|
کور | تګلاره | اړیکې | محمود نظری |
||||||||||||||
|
|
|
|||||||||||||
|
محمود نظري
ملانصرالدین
ملانصرالدین ته په افغانستان ،ایران او آذربایجان کې ملا نصرالدین په ترکیه کې هوجا نصرتین (خواجه نصرالدین) ،په عربستان کې حُجا (خواجه) ، په چين او تركستان كې "افندي" يانې محترم، يا بابا او په ازبکستان کې د"خواجه نصرالدین" یا "ميرزا افندی" په نامه پیژني. وایي.هغه د نړۍ یو نامتو عارف وو چې په نړۍ کې ګردچاپیره ګرځید او د پوهی او خندا کښت يې کرۍ. د ملاهم ډوله کسان په ټوله نړی کی شته : لکه «بوتز» په ناروی ،« آنانسی» په آفريقا ،« چلميتس »په لهستان، «کويوت» په شمالی آمريکا، «آکيرو »په جاپان، «نسترادين »په يونان ا و رومانیا، «جک» په انگلستان او« ايوان »په روسيه کې. ((د حسن افندي ))له څرګندونو سره سم ملا نصرالدين په "خورتو" كې چې "سوره حصار" ته نژدې دى،په(۱۲۰۸_ ۱۲۰۹)ميلادي كلونو كې زېږېدلى او په هغه ځاى كې يې د خپل پلار پر ځاى ملايي غوره كړې ده. ويل كيږي چې د ملا نصرالدين اصلي ټاټوبى اوسنۍ تركيه ده. خو د ده خوندورې كيسې په منځنۍ اسيا او شمالي افريقا ،هند ، چین، ، بالکان او د ډيرو نورو هيوادونو د شفاهي ادبياتو يوه لویه برخه ګرځېدلې
هغه په
څوارلسمې پېړۍ كې داول بايزيد، تېمور او كرماني دوره
کې ژوند کوی خود ځينو په اندنوموړى د ديارلسمې پېړۍ، يانې
د "علاوالدين سلجوقي" په دوره كې ژوندکوی. د ترکیې د قونیه د آق په ښارکې یو ځای شته چې غټ کولپ پر ځړیږی ویل کیږی هغه د ملا نصرالدین قبر دی
. د
نوموړي پر شناخته د ده د مړينې نېټه( ۱۲۸۴او ۱۲۸۵) مېلادي كلونه ليكل شوې ده. او دزمانی دوړو و د هغه څیره نه ده پټه کړي د هغه داستانونه په لسګونو ژبو لکه انګریزي، فرانسوي، الماني، چیني او نورو ژبو ژباړل شوی دي.
ملا
نصرالدين د خپل ذهانت، ساده ګۍ او انساندوستۍ لـه كبله په منځنۍ آسيا او شمالي
افريقا كې يو منل شوى شخصيت دى. چې كوچنيان او غټان ټول له نوموړي سره ډېره
مينه لري او كيسې يې په ډېره مينه اوري. روسي او تركي شاعرانو په خپلو نظمونو كې هم راوړي دي.
د بخارا په ښار کې د ډنډ په غاړه میدان کې د ملانصرالدین دبرونزو یوه مجسمه(پژی) چې پر خره سپور دی ولاړه ده. د مسکو په لویدیځ کې د "مالادوژنایا » مترودتمځي ومخي ته د ملا نصرالدین یومجسمه ولاړه ده.
