کور              |             تګلاره         |           اړیکې          |        محمود نظری              

 

 

 

 

 د طنز په هکله مالومات 

  طنزي برېښنايې کتابتون

افغانی طنزونه 

 بهرنۍ طنزونه 

  لرغوني طنزونه

  طنزي انځورونه

 بهرني طنز لیکونکي

 افغاني طنز لیکونکي

 ستاسو نظر 

 خندنۍ ټوکې 

 کارتونونه

 ادبي مقالې

  نوري ويبپاڼې

.

 

 

دکاروباردغه بازی

 

 پر ستیج باندی سندرغاړې ډیره خپه ښکاریده.

 یو تن له بل نه وپوښتل:

- دا ولې خپه ده؟

- هغې ته اته غونچې ګلان راغله!

- دا باید لا خوشاله شوی وای!

- دا ځکه خپه ده ، چې هغې د لسو غونچو ګلانو پیسې ورکړي وې.

***

یو پښ( آهنګر) هغه هلک ته چې کار يې غوښت وویل:

که رښتیا  دې دا کسب زده دی، نو یو چکش جوړ کړه!

هلک له بازاره یو ښه چکش رانیوه او پښ ته يې ورښکاره کړ.

پښ چکش ولید او ورته یې وویل:

- ښه اوس کښېنه او سل نور راته جوړ کړه!

***

یوکارمن د تنخواه دډ ير والي غوښتنه کوله.د کارخانې مشر ورته وویل:

یو کال ۳۶۵ ورځي دی؛ په یوه  ورځ کې د کار وخت اته ساعته دی؛چې د یوې ورځي درېیمه کیږی ،یاني( ۱۲۲ )ورځې  کیږی ؛په کال کې  ۵۲ اوونۍ شته چې  په هره اوونۍ کې شنبه او یکشنبه او په کال کې څلور د بانګ رخصتۍ دی  او موږ کار نه کوو.

 ته ګوره شکر باسه !چې په کال کې ګر سره دوې اوونۍ کار کوی لا د تنخواه د ډیروالي نارې هم وهې.

***

د یوتجار د کار لومړی ورځ وه.

 وروټکیده،

تجار ژر د تیلفون غوږونۍ پورته کړ او په خبرو شو.

هو،هو،هو سل زره ډالره.... زما سلا ده.

بیا یې د راغلي سړي نه وپوښتل:

-څه امر او خدمت؟

هغه ورته وویل:

 زه تیلفونچی یم غواړم تلیفون ونښلوم.

***

یوهلک غوښتل لکه خپل پلار تجار شي؛ خو پلار یې غوښتل لومړی  هغه وازمايي؛ نو هغه يې بام ته پورته کړ او ورته يې وویل:

هر وخت چې ما درته وویل ټوپ ؛ نو ته ټوپ کړه!

پلار  يې د یو- دوه – درې په ویلو سره وویل:

-ټوپ!

هلک هم ټوپ کړل او له بامه ولوید لاس او پښه يې  مات شول

پلار یې له بامه نارې کړې!

دا دی لومړی سبق دی ، چې د چا په خوله به نه کوی!

***

دا رښتیا ده چې ستا پلار یو معجزه یې کارګر دی؟

هو! دا معجزه ده چې هغه کار کوي!

***

پیرودونکی:د کروکودایل بوټونه لري؟

پلورونکی: ستاسو د کروکودایل د پښو نمبر څو دی؟

***

یو تن خیاط ته وویل:

-دا دریشي دیي زما له پوستکي نه هم تنګه جوړه کړې ده.

-هغه ورته وویل :یاني څه؟

هغه ځواب ورکړ: زه کولی شم په خپل پوستکي کې سم کښینم؛ خو په دې درېشي کې سم نه شم کېناستلی.

***

یو تن د رستورانت والا ته

- دوې وروستې هګۍ او یوه سوځلې ډوډۍ راوړه!

- موږ يې نه لرو!

- ولې پرون مو درلودل.

***

آمرو کارمن ته :

- ته بله جمعه رخصتی غواړی؟

- بلی صیب!

- واده کوې؟ د کوم بې عقله سړي لور ستا سره واده کوي؟

- ستا لور صیب!

***

وزیر: ولې دې خپله سکرتره منفکه کړه؟

رییس: د ناروغۍ له امله!

وزیر:ولې هغه ناروغه وه؟

رییس:نه،د هغې کتو زه ناروغ کړم.

***

هغه مار چې دولت ته کار کوي څه وايي؟

دولتي مکار!

***

یو ویترنرد سهار په څلورو بجو د تیلفون په زنګ له خواږه خوبه راویښ شو. لاندی پوړته ولاړ او غوږۍ يې پورته کړه

د هغې خوا ورته وویل شول:

زه بښنه غواړم! چې له خوبه مې را ویښ کړې!

