کور              |             تګلاره         |           اړیکې          |        محمود نظری              

 
   

 

 د طنز په هکله مالومات 

  طنزي برېښنايې کتابتون

افغانی طنزونه 

 بهرنۍ طنزونه 

  لرغوني طنزونه

  طنزي انځورونه

 بهرني طنز لیکونکي

 افغاني طنز لیکونکي

 ستاسو نظر 

 خندنۍ ټوکې 

 کارتونونه

 ادبي مقالې

  نوري ويبپاڼې

 

 پوهنمل محمود نظری

 

حاضر ځوابي  یو ځانګړی  ادبي فن

 

حاضر ځوابي، ژرځوابي، غوڅ ځوابي، لنډ ځوابي، له واره ځواب ورکول  یوځانګړی مهارت او هنر دی

 

بدیهه ( غوڅ ځواب ورکول) په لغت کې له واره ځواب ورکول دی او دادب له مخي هغه کلام دی چې له واره په طنز سره بېله سوچه دیو کار ، پوښتنې یا   پیښې په تشریح یا ځواب کې په مهارت سره ویل شوی وي .

غوڅ ځواب ورکول یو ډول  ادبی فن دی چي  تل د شاعرانو او لیکوالو لخوا په ځانګړی مهال  ویل شوی او دپاچاهانو هوډ يې اړولی اود خلکو پام یې ځان ته  ګرځولی  دی.

غوڅ ځوابي چې د ټوکو او طنزونو توکې لري له واره ویل کیږي چې د هغې اغیزه او درندوالی د شاعر او لیکوال  دذهني واک ، هوښیاري او تیز لیدو پوری اړه لري چې د ادبیاتو په  تاریخ کې د ګوتو په شمیر   لږوخلکو کې داهنر او  مهارت لیدل شوی دی.

حاضر ځوابي د طنز توکې ،د طنز وږم او خوند لري. دهغو کسانو نومونه او ځوابونه  چې دا هنر يې درلود په ادبیاتو کې ثبت شوی اودا غوڅ ځوابی يې په ولس کې خوله په خوله ګرځي او خلک خوند  او پند ترې اخلي

غوڅ ځوابي   هغه  پر ځای خبره ده  چې د ویونکی   شوخ طبعی اوطنازی یې اصلي جرړې جوړوي.

د ادب په تاریخ کی ډیر ځلي داسې لیدل شوی چې  د شاعرانو  پر ځای غوڅ ځوابي سره  یې د یو سړی یا    یو کام برخلیک ټاکلی او بدل کړی  دی د وینو تویولو، وژلو او ورانولو  مخه یې نیولې ده.

د نظامي په «څلور و مقالو» کې د دولتشاه سمرقندی په «تذكرةالشعرا» د عوفی« لباب‏الالباب» او« اووه اقلیم »کې داسی سلونه مثالونه شته چی شاعر انو په خپلو  حاضر ځوابی سره خپل ژوند او مال له خطره ژغورلی دی

دلته به د ډول ډول خلکو د غوڅ ځوابي څو   بیلګې   راوړو:
 

لومړی په سیاست کې:
 چرچیل ته  په پارلمان کې یو بدو( مخالف) وویل: که زه ستا میرمن وای تا ته مې زهر درکول !

هغه ورته وکتل او ويي وویل:

 که ته زما میرمن وایي  ماخپله  زهر خوړل!

 

دیوګنس خپلی میرمني ته وویل :  دا چې زه دی میړه یم  خو  بیا  هم  یوازې یو وار  زما خبره واوره!

 

د خپلی غوښتنې په هکله:

په لطايف‏الطوايف کې راغلی چې خاقانی خپل ممدوح ته وایي:

هغه په خپل شعر کې باشاقی پر ځای  یاشاقی  لیکلی وو

۱- وشقى(چي په غیږ کې مې ونیسی)- پوستین

 (۲) - وشاقى( چې په غیږ کې يې ونیسم)- لغړ زڼې(هلک)

 

   د خاقاني ممدوح  نوکرانو ته وویل :  لکه چې خاقاني زما په سخا کې شک لري چې وایي  : دا راکړه یا هغه!

خاقاني د مچ یو وزر د یو لیک سره هغه ته واستوه

هغه لیکلی وه: ما لیکلی  وه: باوشاقى

 دا د مچ ګناه ده  چې دا ټکی يې (ب) ته ایښی دی.

 

داسی خوږی خبری په ټولو وختو کې لیدل شوی

ان انوری دخپل ژوند په پلپوت کې په مسخرو لیکلي:

       

هربلايى كز آسمان آيد

گرچه بر ديگرى قضا باشد

به زمين نارسيده، مى‏پرسد

"خانه انورى كجا باشد؟"

د خندولو لپاره:

سلطان محمود په منبر د ملا واعظ واروید چې  یې ویل: هر چا که د کوم چا د زوی سره لواطت وکړ د قیامت په ورځ به هغه له پل صراط څخه  په شا تیروي.

سلطان محمود په ژړا شو

تلخک ورته وویل:

ای سلطانه  مه ژاړه! تا به هم څوک په  شا کړئ.

 

د ملنډو لپاره:

 

 وایی هارون الرشید یو یوناني فیلسوف میلمه کړی وو هغوی ناست وه چې بهلول او دوه انډیوالان یې دربار ته ننوتل

 بهلول د هغه نه وپوښتل: ته څه کاره يې ؟

هغه پوهیدی چې بهلول لیونی دی نو په ملنډو يې هغه ته  وویل:

زه فیلسوف یم که دچا له سره عقل والوزي  زه يې بیرته ورته  راولم .