د هغه دا آثار په نورو ژبو چاپ شوی دی: 1844. ايپسويچ، انگلستان، هجی نصرالدين افندی داستانونه. 1853. الجزيره،د ملانصرالدين داستانونه 1853. نسيم مألوف په کنستانتوپول کې په ترکی ا و فرانسوی. 1853. پن آنتون په بخارست کې «نستران هوجا» په نوم. 1854. ويليام بورخارد، لندن. خجا نصرالدين داستانونه 1859. فرانسه، د ملا داستانونه 1876. دکوردمانژه ،پاريس، د ملا داستانونه،. 1878. بروکسل، ملانصرالدين. 1899. بوداپست، د هوکا داستانونه
د په کال 1913 کې البرت آدس و آلبرت جوزی پوويچی په مصر کې د ملا داستانونه را غونډ اود خوجا د داستانو په نامه یې په فرانسوی وژباړل بیا دا کتاب په اووه نورو ژبو وژباړل شو او بیا د هغه نه یو فیلم جوړ شو چی په ۱۹۵۸ کې يې د کان د فیستوال جایزه وګټله په امریکا کې برنهام هنری، په ۱۹۲۴ «خوجا، ملا نصرالدين داستانونه» نشر کړه، په روسیه کې هم د ملانصرالدین د پېښو په نامه یو فېلم جوړ شوی دی. همداسې په قاهره ، بیروت ، ایران ، افغانستان او نورو هیوادو کې هم دهغه کتابونه چاپ شوی دي. یونسکو کال۱۹۹۶-۱۹۹۷د ملا نصرالدین نړیوال کال ونوموی
په چین کې« لائوتسه» همدا د ملا نصرالدین لاره د خپلو پیروانو د زده کړی لپاره غوره کړې. عبید ،سعدي او مولانا هم د ملا لاره تعقیبول. په چین کې د ماشومانو په زده کړه او چینی فلسفی سره دهغو داشنايي لپاره د ملا د داستانونو د کړنلارې څخه کار اخلي. د هغو او ملا یو ګډ داستان داسې دی: وایې ملا ا و زوی یې د خره سره بازار ته ځي .خلک پر هغو نیوکه کوي. وګورئ! خرلري خو خپله پلي ځي! بیا ملا پر خره سپریږي. خلک وایي: وګورئ! نه شرمیږي خپله پر خره سپور او کوچنی زوی يې پلی ځي. ملا پلی کیږی او زوی پر خره سپروي. خلک بیا وایي: دا هلک ګوره! نه شرمیږی پر خره سپور او پلار یې پلی ځي. بیا دواړه پر خره سپریږي. خلک وایي:وګورئ! نه شرمیږي دواړه پر خوار بوده سپاره دي. ملا خپل زوی ته وړاندیز کوي: که غواړې خلک راضي شی نو راځه خر په شا کړو!
«ډاکټر کلويو نارانجو» د کاليفورنياد برکلی د پوهنتون استاد، روانپیژندونکی او لیکوال یوه نوې نظریه داسي ده. هغه وایي: د ژوند نه کرکه او ډیر کړ او اوغم له «نرسیس» نه پیدا کیږی موږ کولای شو په نوی لارو سره دا غم او کړاو له منځه یوسو او «د نرسیس په باره کې یې دا تیوري دملانصرالدین تیوري» نومولې ده. هغه وایي دا تیوري مې د هغه له یو داستان نه چې داسې دی، اخیستی ده. وایي ملا په کوڅه او بازار کې د خپلو ورکو کېلۍ پسې ګرځېد، یو ملګری يې هم د هغه سره په لټولو کې مرسته کوله. خو کېلۍ پیدا نه شوې ملګری يې دملا نه وپوښتل: ته ډاډه يې چې کېلۍ دلته ورکې شوی دي؟ ملا ورته ویل: زه ډاډه یم هغه مې په کور کې ورکې کړي دي. ملګری يې وپوښتل: نو ولې د لته په کوڅه کې ګرځې؟ ملا وویل: ځکه دا ځای روښانه دی. یانی موږ د کړاو او غم د کلۍ پس په غلط ځای کې ګرځو خو دا اشتباه په کرار کرار په یو باور بدلیږی او دا زموږد کړاو او غم بیان دی.
لمنلیکونه: ۱- احمد موسی افغان ،لمن-ملانصرالدین څوک وو ۲- static.flickr.com ۳-فروغ-ملا نصرالدين: خنياگر خنده و خرد orums.animparadise۵- -نمایش پست t-a-k.blogspot.com۶- ۷-ملا نصرالدين، ویکیپدیا، دانشنامه آزاد
|
||||||||||||||
|
|
||||||||||||||