کور              |             تګلاره         |           اړیکې          |        محمود نظری              

 

 

 

 

 د طنز په هکله مالومات 

  طنزي برېښنايې کتابتون

افغانی طنزونه 

 بهرنۍ طنزونه 

  لرغوني طنزونه

  طنزي انځورونه

 بهرني طنز لیکونکي

 افغاني طنز لیکونکي

 ستاسو نظر 

 خندنۍ ټوکې 

 کارتونونه

 ادبي مقالې

  نوري ويبپاڼې

 

محمود نظری

سوزنی سمرقندی یو هزل ویونکی شاعر

 

 شمس الدین محمد بن علی سمرقندي   چې  په تاج الشعرا مشهور دی د شپږمې هجري  پیړۍ یونامتو شاعر دی چې د سنایي، انوری، امیر معزی او ادیب صابر هم پیړ وو .

 هغه  په  مدح، هجو  او هزل  کې یو مخکښ شاعر وو د هغه شعرونه  بې پردې او لغړ دي.

 د عبید  آثارو چې حکمي،سیاسي، اخلاقي او ټولنیز اړخ لري خو د سوزني شعرونه  بیا د هغه ضد  د جنسي قوې او دنارینو د  جنسي الاتو په هلکه دی چې هغه يې د واک د ښکاره کیدو  ،د ځواک  او بریالیتوب نښه ګڼي  او ډیر لوچ  او بې پردې هغه  بیانوی  شاید هغه به د هندوستان دځینو ډلو سره  اړیکې درلودې ځکه  هغوی د نارینه اله د زوکړی نښه ګڼي

سوزنی سمرقندی په ( ۵۶۲یا ۵۶۹   )کې وفات شوی دی

سوزنی سمرقندی او د هغه زوی شخړه:

وايي سوزني یو زوی درلود چې هغه هم شعر وایه  او ځان یې د پلار سره یو شی بللی  یو ورځ هغه خپل زوی ته وویل:

 

   

ای دزد هجا و مدح دیوان پدر

گویی که شدم سوار میدان پدر

من رستم شعرم و تو سهراب منی

از خنجر من جان نبری جان پدر

د هغه یوه هجو داسې ده :

از بار هجو من خرخمخامه ګشت لنګ

آن همچو شیر ګنده دهان پیس چون پلنګ

من آن کسم که چو کردم به هجو گفتن رای

هزار منجیک ترمذی برم ندارد پای

 

 

 

کمال د سوزنی په هکله وایي:

 

آواز حزين سوزنی را

مشنو كه كنند عيب بسيار

خشك است و غمين و تيز و باريك

چون سوزن خار های ديوار

د سوزنی یو شعر د ځان په هلکه داسې دی:

زهر بدی که تو دانی هزار چندانم

مرا نداند این کس که من دانم

ز آشکار بدم در نهان زبد بدترم

خدای داند از آشکارو پنهانم

هغه د سلطان په مدح کې ځان له  مریی څخه کم  ګڼي او وايي:

تن من است چو سطان معصیت فرما

من از قیاس غلام مطیع سلطانم

غلام نیست به فرمان خواجه رام چنان

که من بهره تن زه خویش به فرمانم

 او بل ځای د ځان  د  هجو په هکله وایي:

به یک صغیره مرا راهنمای شیطان بود

به صد کبیره کنون راهنمای شیطانم

د هغه هزلیات د نارینو په جنسي الاتو باندی دی  چي لیکل يې مناسب نه دی دلته به یې یو شعر د بیلګې په ډول ذکر کړم

ای سرخ بادسار چو سر کفته بادرنگ
با سرخی طبرخون با سختی زرنگ

اخځلیکونه:

۱-سوزنی ،حوضه  نیت ویب پاڼه

۲-اندیشنه نو ویب پاڼه

۳- سوزنی سمرقندی .ویکی پیدا ویب پاڼه

۴- اسلامی دایره المعارف ویب پاڼه

۵-ویکی ګفتا ورد ویبپانه

۶-سر انګشت ویبپاټه