|
کور | تګلاره | اړیکې | محمود نظری |
||||||||||||||
|
|
|
|||||||||||||
|
پوهنمل محمود نظری
دطنز ،هجو او هزل توپیرونه او ورته والی
په ډیر لرغوني ادبیاتو کې طنز ،هجو او هزل یو شی وه او درې سره د هزل په نامه پېژندل کیده چې شاعرانو به د راز راز موخو لپاره کارول. بیا دا درې سره جلا شول لومړی بایدد هر یوه تعریف (پېژندونه) وګورو بیا یې توپیرونه او ورته والۍ وشمیرو هزل د وییپوهنې په اساس هغه شوخی ته وایي چې د جد(پند) ضد دی. ډیرو شاعرانو هزلي شعرونه ویلی او هغه يې ښوونه ګڼلې ده خو ډیرولږو بیا هغه بد ګڼلۍ دی. ناصر خسرو هزل بد ګڼي او هغه يې کفر او داسلام ضد ګڼلۍ دی او وایي:
که هزل گفتن کفر است در مسلمانی هغه چې پر هزل یې بد ویلي بیا يې هم په دیوان کې دهزل توکې لیدل کیږی هغه په ناپوهي د خپلو مخالفینو بد وایي هغوی د خرو او څلور پښو په نامه یادوي:
تا مرد خر و کور و کر نباشد دا توندې او بدي خبرې ان د هغه په بولله(قصیده ) کې هم لیدل کیږی لکه:
اگر با خرد جفت و اندر خوریم یا از بهر چه این خر رمه بیبند و فسارند؟ یک ذره نسنجند، اگر بیست هزارند په ادبیاتو کې طنز دټولنې او اخلاقي خواریو ،عیبونو او فسادونو برملا کولو ته وایي چې په رمز ، کنایه اوناز ویل یا لیکل کیږي یا په بله وینا: ویلای شو طنزد زورواکو او اعیانو باندی نیوکې دي چې هغوی په مسخرو له پېښو خبروي. ښه طنز ديوې ټولنې دوګړو هنري تنده ښه خړوبولای شي او په رساتوګه يې دټولنې له سياسي، مذهبي، کلتوري، اواقتصادي حالاتو څخه خبروي. طنز يوه مهمه موضوع په هنري تورو کې رانغاړي.
پروین اعتصامی وایي
ما را به چوب و رخت شبانی فریفته است رحمان بابا وایي: مرغه چی د بل غوښی خوری مردار وی ځان حلال کړه لکه زاڼه شاهین مه شه حافظ څه ښه وایي: حافظا می خور و رندی کن و خوش باشد ولي دام تزوير مکن چون دگران قران را حمید مومند وایي: قناعت می اشتها کړه هسی صافه چی اوګړه راکوی خوند لکه ښوروا په راتله دخط پایمال شی حس هسی لکه وتړی به ګلو څوک غویمنډ
دطنز ساحه نسبت هزل او هجو ته ډیره پراخه ده اوطنز لیکونکی تر یو هزل لیکونکی ډیر لیري ویني او سوچ پرې کوي. رښتیا دا ده چې طنز لکه یوه مهربانه دایي په خپل لمن کې هزل او هجو پالې او د بې عدالتۍ په وړاندې هغه لکه یوه وسله کاروي . هزل بیا هغه شعر یا نثر دی چې پر چا باندی ناروا وایي یا هغې توکې دي چې د اخلاق او ادب خلاف وي غني خان وایي:
ژوند كه تل فرني څټل وي
حمید مومند وایي: قناعت می اشتها کړه هسی صافه چی اوګړه راکوی خوند لکه ښوروا په راتله دخط پایمال شی حس هسی لکه وتړی به ګلو څوک غویمنډ ما رستم د زمانی ولید په سترګو چه د یار له جوره ژاړی لکه کونډه هجو بیا په لغات کې د چاد عیبونو غندولو، ښکنځلو ، پوچو خبرواو بد ویلو ته وایي وي . په نیغه دچا عیب او بد ویل دي سنايی غزنوی ، سوزنی سمرقندی ، يغمای جندقی ا و قا آنی شيرازی تر ټولو ډیر هجوی شعر ونه ویلی دي: ناصرخسرو خپل دوشمنان داسې هجو کوی اووایي: تا مرد خر و کور و کر نباشد از کار فلک بیخبر نباشد
رحمان بابا یوه هجو داسی ده : خوشحالااودولتا می غلامان دی زه رحمان په پښتو ژبه عالمګیر یم
آیا طنز ، هزل او هجو ګډ ټکي لري؟ بلې.
