کور              |             تګلاره         |           اړیکې          |        محمود نظری              

 

 

 

 

 د طنز په هکله مالومات 

  طنزي برېښنايې کتابتون

افغانی طنزونه 

 بهرنۍ طنزونه 

  لرغوني طنزونه

  طنزي انځورونه

 بهرني طنز لیکونکي

 افغاني طنز لیکونکي

 ستاسو نظر 

 خندنۍ ټوکې 

 کارتونونه

 ادبي مقالې

  نوري ويبپاڼې

 

دطنـــز په هکله څو خبری

 

په لويديزو ادبياتو کې طنز ليکنه د يوناني شاعرانو ارکيلو کوس او هيپوناکس نه پيل کيږي .  يوناني شاعر ارسيوفان او رومي کلاسيک طنزليکوونکي او شاعران جوونال او هوراس يې د طنز د ادبياتو مشخص استازي دي .
همداسې په فرانسه کې مولير په خپل وخت کې   طنزي کميدي ليکلې ده د هغه نه  لږ وروسته ولتر ، بوالورد په همدې کړنلارې کوميدي  آثار ليکلي دي .
دا وولسمې پېړۍ په وروستيواود اتلسمې پېړۍ پيل  د
انګریزی طنزونو طلايی پېړبلل کيږی، سوبفت ،ويويدر، درايدن، جوزف اديسون او هنی فيلدينګ په نثٍر او شعرکې د هغه پېړ نامتو طنز ليکوونکي دي

د جورج اورول  انګريز مشهور ليکوال د« ژويو کلا» او د الدوس هاکسلی رومان «  ستاښکلي نړۍ» دهغه وخت دوه نامتو طنزي رومانونه دي.
هغه وخت ختيز و ليکوالو و ټولنیزو مسايلو ته  ډير لږ  پام درلود او لږو ليکوالو انتقادي  ديد درلود او که به چا همداسې کوم شی وليکئ نو  د چارواکو لخوا به مجازات کېدل او همدا علت دئ  چې په دې بر خه کې ډير لږطنري اثار شته.
يوازې ځينو شاعرانو هجو ،هزل  اویا  ټوکه ليکلې
ده  نه ژور ټولنيز طنزونه . ځینې طنز ليکوونکي شاعران  لکه خيام نيشاپوری چې رباعيات يې د ترخه طنز محتوا   لري، حافظ چې طنزونه  يې  بيا  فلسفی طنزونه دي او  په ډيرو مواردو کې  يې دټولنې ناخوالو ته هم پام کړی .د ده نه  وروسته دډيروصوفي شاعرانو په اثارو کې هم ځای ځای د طنز توکي ليدل کيږي.
حکيم سوزنی وايی:  زموږ په کلاسيکو ادبياتو کې ډير طنزونه شته او داسي شخصيتونه  لکه جلال الدين بلخي، سنايي غزنوي، جامي ، انوري لرو....
عبيد زاکاني فارسي طنز ليکوونکۍ ډير نثري او شعري طنزونه دټولنې د عرف او عاداتو، عيبونو او ناخوالو په هکله ليکلي دي.
د بېلګې په توګه د هغه د( موږک او پېشو)رساله د پام وړ ده.
لومړی په ختيز وادبياتو  کې طنز د لنډ شعر يانثر په ډول رواج درلود او کله  چې داستان او رومان ليکل رواج وموندل، د اوږدو طنزونو ليکنه هم پيل شوه.
طنز زموږ په  کلتوري ټولنې او مطبوعاتو کې د طنز د يو مستقل ادبي ژونالستيک ژانر په  ډول د دوو شخصيتونو لکه پروفيسور دوکتور عبدالرحيم نوين اواستاد علی اصغر بشير هروی له برکته منځ ته راغلل هغو دټوکو او طنزونو مستقله جريده د ترجمان په نامه  خپروله او ژورنالستيک طنزونه يې باب کړل.
د ځينو افغاني شاعرانو په شعرونو کې د  طنز توکي ليدل کيږی خو د نثر په هکله  په شپېتمه لسيزه کې يوازې  څه بهرني طنزونه د  د جلال نوراني له خوا په دري ژباړل شوی  وروسته وروسته بياځنې طنزليکوونکي  لکه جلال نوراني ،منان ملګری ،  ميرزاعلم حميدي ، ، واحد نظري ، هارون يوسفي  ، کاتب پاڅون، .صديق رهپور ،هژبرشينواري ،  رازق فانی ،دستګير نايل، فاروق عطايي ،بلقيس مکيز، وحيد صمدزي ،عمر ننګيار، محمود نظري ،  بصيرپاکزاد او نورو څو تنو افغاني   طنزليکونکو افغانی طنزونه د ناوړه رواجونو .بدو عاداتو او بيروکراسی د غندنې  او رټنې په پار ليکلي دي چې تر اوسه يې ليکل دو ام لری..