|
کور | تګلاره | اړیکې | محمود نظری |
||||||||||||||
|
|
|
|||||||||||||
|
د بهرنۍ خندنۍ ټوکې له کتابه
که زما منې هوایي سفر کوه!
د سمندر په سر ناببره د یوې څلور ماشینه الوتکې یو ماشین له کاره ووت، پیلوټ امر وکړ: ټول د خوړولو شیان لاندی وغورځوئ! یو آن وروسته يې دویم ماشین له کاره ولوېد او پیلوټ امر وکړ: ټولې څوکۍ لاندی وغورځوئ! همداسې وشول، لږ وروسته يې درېیم ماشین هم ودرېد؛نو پیلوټ اعلان وکړ: ټول بکسونه وغورځوئ! لږ وروسته يې څلورم ماشین هم له کاره ولوېد او پیلوټ اعلان وکړ: اوس بل چانس بې له دې چې په اوبو کې کښېنونه لرو دهغه چا چې لامبو يې زده هغه دي ښي خواته او د هغه چا چې لامبو يې نه ده زده هغه دی کیڼې خواته ودریږي. د ښي لوری خلکو چې لامبو زده ده مخامخ مو یو ټاپو لیدل کیږی او هغه چې کیڼې خواته دی د هغو څخه مننه چې په دې الوتنه کې يې ګډون راسره وکړ. ***
الوتکه په میدان کې دوه ساعته وځنډېده د الوتنې نه مخکې دا اعلان وشو: ډیره بښنه غواړو! چې وځنډېدو پيلوټ د انجن د غږ په اوریدو نه حاضرېده، چې دا الوتکه والوځوی نو د نوی پیلوت استخدام لږ وخت ونیوه ***
یو الوتکه په بده هوا کې دوه ساعته څرخېده راڅرخېده په اخر کې پيلوټ اعلان وکړ: ښاغلو او اغلو! زه یو بد خبر او یو ښه خبر لرم. بد خبر دا دی چې د الوتکې تېل خلاص شوی دی او ښه خبر دا دی چې د ښه مرغه یو پراشوټ لرو زه لاندی ځم او مرسته غواړم.
|
||||||||||||||
|
|
||||||||||||||