 هغه ورته وویل:

په هر صورت اوس ویښ یم څه امر او خدمت .

هغه ورته وویل : نه، نه بښنه غواړم

***

رییس او کارګر:

- ولې نن بیا ناوخته راغلې؟

- نن مې واده وو. صیب!

- ډیر ښه! نور بیا دا تکرار نه شي.

***

 

د یو برقي د کار لومړی ورځ وه خپل شاګر د ته يې چې په زینه ختلی وو وویل:

-  داسپین لین د هغه تور سره وصل کړه!

شاګرد د امر سره سم هغه دوه ویرونه سره وتړل.

استاذ : بدن خو دی ونه ریږدېد؟

شاګرد: نه!

استاذ :نو هغه بل ته لاس مه وروړه هغه مثبت دی

***

مشر: بیا ولې ناوخته راغلې؟

کارګر:وبښه صیب ! نا وخته له خوبه راکیناستم

مشر:ته باید زنګ لرونکې ګړۍ واخلي!

کارګر: مارانیولې ده صیب! خو زموږ په کور کې نهه تنه ژوند کوي او ساعت  موپه اتو کوک  کړی دی.

***

مینجر ولیدل، چې د یوه رانیونکې او کارګر شخړه ده رانیونکی  په لوړ غږ ویل:

زه بیا راځم! او له مغازې ووت او ور یې په ز وره وواهه.

منیجر، کارګر ته په ډیره غوسه وویل:

څو واري مې درته ویلي دي چې رانیونکی تل رښتیا وایي

کارګر: هر ډول چې تاسو وایاست صیب ! خوهغه ویل، چې منیجر مو بې غوږه خر دی زه نه پوهیدم چې هغه رښتیا وایي.

***

آمر : که غواړی دلته کار وکړی پاکي او سوتره ګې باید زده کړې، زموږ پاکي ډیره خوښه ده، آیا تاسو د راتګ په وخت کې خپلې پښې په هغه فرش ، چې د ور مخي ته اوار دی پاکي کړې؟

نوی کارګر: هو صیب!

آمر: او بل داچې زموږ درواغ نه دی خوښ. هلته د وره مخي ته د پښو د پاکولو فرش نه شته.

***

زما د ورور د کار د استعداد په اړه یو ټیسټ وشو.

- پایله يې څه وه؟

- تقاعد.

***

یوډم په هر کار نیوکه کوله. که به چا ویل موټر رانیسم هغه به ورته وویل: نه بابا ولې بایسیکل نه رانیسې.

یو تن ویل : زه واتیکان ته ځم.

 اوهلته  د پوپ دیدار کوم.

ده ورته وویل:ولې فرانسې ته نه ځې او برج ایفل نه ګوری  ځکه د پوپ دیدار څه اسانه  کارنه دی.

 نو دواړو د پوپ په لیدو سل ډالره شرط وتړئ.

سړی ولاړ او یو میاشت وروسته  د ډم دوکان ته ورغی او ډم ته يې وویل:

- ما پوپ ولید او هغه خبری هم راسره وکړې

- چيري دي ولید او څه يې درته وویل؟

 - زه سهار د کلیساو مخي ته ولاړ وم هغه ما ته رانژدې شو او ما ته يې وویل:

-  ښه نو څه یې درته وویل:

 - هغه زما سر ته وکتل او ويي ویل:

آیا د ځمکې پر مخ داسې یو مردار خوره ډم هم شته؟

***

یو سړی ډم ته وویل:

- زما د سر ويښتان له شا لنډ او د مخي له خوا یې اوږده  پرې کړه او په نزله کې  مې څو

ټاپوګان جوړ کړه!

- زما په اند زه دا کار کولای نه شم!

- ولې هغه بله میاشت دي وکړ.

***

ډم د یو تن مخ درې ځایه پرې کړ سړی ورته وویل:

-  یو ګیلاس اوبه خو راکړه!

ډم ورته وویل: ستا په خوله کې وېښتان دي لږ صبر وکړه!

- زه هغه نه څښم غواړم پوه شم چې ستونۍ خو مې لیک شوی نه دی.

***

 

یو ماشوم اوسړی د ډم دوکان ته ورغلل، ډم د سړي د سر او ږیرې له سمولووروسته د ماشوم د سر په جوړولو شو.

سړی ولاړ شو او ويي ویل:

زه یو سګریټ اخلم او له دوکانه ووت.

ښه ډیر وخت تیر شو خو سړی رانه غی

ډم چې لا د ماشوم په سر اخته وو ماشوم ته وویل:

- لکه چې د پلار دی هیر شوې او نه  را غی؟

هلک وویل:

هغه زما پلار نه دی، زه تیریدم هغه له لاسه ونیولم او ويي ویل: راځه سردي وړیا جوړ کړم.