بهلول ورته وویل :په دی خبرو د چا له سره  عقل مه الوزوه چې اړ  نشې هغه بیرته  راولې.

 

وایي هارون الرشيد بهلول ته خواړه  واستوله

 هغه نوکر چې خواړه یې راوړی وه  بهول ته وویل: دا وخوره خلیفه رااستولی دي!

بهلول هغه خواړه  دسپي مخي ته کیښووله
ويي ویل: ولې دي دا خوشخوره خواړه  سپی ته ایږدئ؟
هغه ورته وویل :چوپ چې سپی پوه نه شي چې خلیفه را استولي ، هغه به یې هم ونه خوري.
 

د  ورم او پند لپاره:

 

« امّ هاني » د « حاجي عبدالرحيم خان بيگلر بيگي يزدي »  لور د دیرلسمی پيړۍ شاعره او ادیبه چې مړه کیده یو ګرانه ګوتمي يې په ګوتو وه ، مینځې يې غوښتل هغه تر لاسه کړي

دهغې  چې حال بل ډول شو مینځې  یې ګوتمي له ګوتې کش کړه

 هغې سترګې خلاصي کړې او دا شعر یې ووایه:

 

كم فرصتند مردم دنيا به هوش باش     

       پر مي كنند بِسمل در خون تپيده را

د ستاینې لپاره:

یو ورځ «‌ملك الشعراي بهار» د « شهريار » لوی شاعر او دوه تنو  خپلو ملګرو ،‌«عــلمداري »ا و « ديــبا » سره  كرج ته تلل بهار دا درې شعرونه وویل :

اي كرج ! سويت سه تن از شهر ، يار آورده ام

با علمـداري و ديبـا ،شهـريـار آورده ام

شهريار ماه را از بـس كه گفتي سوي ده

بلبلي با لطف و لحن شهري ،آر آورده ام

خلـق مي گفتـند با يك گــل نمي آيد بهار

زين سبب بهـرت سـه گل با يك « بهـار » آورده ام

د غندولو لپاره:

وایی په یوه غونده کې یو  بد سړی له   خاقاني   څخه پورته کیناست خاقاني په غوسه  دا قطعه هغه ته  وویل:

گـر فـروتر نشست خـاقاني

نه و را عيب و نه تو را ادب است

«‌قــل هوالله » نيز در قرآن

زيـر « تبــت يـدا ابي لهب » است

د قناعت ورکولو لپاره:

]

 له شيخ  فقيرالدين آفرين لاهوري  څخه چا  وپوښتل :

 ولې په دې  نوی کالنې سر رنګوې ؟ هغه له واره ورته وویل:

دشمن زندگي است موي سفيد

روي دشمـن سيـاه بايــد كرد !

 

دابرو خوندی کولو لپاره:

 

په  یوه غونده کې  اتابك سعدبن زنگي د افضل كرماني دامتحانولو  او ماتولو  لپاره  وویل:

 در عدس ، ماش ، نخودا و وریجو په هکله شعر ووایه؟

 هغه له واره  دا رباعي وویل:

تا خال عدس شكل ، شبيخون آورد

غلتان چو نخود زچشم من خون آورد

سـوداي دو چشـم ماش گون تو مرا

از پوسـت ، برنــج وار بيــرون آورد

یوه ورځ (ميرزا خاضع دا د)د څو مصدرونه نه یو شعر ووایه   له صائب نه وغوښتل هغه پوره کړې :

«دويدن ، رفتن ، استادن ، نشستن ، خوردن و خفتن »

صائب في البداهه وویل :

به قدر هر سكـون راحـت بود بنگر تفاوت را     

     دويدن ، رفتن ، استادن ، نشستن ، خوردن و خفتن

بې ابرو کولو لپاره:

یو چا په غلطه د شاعری دعوا کوله او د جامی ددی شعر په هکله يې نیوکه کول

شعر داسې وو:

بس كه در جان نگار و چشم بيدارم تويي 

         هر كه پيدا مي شود از دور پندارم تويي

هغه ویل شاید جامې له لیری  خر یا غوا  ووینی: 

جامی ورته وویل:

 ‌باز پندارم تويي !

د ځان دفاع لپاره:

امیرخان ترکمان، درویش محمد په پښو وځړوی او هغه يې ډير وواهه

 هغه دا توان نه درلود له درده په پښو ودریږی او دا رباعی يې وویل:

 

پايـم كه دويده بود در هـر وادي  

        چــون بي ادبي نمـود ، دادش دادي

   از دولت تو رسيده پايم به فلك 

      و اكنون به زمين نمي رسد از شادي

د زړه سوی لپاره:

 

مولوي محمد حكمت لیونی شوی وو ماشومانو  هغه په ډیرو وښتی  یو ملګری يې د هغه نه وپوښتل:

 څه حال دې  دی؟

  هغه دا بیت ورته ووایه :

سرم ، از سنگ طفلان لاله زار است       

           جنون گل كرد ، ايام بهار است

 

 

 

اخځلیکونه

adinebook.com ۱-حاضرجوابی-

۲-فیلسوف  مینی مالیست  دوره باستان

 

۳- آرام بختیاری، ارامی ویب

 

۴-حکایات بهلول دانا

۵

-نگاهی تازه به زنده‌گی و شخصيت

۶- انصاري، ابوالقاسم ادبيـات به چـه درد مي خـورد ؟ جیو سیتی . کم