|
کور | تګلاره | اړیکې | محمود نظری |
||||||||||||||
|
|
|
|||||||||||||
|
محمود نظري
طنز تکتېکونه طنز هغه شیوه(لاره اوروده) ده چې طنز لیکونکی د یوې خبرې یا پېښې د ظاهري مانا څټ(ضد) موږ ته ښيي، هغه یو شی وایي خو موخه یې بل شی وي. طنزلیکونکۍ داسې یو موقعیت جوړ وي چې اوریدونکی یې انتظار نه وي. د دی کار لپاره تکتېکونه بېل بېل دي
افلاطوني طنز ـ platonic irony : په دې ډول طنز کې ویونکي ځان ساده ښيي او د بل نه یې پوښتنې او زده کوي چې دلته د ویونکي اصلې هدف (موخه) د مخاطب د عیبونو ښکاره کول دي. كلامي يا بلاغي طنز rhetrical irony دا ډول طنز تر ټولو ساده او معمولي طنز دی، چې طنز لیکونکی یا ویونکی د اصلي موضوع ضد وایي . ننداره یز يا تراژيك( په ویر لړلۍ) طنز :دا ډول طنز ډیرد نندارمې په جوړښت تکیه لري ،چې ښه ا و نامتو بېلګه يې دو ه مانا یزطنز sustained irony ، دی " لکه دسوفوكل "نامتو ننداره " اديپ شاه " ده ، چې په هغه کې ممثل داسې خبرې کوي چې دوې ماناوی لري او پایله یې داسې وي چې لیدونکی يې انتظار نه لري . دا بیا د موقعيت طنز جوړوي. رومانتيك طنز : هغه طنز دی چې شاعر يا لیکونکی په جدی توګه او په ولولو یو موقعيت بیانوی وي خو ناببره چوپیږي او خپل په جدی والي خاندي، او پر هغه ملنډی وهی. دلته دموضوع غلو کول د طنز ویلو مهم اصل دی . تعزیه طنز:
دطنز تعزیه جوړښت د خیر او شر ،د نیکی او بدی په مخامخ کیدو ولاړ دی، چې دا ډول طنز مځکې ته د آدم (ع) دراتګ او دشیطان سره په شخره پیل کیږی اوتر ننه دوام پیدا کوي چې تعزیه طنز دوه ډوله: خندونکی او ژړونکی دی چې یو بل سره توپیر لري چې خندونکي طنز ته یې خوشالونکې تعزيه هم وایي. د بېلګې په توګه دلته د قيام مختار ثقفي تعزيه راوړو: شاعر ابوخليق د سزا نه د خلاصون لپاره ځان په لیونتوب وهی زاړه کالي اغوندي او دښتې ته وځي. ابوخليق: بـِـكنم من لباس نو از بر بـُـكنم من لباس پاره به بر اسب چوبي روم سوار شوم بروم، بلكه راهوار شوم په لاره کې ابراهيم بن مالك اشتر، چې د مختار دوست دی هغه ویني . ابوخليق: نباشم هماورد او در ستيز چو ديوانگان من نمايم گريز ابراهيم: بگو كيستي گشتهاي اينچنين؟ ابوخليق: روم جنگ سازم به خاقان چين ابراهيم: كجا ميروي اينزمان از وفا؟ ابوخليق: روم سوي ده، منزل كدخدا ابراهيم: بهتندي كجا ميروي در جلو؟ ابوخليق: روم توي حمام، نوشم پلو! ابراهيم: سرت را جدا مينمايم ز تن ابوخليق: برو پس، لگد ميزند اسب من! بیا یې لکه لیوني اپلاتې پیل کړې. ابوخليق: گل سرخ و گل زرد و گل ياس درخت پاچنار همسايهي ماس شبي كه كوه دماوند مينمود خروش دويدم و دو _ سه تا دمكـــُـني گذاشتم روش شبي كه باد بيامد از آن زمينلرزه نگاه كردم و ديدم پيچ زمين هرزه! و داسی نور. لمنلیکونه:
۱ـ ویکیپدیا، دانشنامه- آزاد ۲- .daftaretanz.com/index.php?option=com_ ۳-مجله تخصصي علمي زبان و ادبيات فارسي دانشگاه قم
: محّمدعلي علومي انتشارات کاروان۵-
|
||||||||||||||
|
|
||||||||||||||