|
کور | تګلاره | اړیکې | محمود نظری |
||||||||||||||
|
|
|
|||||||||||||
|
محمود نظري توراسماعیل حاجی تور اسماعیل چې په « ګوزک» مشهور ووپه( ۱۲۷۸ قمری کال) کې دهرات په کرخ کې زیږیدلی دی چې د آخندزاده ملا عبدالاحد زوی وو او( ۸۶) کالو په عمر مړ شو ی دی چې د افغانستان یو نامتو طنز ویونکی وو د هغه آثار دا دي: - د شعرونو دیوان - د سپی اوچغال مثنوی - مطایبات هغه د افغانستان یو ښه طنز ، هزل او ټوکې لیکونکۍ شاعر وو چې د ظاهر شاه په وخت کې د د هاشم خان صدراعظم سره یې راشه درشه درلوده. هغه د خپل وخت ټولنېیزو ستونزې پر ګوته اونیوکې پر کړی دي هغه يې په خوږو طنزونو کې رسوا او غندلی دی او هم يې په ډیره زړه ورتیا هغه ممنوعه توکې په رمز او کنايي سره بیان کړی دي چې ویل يې اسان نه وه او نه دي: هغه د خپلو شعرونو په هکله وایي:
نه هزل و مسخره بوده ست آنچه من گفتم اگر قبول نمايی بيان من پند است
يا : هر کس که سخنهای ترا ديد بدل گفت کاين شهد گلو سوز ندانم شکر کيست. تور اسماعیل په یوه ځانګړي ميړانه او زړه ورتیا سره په ټولنه کې نه ویل کیدلای توکې، په ډیرځانګړی او ښکلی ډول سره بیانوی او دا دیوال نړوي. هغه دا منع شوی توکې د ايرج ميرزا، عبيد زاکاني، حکيم سوزني او ميرم سياه غزنوی په مهارت بیانوی خو د ده طنزی ظرافتونه د ورم اوښکوم( پند) سره ګډ دي چې دا کار يې په ادب کې خپل ځانګړی ځای لري .
مولانا تور اسماعيل وایي : جهان به گلبن آفت رسيده می ماند وطن به گلبن گلبرگ چيده می ماند در اوفتادن ظالم به گردن مظلوم سگ شکاره و صيد دريده می ماند صلاح روز و فساد شبانهء قنفذ به زاهد بر داور خزيده می ماند کسی که گشت به ياران خويشتن تسليم چو من به بنده گک زر خريده ميماند همين مروت و انصاف مير گازرگاه به کبک و تيهويی در شب پريده می ماند به نظم و نثر تو "گوزک" کسی ندارد ميل بديگ جوش نمک ناچشيده می ماند.
هغه په خپل شعرونو کې د ټولنییزو موضوعاتو او اداری فسادونو غنده کوي.
میخواستم که ملــت ما مــحترم شود درروی روزگار به صـنعت علم شود هرفردی از ملل برسد بر حقوق خود یعنی که رشوه برطرف وظلم کم شود ارکان دولت از ســـر شفقت به اتفاق کوشش چنان کنند که قلــــع ســتم شود عدلیه بروظـــیفه تفـــخر کـــــند مدام امنیه حـــــسن خدمت خودرا رقم شود هغه په دربار کې د هاشم خان صدراعظم مدح هم کړې طنزونه هزلونه او ټوکې یې ویلی دي .
هغه دربار ته د لارې پيدا کولو دګټې په هکله وایي: بیان راست نتوانم که گویم دهانم را کنند تا گوش چیرم او بیا ځان ملامتوی چې ولې هزلونه وایي! صریر عزت وعیش مدام ای گوزک ترا سزد که بمیدان هزل دو کردی(*) دوکردی(دویدی) مانا وځغستل ده.
