|
کور | تګلاره | اړیکې | محمود نظری |
||||||||||||||
|
|
|
|||||||||||||
|
محمود نظري
يغما څوک و؟
ابوالحسن يغما جندقي په کال ۱۱۹۶ هـ.ق په «خور» د جندق د بيابانك په مرکز کې زېږیدلۍ دی د هغه نوم رحیم وو بیا یې په ابوالحسن واړوئ او د مجنون تخلص يې غوره کړ. هغه د حاجی ابراهیم قلی زوی وو چې په ماشومتوب کې یې د پلار دپوسونه رمه پېول. هغه یو ورځ د حکمران امیر عامری له لښکر سره مخامخ شو نور ماشومان وتښتېدل ، هغه پاته شو. امیر عامری له هغه نه وپوښتل: سیا نوم څه دئ؟ هغه ورته وویل: ما مردمك خوريم از علم و ادب دوريم حکمران ته د هغه دا حاضر ځوابي خوند ورکړ او هغه ته یې زوی ووایه اود هغه روزنه يې پر خپله غاړه واخېستله ، چې ځوان شو د هغه منشی وټاکل شو . هغه له دغه مهاله د مجنون په ستاینوم شعرونه ویل پیل کړه. او په کال(۱۲۱۶ )کې د حکمران عامری له ماتې وروسته د جعفر سلطان منشی شو او شپږ کاله د هغه منشی وو خو درباریانو درخې او پلپوټ په اساس هغه سیاه څاه ته واچول شو، له زندان څخه له خوشي کیدو وروسته يې د یغما تخلص پر ځان کیښود د ګدايې جامې یې واغوستی او ګرځښت یې پيل کړ ان بغداد او کربلا ته ولاړ. کله چې دوښمنانو دسیسه برملا شوه بیرته تهران ته ولاړ او د محمدشاه په دربار کې يې بیرته عزت او نوم وګټئ ان د کاشان د حکومت وزیر شو خو د بده مرغه هلته په یوه بده پېښه ګرم شو، چې هغه دا پېښه د« خلاصةالافتضاح »په نامه هجو کې بیان کړې ده: د کاشان د جمعي امام هغه شرابی او مرتدو باله یغما د دې کار نه توبه وکړه او بیا يې د زهد کالي واغوستله. دا دو ه غزله يې د هغه پېښې په هکله ویلی دی : بهار ار باده در ساغر نمي کردم، چه مي کردم؟ ز ساغر گر دماغي تر نمي کردم، چه مي کردم؟ هوا تر، مي به ساغر، من ملول از فکر هشياري اگر انديشه ديگر نمي کردم، چه مي کـــردم؟ تر هغه ځایه: ز شيخ شهر جان بردم به تـــزوير به مسلماني مدارا اگر به اين کافــر نمي کردم، چه مي کردم؟ د یغما هزلي شعرونه په شعري صنعت کې د هغه له غزلیاتو څخه کم نه دي ، د هغه په هزل کې بدې خبرې او ان بې پردې کنځلې راغلی دي. په هزلیاتو کې د هغه تکیه کلام «زن قحبه» دی د هغه وخت ډیر بیرحمانه فسادونه یې ډانګ پېلې بیان کړی دي. دصکوک الدلیل په مثنوی کې ریاکاران، دینپاله دین پلورونکی اود هغو جنت داسې رسوا کوي.
چه جنت؟ نه آن جنت اي خوش عمل که در وي روان است شير و عسل سبيل از کنــاري شـــراب طــهـــور ســرا پــا لــب بــــام لــبـــريز حـــور به هر گوشه سالوسکي ديو سالار گـــرفـــته پري پيکري در کــــنـــار ز غوغاي خر صالحان پيش و پــس چــو بــرانـگــبـــيــن ازدحـــام مگس فـــقـــيـــران درافــکــنده سجاده ها تـجـرع کــن از گــونه گــون باده ها به هر محفل اين زمره کـيــسـه بـر شــکــمـهـا ز الــوان فـــردوس پـر يــکــي چـون خــر بـارکـش در وحل فــرو رفــتــه تــا گــردن انـدر عسل يــکــي در تغني، يــکـي در سماع يـکــي در تجرع، يــکــي در جماع يکي همچو دزدان برآورده رخــت پـي مـيـوه بــر شاخـه هاي درخت يــکــي بــر لب کـوثر افتاده مست فرو هشته نظم تماسک ز دست یو ورځ ملا( نراقی) دا شعر هغه ته ولوست:
عاشق از
رخ معشوق نگاهی بکند
ملا ورته وویل: ولې چوپ يې؟ یغما ورته وویل: ستا د درېیمی
فتوا منتظر یم!
www.mahmoodkavir.com/persian/۱-
www.aftab.ir/articles/art_culture/literature۲- www.ariayemusic.com
payamyaghmaie.blogfa.com/post۴-
|
||||||||||||||
|
|
||||||||||||||