|
کور | تګلاره | اړیکې | محمود نظری |
||||||||||||||
|
|
|
|||||||||||||
|
محمود نظري
پولیس،مجرم او کازي
کازي د غا ښو ډاکټر ته قسم ورکړ: چې غاښ باسم ټوله باسم او بېله غاښه بل شی نه باسم. *** کازي :درې میرمنې دې زهری پوڅکیو له خوړولو له امله مړې او څلورمه دې د لامبو په ډم کې ډوبه شوه همداسې نه ده؟! بندي: هو صیب! خو د هغې پوڅکۍ نه وه خوښه.
*** یو سړی د پولیسو دوتر ته د شکایت لپاره ورغی: - موږ څلور وړونه په یوه کوته کې ژوند کوو ، زما مشر ورور دوه پیشوګانې لري او دویم ورور مې درې سپیان لري او درېیم ورور مې یوه وزه لري، نو په کوټه کې ډیر بد بوی دی زه غواړم په دې اړه مرسته را سره وکړئ. پولیس:« ستاسو کوټه کرکۍ لري؟ سړی:«بلی صیب دوې کرکۍ لري» پولیس: نو ولې د کوټې کړکۍ نه خلاصوی چې بوی ورک شي. سړی: څه! که دا کار وکړم زما سل سره کوترې به والوزی. *** په امریکا کې يې یو سړی په برېښنایي څوکۍ اعدام وی.کازي ترې وپوښتل: خپل وروستی غوښتنه ووایه ، چې پوره يې کړم! هغه وویل: زما لاس ونیسه! *** ولی دې ټکر وکړ؟ دلته لیکلی دي: ودریږه! وګوره! او واوره! نو زه ودریدم ومې کتل او غوږ مې ونیوه. *** پولیس: مخکې مې ستا مخ بل چیري لیدلی دی؟ مجرم:یا ، صیب زما مخ تل زما د غوږو په منځ کې وي. *** د امریکا د ایف-بی -آی، سی-آی - ای او پولیسو تر منځ د جنایتکارانو د نیولو په اړه ازموینه وه . جمهور رییس غوښتل دوی وازمایي چې کوم یو بریالی دی؛ نو یو سوی(خرګوش) يې په ځنګله کې خوشی کړ او امر يې وکړ هغه پیدا کړی: لومړی یې د سی-آی - ای کارکوونکی ځنګله ته واستول: هغو د ځنګله له ټولو ژویو او نباتاتو څخه پوښتنې وکړې او درې میاشتی وروسته يې راپورټ ورکړ،چې سوی له ځنګله نه تښتیدلې ده. دویم ایف-بی -آی وار شو هغو ټوله ځنګله ته اور واچوه او را پور ټ یې ورکړ چې سوی له خپل جنایته پښیمانه شوی ده او درېیم د پولیسو وار شو هغوی ولاړه یو ګړی وروسته يې یو تور ایږ چې په ډیرو وهلو تک شین شوی و راوست. تور ایږ نارې وهلې؛ بلې زه قسم خورم چې زه تک سپین سوی یم.
