|
کور | تګلاره | اړیکې | محمود نظری |
||||||||||||||
|
|
|
|||||||||||||
|
محمودنظری وطواط هزل او طنز ویونکی شاعر
رشیدالدین وطواط, ابوبكر محمد بن عبدالجلیل عمری بلخی. چې په (۴۸۰-۵۷۳ق)کلنو کې يې ژوند کوی، او په بلخ کې زیږیدلی دی . هغه د شپږمې پېړۍ نامتو پوه ا و شاعر وو د هغه د کوچنۍ ونې(قد) په پار هغه د وطواط (آسمان څکالییا د غوچۍ له ډوله یوه کوچنی الوتونکی ده)) په نامه مشهور وو . وطواط خپله لومړۍ زده کړه له امام ابو سعد هروي نه تر سره کړې ده او بیا ددري او عربي ژبو د زده کړي د مهارت لپاره خوارزم ته ولاړ او هلته د« ابوالمظفر علاءالدوله اتسز خوارزمشاه» سره ددیوان دبیر (کاتب )شو د «اتسز» له مړینې وروسته د هغه دزوی « ایل ارسلان» په چوپړ کې شو، د هغه وخت نور شاعران انوري، معزي، سنایي، ادیب صابر، سوزني، سمرقندي، خاقاني، مختاري ا و سید حسن غزنوی دي.
آثار: - د شعرونو دیوان - عربي رسائل. - حدائقالسحر فی دقایقالشعر.( د بدیع ا ونقد لرغونی کتاب دی ) - منشآت فارسی. - فصل الخطاب من كلام عمربن الخطّاب. - تحفةالصدیق من كلام ابی بكر الصدیق. - انس اللهفان من كلام عثمان بن عفان. - نثر الآلی من كلام امیرالمؤمنین علی(ع). - غرائب الكلم فی رغایب الحكم. - منیةالمتكلمین و غنیةالمتعلمین. -غررالاقوال و دررالامثال. - مفاتیحالكلم و مصابیحالظلم. - جواهرالقلاید و زواهرالفراید. - الفائدالعمائیه. - ابكاراالافكار فی الرسائل والاشعار. - مطلوب كل طالب. رشید الدین وطواط د نامتو شاعر خاقاني هم دور او د هغه ښه ملګری وو او دواړو د یو بل ثناوی ویلي دي خو په پای کې سره خپه شوی او د یو بل پسي يې هجوی ویلي دي . د هغه یوه هجو داسې ده:
چون کلاغ است نجس خوار وحسود چون خروس است زنا کار و لیم هست چون قمری طناز ووقع هست چون طوطی غماز وندیم رشید وطواط د په یوه شعر کې داسي هجو شوی: این غر غرچه جغد دمن است نیست او را چو همای اصل کریم هغه دځان په هکله وایي:
:
دارد دلي
سبک ز غم و اندهي گران
تا توانی مخواه غیبت کس نه گه جِدّ و نه گَهِ طیبت هر که او غیبت کسی شنود هست همچون کننده غیبت
گر نصیحت کنی به خلوت کن که جز این شیوه نصیحت نیست هر نصیحت که بر ملا باشد آن نصیحت به جز فضیحت نیست
رحمت ایزدی بر آن کس باد که عنان در کف جنون ننهد قدر خود را بداند و هرگز قدم از حد خود برون ننهد
ای که در ذُلّ کفر ماندستی عزّ اسلام دادهای از کف گر شرف بایدت مسلمان شو که چو اسلام نیست هیچ شرف
ای که بی حد گناه کردستی مینترسی از آن فعال شنیع؟ توبه کن تا رضای حق یابی که به از توبه نیست هیچ شفیع
وایی وطواط د ژمي په یوه شپه کې چې ډیره واوره اوریدلی وه د«ادیب صابر» کور ته ورغی.« دواړو یو د بل سره مسخری درلودی« هغه چې د کور وره ته ورسید، وريې وټکاوه، د هغه مینځې ور پرانیست. وطواط وپوښتل: ادیب په کور کې شته؟ هغې ځواب ورکړ: نه، هغه په کور کې نشته. رشید وطواط دا شعر په لوړږغ ووایه:
آن کس که برون رود در این روز
احمق تر از او کس دگر نیست ادیب د هغه ږغ واورید د پورتې خونې کړکۍ یې پرانستله او داسې ځواب يې ورکړ:
من خود به حرمسرای خویشم
پیداست که در برون در کیست
لمنلیکونه 1- ویکیپدیا، دانشنامه آزاد www.hawzah.net/Hawzah/Magazines/2 3 forum.googlen.ir/showthread- 4-تجلي انديشه ي ملي در شعر خاقاني 8- adabestan.parsiblog.com 9-www.afghanpedia.com www.literature.blogsky.com-10
|
||||||||||||||
|
|
||||||||||||||