***

یو پک د ډم په دوکان ې ناست و او ویل يې:

زه غواړم خپل وېښتان شنه کړم خو د درد تاب يې نه لرم که زما وېښتان لکه خپل وېښتان غوندی کړی پېنځه زره ډالره درکوم

ډم ژر خپل وېښتان وخرېیل.

***

یو سړی په بار کې ډیر پرېشانه ناست و، یوترې وپوښتل:

- وبښه! ډیر پرېښانه ښکاري؟

- دوی میاشتې مخکې مې مور مړه شوه او (۱۰۰۰۰) ډالره یې میراث راته پرېښود

- خدای دي وبښي.

- یوه میاشت مخکې مې پلار مړ شو هغه(۵۰۰۰۰)ډالره یې میراث راته پرېښود

- ډیر متاسف یم. دوتنه دی په یوه میاشت کې له لاسه ورکړی دی.

- یو اوونۍ مخکې مې عمه مړه شوه هغې (۱۵۰۰۰)ډالره  میراث راته پرېښود.

- بلکل وحشتناکه ده ، چې درې تنه د کورنۍ نژدې غړي په دوو میاشتو کې  مړه شی . ډیر وحشتناکه ده !!!

سړی یو سوړ اسوېلی وکېښ او ویې ویل:

- هو خو په دې اوونۍ کې هیڅوک تر اوسه نه دی مړه شوی.

***

د برقي جارو استازی یوه د جارو نمونه د اعلان لپاره کور په کور ګرځوله او په یوه کلی کې یو کور ته ورغی هلته یې پر غالۍ باندی د آس خوشایی وشیندل او ويي ویل:

- که دا جارو دا ټوله پاک نه کړل زه دا ټوله خورم.

د کور میرمني ورته وویل:

کیچپ ورسره غواړې؟

- مطلب مو څه دی؟

- ما تر اوسه دا چالان کړی نه دی د برق ساکټ چېرې دی؟

- موږ برق نه لرو

***

یو سړی دوکاندار ته وویل:

- زما د دوکان ټولي خوسا هګۍ په کار دي.

- تر هغه چې دا نوی ډرامه تېره نه شي او موږ يې کمیدین ونه وینو خوسا شوی هګۍ نه پلورم

- زه هغه کمیدین یم

***

یو توریست د جنوبي امریکا په یوه تاریخي ځای کې د یوه هندي نه وپوښتل:

- دا هډوکي به د څوکالو وي؟

- دسل میلونه او دوه کاله.

سړي په حیرت وپوښتل:

--له څه نه دومره دقیق وایي؟

- زه دوکاله مخکې دلته راغلی وم یو جیولوجست ویل دا هډوکي سل میلیونه کاله عمر لري.

***

دووعربو په تلویزیون کې یو لویدیځ  فېلم کوت. یو بل ته ویل:

-ګوره د فېلم هیرو د غره په څوکه له آسه لویږي.

هغه بل ویل:

نه لویږي.

دواړو پېنځوس ډالره شرط وتاړه

لومړی ویل:

تا شرط بایلی؛ ځکه ما مخکې دا فېلم لیدلی دی.

دویم ویل:

ما هم لیدلی دی زه فکر نه کوم بیا به دومره ساده شی چې هغه تکرار کړي.

***

درې بجې د شپې زنګ راغی

-  څو بجې کتابتون خلاصیږي؟

- نهه بجې، خو دا پوښتنه ولې په کور کې راڅخه کوې؟

- زه نور طاقت نه شم کولی.

بایدطاقت وکړی چې ور خلاص شی بیا ورشه.

زه ورځم نه راوځم!

***

د کار انټر ویو:

- ما په کراس ورد(په بیکاری کی د جدول خانی ډوکولو لوبه ) کې ډېرې جایزې وړې دي.

- دا ډیر ښه ؛ مګر زموږ داسې خلک په کار دی چې د کار په وخت کې هم ښه وي.

زه هغه د کار په  وخت کې کوم.

***

یوتجار په کتنځی کې ډاکټر ته وویل:

زه خپل باد  نه شم کنترولولای په دوتر په کور ان دلته چې راغلی یم راڅخه ختا کیږي  ؛ خو شکر کوم  چې له نیکه مرغه بوی اوږغ نه لري.

ډاکټر پوزه کش کړه او نسخه یې ورته ولیکله او ويې ویل:

دا د پوزی څاڅکۍ دی چې پوزه دې جوړه شوه بیا راشه چې د غوږ درمل درکړم

***

شپږ اوونۍوروسته رییس له نوی کارمن  څخه وپوښتل:

- تا ویل زما انګریزی زده ده. د کامبریج د پوهنتون شهادت لیک لړم، پېینځه کاله د کار تجربه لرم داسې مالومیږی چې هیڅ هم نه لري!

