|
د طنز ځاګړتياوي له نورو خندا
لرونکوليکنو نه
طنز: د يو کس یا ټولنی دبدی او کمبودی يا
ټولنیز ناورينونه ، ناتارونه، ناخوالي اوبدمرغۍ په ګوته کول
دي. يانی د ټولنې د سمون لپاره په عيبونوباندی ملنډی وهل دهغو رټنه اود هغو نه
کرکه ده . طنز د هجو وده کوونکی بڼه ده د هجو سره د هغه توپير دا دئ چې د
هجو سوچه والی او جوت ونه په طنز کې نشته د طنز هدف د يوې
ټولنيزي، سياسي او اخلاقي پېښې غټول دي تر څو اوريدونکي هغه
ته ځير شي
ښه او هنرمندانه طنز کولای شي اوريدونکۍ د يوې شيبې لپاره هک
پک کړې او مسايل د هغه پړيکړې ته پريږدي چې په معمول ډول ډير ساده مالوميږی.
د بيلګې په ټوګه دلته د م. نظری يو لنډ طنز ليکو:
.
مديراڅک په منډه منډه د غونډې کوتې ته ځان ورساوه هغه سوچ کاوه
چې پرې ناوخته شوي به وي...
نو د دروازې له چولې نه يې دننه وکتل، د رييس لاس يې د کوم شی
په رايه اخېستنه کې پورته وليد، نو د ده لاس هم هلته په دهليز کې اتومات پورته
شو، او تر ټک ټک وروسته د غونډې کوټې ته ننوت او د نورو غړو په مينځ کې چې د
هغو هم ښي لاسونه جګ وه کېناست.
د ده وروسته مدير نواب ،مدير زمری ،مدير جعفر او پريګله
ټاېپېسته چې د هغو هم ښي لاسونه پورته وه يو د بل پسې د غونډې کوټې ته راننوتل
،رييس د دی کړنې په لېدو لږ سور واوښت ، موسکی شو او ويې ويل:
وبښئ !
زما په تخر کې يوه مردار دانه راختلې ده او نه شوی کولای لاس
ټېټ کړم ،خير په هر ډول لکه چې د غونډې غړي پوره دي نو غونډه رسماً پيل وم.
د صوفيه طنزیه کيسو نه چې فلسفی ذوق لری يو مثال د الهی نامې
نه کاږو:
يو ليونی نيشاپور ته تللی وو په لاره کې يې يوه دښته ډکه
د غواوو له ګورم ولېده.
ويي پوښتل: دا د چا دي ؟
ويي ويل: د عميد نيشاپوري دي .
د هغه ځای نه تير شو يوه دښته يي ډکه له آسانو ولېده.
ويي پوښتل: دا آسان د چا دي؟
ځواب يي ورکړ : دا د عميد نيشاپور ي دي.
بيا یې په لاره کې ډيري رمې ولېدې. ويې پوښتل: دا رمې د چا دی
؟
ځواب يې و رکړ: دا د عميد نيشاپوري دي.
چې ښار ته راغی ډير مرييان يې وليدل.
ويي پوښتل:
دا مرييان د چا دي ؟
ورته وويل شول: دا د عميد دي
د ښار په منځ کې يې يو ښه غټ ښکلی سرای ولېد
ويي پوښتل: دا سرای د چا دئ
ويي ويل. دا د عميد نيشاپوري...
ليوني خپل زړه او څيري څيري لونګۍ له سره پورته او د آسمان
خواته يې وغورځوله او ويي ويل:
دا هم عميد نيشاپوري ته ورکړه! هغه ته چې دي ټوله شيان
ورکړي.
دا چې طنز خندا لری خو هره خندا لرونکی لېکنه طنز نه دئ يا به
ټوکه وي يا هجو يا هزل...
هجو: هجو يانی په ځانی(شخصی) ډول د عيبونو او نقصونو رټنه او
د هغو نه کرکه ده
په هجو کي د يو چا يا يو ې ډلې عيبونه په نثر او نظم کې بيان
کيږی چې کله ښکنځل او توندي خبري هم ورسره وی.
هجو او طنز په لويديځ کي تقريباً سر يو دي .
