کور              |             تګلاره         |           اړیکې          |        محمود نظری              

 

 

 

 

 د طنز په هکله مالومات 

  طنزي برېښنايې کتابتون

افغانی طنزونه 

 بهرنۍ طنزونه 

  لرغوني طنزونه

  طنزي انځورونه

 بهرني طنز لیکونکي

 افغاني طنز لیکونکي

 ستاسو نظر 

 خندنۍ ټوکې 

 کارتونونه

 ادبي مقالې

  نوري ويبپاڼې

 

دطنزتعربف

 

پروفیسور لیوناردفین برګ وایي طنز داسې یوظریف او بدلونکی هنر دئ چې د هغه د تعریف په برخه کې دوو محقیقو نظر په سلو کې سل یو نه دئ.
ګوګول وايي« طنز د نا مرئي اوښکو په منځ کې خندا ده »
ابوقاسم صادقی وايي : زما په اند  طنز يانی: دټګوحاکمانو، ظالمانو ، بلوسګروواکدارانو او غولونکو قدرتمندانو  باندې نیوکه او د هغو غندنه ده چې د اوريدونکي یا لوستونکي زړه  پرې يخ او د واکمنو د غوسې او ځوريدو سبب و ګرځي .
منوچهر آذری بيا  وايي: طنز د ژوند هېنداره ده او ژوند بېله طنزه  ښکلا نه لری.
پوهاند جاويد وايي: د طنزاساس ساتیری او خندا ده خو خندا يې د ساتیری او خوشالۍ خندا نه ده.دا خندا جدی ،ترخه او دردونکی ده.
پوهاند زيار ليکي: :طنز لومړی بې واکه موسکا او خندا راولي او بيا وروسته وروسته هغه موسکا او خندا په خواخوږی او ژړا وربدلوی دا د طنزونو هغه کوډګري  او جادوګري ده چې نور ادبي ځېلونه يې په ټول ښکلاييږ، ننداريږ او سندريز پرداز او راکښون سره سيالي نه شوی کولای.
ډاکټر اکرم عثمان ليکی: طنز نغوته(اشاره) او ټولنيږ ه  رټنه  ده چې هدف يي سمونه ده نه د خلکو ځورونه.
طنز په لغت کې مسخره کولو ، طعنې او کترې ويلو ته  هم وايي ، په اصطلاح  کې طنز هغه نثر يا شعر دئ چې پر حماقت، ضعيفو اخلاقی ، ټولنيز فساد او تيروتونو  باندې ملنډې  وهي او په غير مستقيم هغه بيانوی.

ادب پوهان وايي :طنز ليکوونکی د روح ډاکټر دئ چې دنده يې د دوه مخې، غرور او دحرصي ناروغيو جرړي ايستل اود هغه له منځه وړل دي.

د طنز ليکوونکی قلم د جراحی چاړه ده  چې د ټولنې  مردار دانې عمليات وی.

ډاکټر سامويل جانسن انګريزي اديب وايي:

 طنز هغه شعر دی   .چې حماقت او فساد باندې نیوکه کوي او هغه غندي .

درايدن انګريزي شاعراو منتقد بيا وايي: د طنز هدف د فساد له منځه وړل دي.
طنز (ستاير) کلمه په لغوی مانا کې هغه لوښی دئ چې د ډول ډول ميوو  نه ډ ک وي .
طنزليکوونکي د ټولني هغه  ناتارونو، ناورينونو، بدی ورځي ،غوسې او دردونه چې  د رواني عقدو سبب ګرځي په ټوله  هغه هنرمندي چې يې لری  دتسلی کېدواو د احساساتو اوراپاریدو(طغيانونه) د  اراميدو سبب کيږی.
جامي په مثنوی هفت رنګ کې وايي:

 جدبودپا به سفر فرسودن                

 هزل يک لحظه به راه آسودن

طنز په ځانګړو ټولنيزو  شرايطو کې هغه وخت چې بدمرغۍ،

ناورينونه ، ټګی او برګې پر محيط غالبه  شی ډير مهم رول

 لوبوی  چې بلوسګران خلکو ته وښيي.
جوناتان سويفت انگريزليکوال وايې . زما په اند طنز  هغه هېنداره ده  چې لیدونکی دهرچا بڼه(چيره) بېله دې چې هغه وویني هغه ليدلای شي.