کور              |             تګلاره         |           اړیکې          |        محمود نظری              

 

 

 

 

 د طنز په هکله مالومات 

  طنزي برېښنايې کتابتون

افغانی طنزونه 

 بهرنۍ طنزونه 

  لرغوني طنزونه

  طنزي انځورونه

 بهرني طنز لیکونکي

 افغاني طنز لیکونکي

 ستاسو نظر 

 خندنۍ ټوکې 

 کارتونونه

 ادبي مقالې

  نوري ويبپاڼې

 

محمود نظري

 

عبدالحمید مومند ماشوخېل

 


حميد بابا په (۱۱۰۰) ه ق کال د پېښور کوهاټ سړک او باړې رود پر ښۍ غاړه پراته کلي ماشو ګګر (ماشو) کې په يوه ډېر غريب چاپيريال کې
زیږیدلی  دی ، چې چا دپښتو ژبې بېدل، چا د پښتو ژبې سعدي او چا دوېښته چوونکي (موشګاف) لقب ورکړي دی

ویل کیږي چې تر (۱۱۴۵) ه ق پورې ژوندی ؤ

غزل

محــــــبت کــــــړم دخــــوبانــواوښ پــه نته   

د هــــــر چــــــا د ظلم بار وړم بـــــــې منـــــــته

د ښکاري په دودجــــاروځم تــــــرهـــر بوټي

درسته ورځ د یــــــــوه ښـــــــــــکار له محبته

پروت په وینو کې لت پت ښه یم په پت کې

نه دســــروزروپـــــــه تـخـــــت باندې بې پته

د کمــــال کعــــبه بـــــــه هـــله شي در پـــیښه

کـــــــــه دلار دکمـــــینـــــی نـــــه کـــــړه غلطه

طلبوه ســــرفــــــرازي پّــــه ســـرکـــوزۍ کې

را کــــــــوزیــــــږي پـــــه هډوکي هما ښکته

چې د عشق د سپـــکاوی درنښت مې ولید

بـــــی پــــرواشــــــوم د نـــــاصح لـــه ملامته

هــــــغه تــــشې شړومبې شاربي سروري کا

چې ښادي غـــــــواړي بــــــې غمه بی محنته

که هر څو یی پــــــه ر ضـــــااوپـه صلاح وي

ویـــــــره بـــــــویـــــه د رقیـــــب لــــه شیطنته

کـــــه د ښکـــــــلو ددرګـــــاه ګــــدایی مومم 

هی تــــــوبــــــــه د محمد شـــــاه لــه سلطنته

چـــــــې مـــــې خټــې فرښتو په لاس اخښلي

لا هـــــالـــــه مـــې بوی دعشق  تلو له طینته

څو د پښې دتورتـــــــارونــــــه وی نیــــــولي

بـــــــاز بــــــه لاس لـــــــره درنــــه شي قراغته

چې نا صح په ترک د عشق څـــــه درته وایی

و دوزخ تــــــــه دی  وبــــــاســـــي لــــــه جنته

د آشنا د محبت پــــــه لــــــوی سفــــــر کـــې

د حمــــــــید د تـــــــندي پیـــــټی بې صورته