|
کور | تګلاره | اړیکې | محمود نظری |
||||||||||||||
|
|
|
|||||||||||||
|
د محمود نظری د بهرنۍ خندنۍ ټوکې له کتاب څخه
په کلی کې د یو سړی موټر په ویاله کې بند شو؛ هلته یو سړی پر آس سپور تېرېدی نو د موټروان مرستې ته ورغی آس هر څه چې زور وکړ؛ خو موټر یو انچ هم ونه ښوریدی. د آس خاوند نارې کړل: کش که« بلهکی»، کش که« سامن). کش که« توری» ،کش که «بډی» آس زور کړ او موټر يې له ویالې څخه واېسته. موټروان خوشاله شو او په هېښتیا يې د آس له خاوند نه وپوښتل: تا دومره نومونه ولې واخېستل؟ - ته پوهیږی «بډی» ړوند دی هغه فکر وکړ چې نور آسونه هم ورسره دی نو د زړه له اخلاصه يې موټر کش کړ. ***
یو خبریال یو سوځلی ځنګله ته د عکس اخیستلو لپاره واستول شو، دود ډیر و، هغه ته په مخابره کې وویل شول چې د ځنګله سویل خواته یوه الوتکه درځي هغه ته ځان ورساوه او له هوا څخه عکسونه واخله! هغه په منډه د الوتکې خواته ورغی هلته يې یوه الوتکه چې له مځکې پورته وه او کرار کرار تله ولیده هغه په منډه منډه به ډیر ربړ ور پورته شو په داسې حال کې چې سا يې تنګه تنګه کیده پیلوټ ته وویل: - زه غواړم له شمالي خوا څخه عکسونه واخلم. پیلوټ په هېښتیا هغه ته وکتل. - څه! ته د الوتکې ښوونکی نه يې؟!!! ***
یو نفر داورګاډي سګنال مین لپاره درخواست ورکړی و؛ نو د اورګاډی امر ترې وپوښتل: که دوه اورګاډي مخامخ سره راغلل ته څه کوې؟ - اشاره ورکوم صیب. -که اشارې کار ورنه کړ! - د عاجلی برېښنا يې اشارې څخه کار اخلم صیب. - که برېښنا نه وه ! - مخامخ اورګاډي ته تیلفون کوم صیب. -که تیلفون مصروف و. - بیا کلی ته ځغلم صیب. -هلته څه کوې؟ خپل اکا خبروم؛ هغه تل وایي ما د اورګاډی ټکر نه دی لیدلی. ***
|
||||||||||||||
|
|
||||||||||||||