د سنايي په آثارو کې هجو د ټولنیز آرمان خوا ته تللی دي هجو ویونکی د خلکو بې خبري ، ولس غولونه،تعصب خدای نا ډره دینپالو له کړو نه یې زړه چووی او زړه یې اور اخلی نو مخامخ هغوی غندي . د ټولنې په وګړو کې، صوفی،خلیفه: امیر، شتمن، درویزګر،کازي... داسې خلک شته چې په کنایه او طنز نه پوهیږی هغو ته باید هر شی روښانه وویل شی مولانا څه دښه وايي : چون که با کودک سرو کارت فتاد پس زبان کودکی باید نهاد
یانی ویلای شو چې طنز د پوه خلکو لپاره ویل کیږی یانی په خوشالۍ او مسخرو سره د هغوی په رمز پوهول دی. یوازې پوه او هوښيار خلک له طنز نه خوند اخیستلای او پر پوهیدلای شي او ناپوه یې یوازې خندنی اړخ ګوري خو د ټولنې ټول خلک پوهان نه دي. هزل بیا د عامو او منځنیو خلکو لپاره دی چې موخه یې یوازې خندا اوساتیري ده.
خوشحال خټک وایې: چې تاو خارښت ورپاڅي ناکراره شي ښوريږي که لوي وي که هلک وي وهر چاوته قهريږي نه پت ګوري و نه شرم نه يې حق وته نظر وي دخپل ميړه په غېږ کې زړه يې نورو ته پړقيږي
کله هم هجو بیا زور واکو ته شلاغه او نیښ دی لکه سلیمان لایق وایي: لويه خيټه غټه کونه ،نرۍ پښی ببره ږيره ويته خوله بی شرمه سترګی ، لکه مچ هر څه کی لويږی ربه دا لا څه تالان دی،چی به خپل وطن یې وینم چی خپل سپی په پردی ننګه،افغانانو ته غپیږی دا به بیا اباسین ایشی،ډوبوی به توری کونی تور پنجاب به وهل کیږی،له بنسټه به نړیږی خوشحال بابا وایي:
مستجاب مهمند که چرګه دمغل ده
ډیرشاعران او لیکوالان په دې درو سره توکو ویاړي او هغه ښوونه ګڼي
طنز ، هجو او هزل درې سره خندا لري خو د طنز خندا ترخه ده څوک به چرت کې اچوی. د هزل خندا د ساتیری خندا ده او د هجو خندا بیا د کرکې او دوښمنی خندا ده.
ده. طنز د هنري ژبې د کمال پایله
ته په اصل کی سړی يې څاروی نه يې د چارپایو چاری مه کوه دوپایه نیکو کار سړی بهتر وی که خوردسال وی تر سپین ږیری بدکرداره دیرینه
که د
شاعرانو شعرونو ته ځیر شو پوهیږو چي هغه طنز ، هزل یا هجو نه کوم توکې لري پوهان وایي: هجو پر عیبونو او نقصونو ملنډې وهي او دهغو غندنه کوي خو موخه يې د طنز ضد شخصی ده . یانی طنز او هجو یو شی ده خو د هغو موخې سره توپير لري. طنز دسمون لپاره ویل کیږی چې موخه يې ټولنیزه ده او هجو د کرکې په خاطر ویل کیږی او غچ اخلي.
یا په بله ماناطنز د هجو یو ډول دي خو د هجو توندي اوتیزي نه لري. طنز په اصطلاح هغه شعر او نثر دی چې اخلاقي، ټولنیز فسادونه او یا تیروتنې په غیر مستقیم ډول بیان کړي طنز د سوچ د بیان او بشری ولولو یوه شتمنه ژبه ده. طنز ویونکي وایي طنز یو ډول ژبه ده چې په ډول ډول قالیبو کې موندل کیږی چې د ولس د قبول وړ ده. الفت وایي: دپڼو غــــل خلـکو دمخه کـړ چـــــې غـــــلا ونــــــکــــــړي اودس ئې نه ؤ پـــــه لمـانځه کې شو امــــام غــــــونـــــدې
هجو هرشی بې پردې بیانوي. ویلای شو طنزد دوستانو د روح خندول دي ، هزل د اوریدونکو خندول او هجود بد کړو کوونکی لپاره شلاغه ده لکه جهانی چې وایي:
چــــي
د
بــــــــل
په
مټو
غټ
شي
يا
زمری
شي
اول
غــــوښي
خــــــــــــــــــــوري
د
خپلو
قريبانو
یا د غنی خان دا شعر چې وایي: عقل ترینه ږیری وخـــــوړ خیـــــټې تری ایمان وخوړ چا مهار چا اوښ وخوړ او ده واړه کاروان وخوړ
تا پخپله سپينه خوله خوشحــــــال ته وركړه
په خونـي هاتــــــــــــــي سوره شوه مى
پرستــــــه
سارتر د قلم د عفت په نظر کې نیولو سره دطنز، هزل او هجو توپیر داسې بیانوي:
په عادي ژوند کې طنز دبد شیانو رټنه او ملنډې دي چې خپله پښه د شرم له حده نه غځوي او همدا ټکی د طنز ،هزل او هجو تر منځ یوه پوله ده.
