
مه ژاړه رشوت خوره له دې وړې څوکۍ يه وای وای بابولاله
کرزی به دي ناز واخلي وای وای بابولاله

(پاته یې د بینواد پاڼې په طنزونو کې لیدلای شی)
2 - موقعیتي طنز:موقعیتي طنز د دوو پديدو تر مينځ تضاد يا اتفاقي بې تناسبی (له هغه نه چې معمول دي)  ته وايي.
لکه يو هلک په ټولګۍ کې  ښوونکي ته غوږ نه وي نيولۍ  خو ښوونکۍ ناببره د هغه نه يوه پوښتنه کوی . هلک وارخطا کيږی او د بل شی ځواب ورکوي او ټوله هلکان پر خاندی.
دا ډول طنز په داستانو او لطيفو کې ډير رواج لری او ژور تاثير شندي چې ډير خلاقانه او هنرمندانه په نظر راځي او کله هم ويوونکي اړ باسی چوپ شی لږ سوچ وکړی تر څو موضوع په مغزو کې حلاجی او بيا پر وخاندی. چې دا خندا لزوماً د خوشالۍ خندا نه ده.
ادبي منتقدانو طنز په دوو ډولو رسمي يا مستقيم او غير رسمي ويشلی دئ.
مستقيم طنز: په مستقيم طنز  کې لومړی ويوونکی( طنز ليکوونکی) خپله « زه» دئ چې   نيغ په نيغه د لوستوونکی سره خبرې کوي  او يا د بل چاپه وسيله چې په اثر کې ذ کر شوی دی چې اصطلاحاً  هغه ته حريف (ادورسرس) وايي خبرې کوي.
غیرمستقیم طنز: په دې ډول طنز کې لوستوونکی راوي یا کیسه ویوونکی وي.
په ادبياتو کې دغير مستقيم طنز دوه ډوله اثار مشهوردي چې د هغو نومونه د رومي مشهور طنز ليکوونکو هوراس او جوونال نه اخېستل شوی دي.
 د هوراس په طنز کې ويوونکی مؤدب او زيرک دئ چې ډير د ساتيري او خوشالۍ سبب ګرځي، ژبه يې پسته او ملايمه ده کله  کله پر ځان هم مسخرې او ملنډې وهي .
او د جوونال په طنزونو کې ويوونکی د اخلاقو يو جدی ښوونکی دئ د ژبې سبک يې سپک او مؤقر دئ د هغه په نظر مفاسيد او تیروتنې ډيري جدی  او د بښنی وړ نه دي ، طنزونه يې ترخه او عصبي دي چې د تحقير او ځورېدو سبب ګرځي .
په غير مستقيو طنزونو کې د اثر اتلان  پرخپل ځان او خپلو عقايدو ملنډی وهی او کله هم خپل تفسيرونه او چاری ډير مسخره کوونکي ښيي د هغو نه يو ډول  دمينيپوس طنز دئ چې د يونانی فيلسوف د نوم «منيپس» نه اخېستل شوی دی
يونانی «واروو» هم په همدی کړنلارې ليکنه کوله په دی کړنلاری کې د ډول ډول فکري او فلسفي محلو استازي چې ګپاو او فخر پلورونکی دي  راځی،  چې هغوی  په خپلو بحثونو کې د نورو روڼاندو عقايد او نظريات نیوکه کوی او ملنډې پرې وهی .
«نورتروب فرای» په خپل کتاب د « دادبی نقد تشريح» کې دې ډول طنز ونه  ته د «وارونی طنزونو» هم وايي.

د طنز قالب: طنز د يو خاطرې، ليک يا داستان په ډول ليکل کيږی دا خاطرې او داستانونه معمولاً واقعيت نه لری دا د ليکوونکو لخوا طرح کيږی  يا شايد هم همداسې يو کار شوی وی خو ليکوونکی هغه ته ښاخونه او پاڼې ورکوی.
طنزکه د يوې خاطرې نکل وي نو  ويوونکی يې خپله طنز لېکوونکی او يا هم يو خيالي کس  دی چې ليکوونکی يې خپل واقعي اتل را پيژني. هغه طنزونه چې د داستان په ډول وی دوه يا څو خيالی اتلان لري چې په ځانګړی نومونو اصلی نقشونه لوبوی او خپله ليکوونکی خپل نوم د طنزليکوونکي  په نوم را پيژني ممکن د هغه چا نوم چې اتل ته ورکړ شوی دئ د هغه د پاموړ سړي سره ورته والۍ ولری چې اورېدونکي له ورايه پوهيږی چې د طنز ليکوونکی موخه څوک دئ.
دطنزژبه: د طنز ژبه بايد تر امکان  تر حده ساده او د ويلو ژبه وي که د داستان اتل امي او نا لوستې وي د طنز ژبه بايد د هغه له کړو وړو  سره یو شان وي او عاميانه خبرې وکړي په هرداستان او خاطره کې خبري بايد د اتلانو د ټولنيزي او علمي تړاو سره ورتوالی ولري ان ممکنه ده د يو بې ادب سړی  له خولې بدي خبرې راووځي د ليکوونکي مقصد دا نه دئ چې بدي خبرې کوي ولي په دې وسيله د ويونکو پام ځان ته را اړوي.
خو طنز بایدطنزی لحن ولری او ټوله کیسه يې طنزي خوند ولری ژبه يې سوچه او پاکه وی او ځینې طنز لیکوونکی وایي طنزویونکی  باید په خپل طنز کې  (ایرونی ) یانی رټنه ولری  لکه  یوډیر خراب شی ته یو ښه  نوم ورکول یا یو غټ شی ته وړ نوم ورکول دی لکه لوی ابلس  د غلوپاچا....
 او هم باید( پارودی)  ادبی پیښې ولری یانی یوه وتلی کیسه یا شعر په کمیدی بڼه واړوی  خو اوس پارودی لیکنه یو ډول طنز دی چې مخکی مو د هغه ذکر وکړ
خو پارودی کلمات لکه  د قتل عامه وزارت ....
  او داسی نور کوای شی طنز خوندور کړی  اوبل دا چې مبالغه یا (مودبانه درواغ) هر څومره چې غټ وی  هغومره طنز خ
وندور وی.