هغه د ځان په هجو کې وايي:
عمرها بنده گی صاحب دیوان کردم تا مسمی شدم القصه به میرزا گوزک نکته ها گفتم وهرگونه فضولی کردم تا شدم هــــمنفس حــــاکم اعلا گوزک
یا
میخ را بردیگران کردند ومن گوزک شدم تا کجا بنگر که برما عاجزان زور آمده ظلم تا جاریست رشوت خوار چوگان میزند تا رباید مــرمــرا چون گوی غلطانم هنوز هغه د شورا په هکله وايي:: آه از دســـت مســـــتبدان آه خواه گر رعیت اندو خواه سپاه از اسارت همیشه آزاد است هرکه را بستگیست با شـــــورا هغه د غلو او نامنی په هکله وايي: هرجای هرکه را که به بینی زضرب دزد از پای لنگ باشد و از دست خود چلاق
فریـــاد مـــا به سمــــع وزارت نمیرســــد داریم همچو طفل به حلــقوم خود خناق د زاهد په هلکه وايي:
همچو گوزک زاهد از وضع مسلمانی ملاف پاره خــــواهد کرد بــاد بی محــــل ... ترا باد از گوزک نماند و لاف بر ارباب زهد این دو علــت کی به ارباب خرد میــــباید
وايي هغه چې له هرات کابل ته راتلی هاشم خان ته يې په یو دسمال کې یوه ډوډۍ او یوه قطی اورلګیت پیچلی ډالۍ کړه اوهغه ته یې وویل: دهرات تر ټولو ګران شیان مې درته راوړی دي. د هرات نایب الحکومه داختر په ورځ علما وته لونګی ډالۍ کړې او هغه ته يې د خره پالان ورکړ هغه پورته شو ،لاس یې پر ټټر کیښود او وییویل: ستاسو له میني څخه مننه کوم چې ما ته مو خپل کالی راکړه !
د هغه یو بل طنز: نایب سالار و هغه ته وویل: خوږې چای لږ څښه چې په میتیازو کې دی شکر پیدا کیږی! هغه ورته وویل:ستا له چایو خپل میتیازی څښل ښه دي. یو بل طنز: یوې زړې ښځې د هغه نه د غاښو د درد دارو وغوښتل. هغه ورته وویل:پریږده هغه تل درد وکړي او ستا زګیروی وي خلک به وپوهیزي چې ته تر اوسه لا غاښونه لري.
وایي: یو شیخ له مریده کوچنی سپی وغوښت چې د کور پاسباني یې وکړي مرید یې لوی سپی ورته راوست. هغه ورته وویل: ما کوچنی سپی غوښت او تا لوی راوست! هغه ورته وویل:ته ډاده اوسه! که دا لوی سپی به په یوه اوونۍ کې ستا دوره مخي ته له لوږی مړ نه شو دومره به کوچنی شي چې ستا زړه غواړي.
د هغه دسپي او چغال مثنوی ډیر ښه طنزی اثر دی په هغه کې څو سپي د چغال په سرپرستی له هراته د حقوقی مسایلو لپاره د کابل محکمی ته مخه کوی او غواړي د ایران او روسیې له لارې هند او د هغه لارې کابل ته ولاړ شي. په ډول ډول هیوادو کې دهغه ځای فسادونو او ظلمونو په طنزی ډول بیانوي. وايي یو ورځ تور اسماعیل د شاه ولی خان سره په یو بڼ کې رهي وو یو زاړه خصي شوی غويي غوښتل د ځوان غويي غوندی له غوا سره جوړه شي. هغه وخندل .شاه ولی خان ترې وپوښتل: ولې خاندې! هغه ورته وویل: صیب په دې زاړه خصي شوی غويي خاندم چې د ځوان غویي چمونه کوي. او په خندا خندا يې زیاته کړه صیب څاروی هم لکه انسانان سپين سترګې شوی دي دا زوړ غويي ځکه دا چمونه کوی چې هغه ځوان پر هغه پورته نه شي.
لمنلیکونه:
۱-معروف کبيری: نيم نگاهی به کتاب:فردا ویب پاڼه۲- kohandazh.blogfa.com ۳- ډاکتر روهین ، طنز اریا یی،خاوران ویب پاڼه ۴- فرهنګ ،اریایی موزیک ویب پاڼه |
||||||||||||||
|
|
||||||||||||||