دلته د عبيد زاکانی يو هجو ذکر وو:
دهقانی د ر اصفهان په خانه خواجه بهاوالدين صاحب ديوان رفت با
خواجه سرا گفت: که با خواجه بگو که خدا بيرون نشسته است او با تو کاری دارد
با خواجه بگفت به احضار او اشارت کرد چون درآمد پرسيد: که تو
خدايي؟ گفت: آری. گفت :چگونه؟
گفت: حال آنکه پيش دهخداو باغ خدا و خانه خدا بودم، نواب تو،
ده ، باغ و خانه از من بستدند. خدا ماند
هزل:د ساتيري او خوشالۍ لپاره په محدوده او ځانګړی سطحه رکيکه
شوخۍ ته وايي او د جد ضد ده
د بېلګی په ټوګه:
ښځه: ډاکټر صايب کله چی زه رومی وخورم زما شونډان پړسيږی
ډاکټر:دا هيڅ عجبه نه ده زه چې کله شونډان وخورم رومی مي
پړسيږی.
ټوکه: ټوکه په پراخه او عمومی سطحه معتدله شوخي ، اوساتيري ته
وايي، چې د هزل وده کوونکی ډول دی. يا په بل عبارت طنز دټولنيز غرض له مخي
هجو ده او ټوکه هغه هزل دئ چې عمومي اړخ لري.
کاشفي سبزواري په بديع الافکار فی صنايع الاشعار کې مطايبه چې
ټوکه ده داسي تعريفوی:
مطايبه يو معتدل هزل دئ.
لکه:
مور : په ښوونځۍ کې دی نن څه زده کړه؟
زوی:
يا سبا بيا ورځم.
د دی تعريفونو نه ښکاري هجو او طنز نېښ ؛ هزل او ټوکه نوش
(ساتيري) ده.
د هزل او ټوکې خندا خوږه او د هجو او طنز خندا ترخه ده.
شوخي او ټوکې د« فرويد» په اند چې يوازې د خندا او تفريح
لپاره دی بل خاص هدف نه لري نو دا ډول شوخي ته بی ضرره ټوکه«هرملس ويت »وايي او
هغه ټوکه چې رټنه او تيری ولری هغه ته« تندينسی ويت» وايي.
د ټوکو نه يوازې په کلامي طنز کې کار اخېستل کيږی او په
ننداره او فېلم کې که د لوبغاړی کړه وړه او کالی خندا لرونکي وي هغه ته بيا
«هيمور» وايي ، يوبل ډول خندالرونکي بيان ته حاضر ځوابی «ريپارتی» وایي چې
زموږ په ادبياتو کي پوه خلکو د پاچاهانو او غټانو ته په ځواب کې کله کله داسي
ټکې کارولي دي او موضوع يې رټلی ده چې کله کله يې ځان او بل څوک له مړينې په بچ
کړی دئ.
کاريکلماتور د دوو کلمو کاريکا تور او کلمه نه جوړ شوی دی چې
لنډي مګر حکيمانه خبرو ته وايي:
پرويز شاپور وايي:
سوراخ موش روزنه اميد ګربه است.
خينی نقل قولونه « کوتيشن »هم خندا لری دی لکه :
سر لوړی سړی هغه دی چې د ميرمني له لګښت ډيري پيسې وګټي او سر
لوړې ميرمن هغه ده چې داسې ميړه پيدا کړي ---- لينا ترنر
بريښتې « توست» خبرې::
لکه:
نوکر و امر ته : هغه څوک وختي دئ چې ته ناوخته راشی اوهغه څوک
ناوخته دئ چې ته وختي راشې ---
نېښ لرونکی خبرې« هيپيګرام»:لکه:
عسکر په سوله کې لکه په دوبی کې د بخارۍ نل دئ ---- اوسکار
ويلد
په الفاظو لوبی کول «پون»: لکه:
يودرې پښې سپی بار ته ورغی او ويي ويل : زه د هغه چا پسې ګرځم
چې زما پښه يې را ماته کړی ده.
شعارونه « بومپر ستيکر»: لکه:
د سپی نه مه ډاريږه ! د هغه دخاوند سره پامکوه!
کميدی
ډيکشنری: لکه
ماشوم: د يوی خوا ډير غالمغالی او د بله خوا نه د مسوليت احساس
نه کوي.
چستوښکي(نوکارې) چې په روسي ادبیاتو کې رواج لری چې څلور یا
دوه غنایی بندونه لری لکه
چرسی زوی نه دی دچا زوی
تاریاکي دوه په روپۍ
پوډري چي باندی راغی
ریخ يې وایست پېشکی
|