په دې هکله وایي: كيومرث صابرى فومنى طنز عملیات (جراحي) دی خو هجو حلالول دی او هزل بیا شوخي او ټوکه یاني د ژوند د تفریح زنګ دی. یا طنز هغه کلکه چپېړه ده چې زهر خوړلي انسان ته يې ورکوی چې خوب ورنه شی او موخه يې دا ده چې هغه ویده نه شي یا هغه ډوب شوی سړي د پوښتیو کلک کښېکښل دي چې ان کله يې پښتۍ ور ماتی کړی خو سږي يې په کار راولي او ژوند يې ډاډمندوي. د طنز او هجو تر منځ توپير دا دی چې طنز د هجو پر خلاف همدري لري هغه په تیزبیني سره عیبونه پیدا کوی د هغو د سمون لپاره هڅه کوی پر هغه ملنډی وهي چې دا ملنډې د خندا سبب ګرځي خو دوښمنی بیا طنز د هجو خوا ته کاږي. طنزپر ژوند عارفانه خندا ژړا ده . د ژوند د تضادو او نا ناخوالو لڅونه ده، چې ټولنیزي موخې لري یانی پر تورې نڅاه ده. هجوپه لغت کې تهدید، بد ویل او کنځل دي او هغه شعر یا نظم دي چې یو لیکونکی د بل چا دعیبونو او ځانګړو ضعیفواخلاقی کړو سره کرکه ښکاره کړي د هغه د دې کړو صفت وکړی او ملنډې پرې و وهي.
پخوا هم هجو د دوښمنی بیانګره وه. شاعران چې به د پاچا د بې مهری سره مخامخ شول یا به د هغه نه خپه شول نو د هغه هجو يې ویل. جبران محمود د هجو په تعریف کې وایي: هجو یو ډول غنايي شعر دی چې پر توندې نیوکې ولاړ او دردناکه دی او ځینې وخت له درد ه ښکنځلو او ملڼدو ته رسیږی. هجو د غچ اخیستلو لاره ده د ژبې په توره غچ اخیستل دي. شاعر هڅه کوی په خپله یوازینۍ وسله قلم د خلکو او واکدارانو بد کارونه راتلونکی نسل ته ورسوی لکه چې د بده مرغه زموږ به ادبیاتو کې هجو ځانګړی او غرضي موخه لري دوښمنی، ځان لیدنه ، تمه، بخیلي ... د هجو د ویلو اصلی وجې دي لکه خوشحال بابا دا طنزی شعرونه چې هجو ته څکیدلي دی:
پښتانه په عقل پوه چې ناكس دى
د مومندو سپى بهتر دى تر بنګښه
د خټكو سپي بهتر تر يوسفزو دي یا
پښتانه كه ادمزاد دي نشاطی د خپل یو شاګرد هجو کوی او وايي: مم ای آن که مرا به سنگ، سر میشکنی روباهی و مغز شیر نر میشکنی او بل ځای فاضل خان ګروسی مدام نشه بولی او د هغه په هجو کې وایي: ترک می خوردن اگر یک روز، فاضلخان کند روز دیگر نرخ میرا، همچو آب ارزان کند
محمد شاه و میرزاآقاسی فخری ته د خپل پور د بښنې په هکله وایي:
فخریا! امروز بر گردون جود برج امید مرا اختر ببخش رحمتی فرما و در دیای فیض کشتی حرص مرا لنگر ببخش آن یکی گوید که گیلان ده به من و آن دگی گوید که مازندر ببخش آن یکی گوید عقیق و لعل ده و آن دگر گوید دُر و گوهر ببخش زآن میان گوید نشاطی قرض من چهارصدتومان بود یکسر ببخش نشاطی د یو مشهور روحانی په هجو کې وایي: دودانگه [و] دو صدای[و] دورو، دو دل، دو زبان خداش کیش فلان دید و ریش بهمان داد لمنلیکونه: ۱-انجمن طنز ویب انجمن طنز - تعاريف طنز ، هجو ، هزل و شوخ طبعي ۲- پوهنمل محمودنظری-د طنز ځای په ادبیاتو کي ۳- پوهنمل محمودنظری هزل په ادبیاتو کي ۴-قلمرو طنز - جواد مجابي ۵-نیښ هجا- اندیشه نو ویب ۶- چشم انداز تاریخی هجو ۷- د رحمان بابا کلیات ۸-د خوشحال کلیات ۹- پښتون خوا پښتون ویب پاڼه ۱۰-مرسلات ویب پانه
|
||||||||||||||