- تاویل داسې کارمن غواړم چې لوړ خیالات ولري.

***

یو د فوټبال ګولکیپر په سړک تیریدی د خلکو نارې او ګڼه ګوڼه يې ولیده، د نژدې بلډینګ د څلورم پوړ نه یو هلک چې ځوړند وو او یوې ښځې هغه له لاسه کشوه  او چیغې وهلې:

مرسته! مرسته!

هېڅوک ډاده نه وه له دومره لوړې څخه هغه ونیسي. ګولکیپر ورنارې کړل:

زه مسلکي ګولګیپر یم  هلک ایله کړه  زه یې نیسم.

ښځې هلک ایله کړ او ګولکیپر هغه لکه ګین ونیوی او شوټ يې کړ.

***

درې هلکان د انټرویو لپاره یوې فابریکی ته ورغلل رییس یې چې غوږونه نه درلودل وویل:

ووایه زه څه کمبود لرم؟

لومړی ورته وویل:

ته غوږ نه لري!

رییس امر وکړ هغه یې بهر وغوړځوی.

دویم ویل: ته غوږونه نه لري!

 هغه يې هم بهر وغورځوی.

درېیم  ورته وویل:

- ته کانتک لینز استعمالوي!

- دڅه نه پوه شوې؟

- ځکه غوږونه لري چې عینکې پرې ټینګې شي.

***

څلورو تنو د کلیفورنیا، تکزاس، بوسنیا او نیویارک وو انټرویو درلوده:

آمر ټول په یو ه لوکس هوټل کې مېلمانه کړل او سبا يې ترې وپوښتل:

د نړۍ تیز شی څه شی دی؟

د کلیفورنیا سړي وویل: مغز

د تکزاس سړي وویل: ستر ګګ

د بوسنیا هغه ویل: برق

د نیویارک هغه ویل : اسهال

هغه وویل : د ډوډۍ وروسته زه په بستر کې پریوتم  په نس مې درد شو مخکې له دې نه چې فکر وکړم ،سترګګ وواهم یا برق مړ کړم هغه ولاړل

***

 یو کشیش د ډم دوکان ته ورغی خو ډم د هغه نه پیسې  وانه خیستې

په سبا کشیش هغه ته یوکېک  او د مننې  کارت راولیږه.

بله ورځ یو سناتور د وېښتانو جوړولو لپاره ورغلی  ډم د هغه نه هم پیسې وانه خیستې.

په سبا د ډم  د دوکان و مخې ته شل سناتوران ولاړوه.

***

 یو تجارد زېږنتون د انتظار په کوټه کې ناست وو او په کاغذ يې څه لیکل چې  نرسه راغله او هغه ته یې وویل:

-ماشوم هلک دی.

هغه بېله دې چې پورته وګوري هغې ته وویل :

- ډیر ښه!  د هغه نه وپوښته هغه څه غواړی؟

***

یو میلیونر په خپل موټر کې سپور یو سړی یې ولید  چې واښه خوري. میلیونر امر وکړ موټر ودروئ او هغه سړی ته يې اشاره وکړه: چې دلته راشه.

 - ولې واښه خورې؟

- صیب پیسی نه لرم!

صیب یوه میرمن او شپږ ماشومان لرم.

- ښه راځه کور دی راوښیه.

ټوله کورنۍ دی راوله

سړی ولاړ او د ټولې کورنی سره راغی او په موټر کې د میلیونر سره سپاره شول او موټر د یو لکس موټر ومخي ته ودرید.

میلیونر ورته ویل:

- دا زما کور دی د چمن واښه  يې ډیر لوی شوی دی د ماشین زور نه په رسیږي.

***

 یو نیویارکي په کانادا کې یوې مغازې ته  ننوت او دوکاندار ته يې وویل:

داسې برقی اره غواړم چې په یو ساعت کې شپږ ونې پرې کړې!

بله ورځ هغه په شکایت راغی او ویل يې: دې ارې په ټوله ورځ کې یوه ونه لا نه ده پرې کړې.

دوکاندار د آرې ساکټ برق کې ورکړ او چالانه یې کړه د آرې غژ غژ پورته شو

کانادايي په وار ختايي و ویل:

دا غږ د څه شی دی.

***

زه غواړم د  ښځو لیډر شم

ولې د سړیو!

ځکه سړي د ښځو د لیارې پل وړونکی دي

***

 

د غاښوډاکټر و ناروغ ته :

د خولې غاښونه دی زما دي؛ ځکه د پيسو یو کښت يې پاته دی.

 

***

د بزنس د موفقیت لپاره دوه قانونه دادي: دویم دا چې بل لور ته مه وایه:

زه په هر څه پوهیږم.