*** یو سړي دمو ټر چلولو په مهال کوم شی یې تر موټر لاندی کړ نو هغه يې په یوه ټوټه کې وپېچه او د هغه خاوند ته يې راوړ او ويي ویل: - زه خواشیني یم غواړم د هغه ځای ډک کړم - سمه ده! د موږکانو په نیولو کې څرنګه يې؟ *** پولیس: ستا میرمن دو مایله هاخوا ستا له موټره لویدلې ده موټروان: شکر خدایه ! ما ویل لکه چې کوڼ شوی یم. *** یوې ښځې پولیسو ته د خپل میړه د ورکیدو راپورټ ورکوی: عمر۳۵ کاله ، غټي توري سترګې، شپږ فټه او شپږ انچه قد، تور چنګ چنګ وېښتان، پهلوان ۱۸۵ پونډه وزن، په ادب خبرې کوي، ماشومان ډیر پر ګران دی... خو ګاونډی ښځې نیوکه پر وکړه چې هغه خو د ۶۵ کاله عمر،ډنګر، پېنځه فټه قد، پوچخولی... دی. ښځې ورته وویل: زه پوهیږم خو زه نه غواړم هغه بیرته راشي. *** کازي: دا د کالو دوکان تا غلا کړی دی؟ مجرم: بلی صیب! کازي: ولې؟ -صیب میرمني مې کالي غوښتل! کازي دوسیې ته وکتل او هغه ته يې وویل:په یوه شپه کې څلور واری یودوکان ته د غلا لپاره ورغلی یې؟ -بلې صیب! د میرمنی می هغه کالي نه خوشیدل. *** یوموټر چې ۱۲۰ مایله ګړنډی روان و پولیسو هغه ته لاس ورکړ: پولیس: ولې دومره ګړندی رهي يې؟ پر ما ناوخته دی زه غواړم ژر کور ته ولاړ شم که دی سم دلیل راته ووایه ایله کوم دی. موټر وان له لږ چورت وروسته وویل: درې اوونۍ مخکې زما میرمن د یو پولیس سره وتښتیدله ما چی ته تر شا ولیدی ما سوچ وکړ هغه ته يې او هغه بیرته ماته ستنه کوی نه ځکه ګړندی شوم. *** د یو پولیس د کار لومړۍ ورځ وه د یوه پخواني مامور سره د دندی خواته ولاړ د مخابرې له لیارې ورته وویل شول چې په ۳۵ سړک کې غلا شوی ده. هغه په چټکي مو ټر راوګرځاوه، سیرین يې چالان کړ او ۳۵ کوڅې ته یې ځان ورساوه هلته ګڼه ګوڼه وه نو خلکو ته يې وویل: ځئ خپلو کورونوته! خلکو یو بل ته وکتل او خپاره شول نوی پولیس خپل همکار ته په فخر وکتل. زاړه پولیس ورته وویل: -ته سم يې؟ -ولې! دا د بس ګاډي تمځي دی. *** درو ځوانانو پولیسو ته د شاملیدو درخواست ورکړ چې یو یې یهود، بل یې ایټالوی او درېیم يې پولنډی وو. د پولیسو مشر له یهود ي نه و پوښتل: چاعیسی مر کړ؟ هغه ځواب ورکړ: رومیانو. - سم ځواب دی. له ایټالوی نه يې وپوښتل: چا عیسی مړ کړ؟ هغه وویل : - رومیانو. -سم ځواب دی. بیا یې له پولنډی نه وپوښتل: چا عیسی مړ کړ؟ هغه وویل: ډاډه نه یم! چې کورته ولاړ خپلې میرمني ته يې وویل: باور به ونه کړی په لومړی ورځ یې یوه د راز ډکه د قتل دوسیه راکړه چې قاتل پیدا کړم *** په دوبلین کې یو موټر د پولیسو له خوا ودرول شو. پولیس : تاسو نشه یاست؟ موټر وان : بلی! پېنځه پیکه وډکا مې غرمه څښلې ده؛ بیا مازیګر مې شپږ پیکه وسکي د یوه اشنا سره وڅښله؛ ماښام مې دولس پيکه برندی ستاسو ځای دی خالي وي له یوې پۍ مخي سره وڅښل او چې را تلم یو بوتل جین مې د جنګ د یو ملګری سره وڅښل ښه خوند يې وکړ ځای دي خالی وو. پولیس: معذرت غواړم له موټره کوز شه غواړم ستا سا ټیسټ کړم! هغه ورته وویل: ولې زما په خبرو دي باور نه راځي؟ *** د یو ېښځې موټر غلا شوی وو چې موټر يې پیدا شو نو هغه نارژ کړې زما د موتر کلچ نشته ، اکسیلېټر نشته، بریک نشته... پولیس ورته وویل: تاسو د موټر په شا سیټ کې ناسته یاست. *** دسي- آي- ای یو تن په کار وو درې تنه د انټرویو لپاره ورغلي وه چې دوه يې نارینه او یوه يې ښځه وه د پولیسو مشر یو نارینه ته یو ټوپک ورکړه او هغه ته يې وویل: ورشه په هغه کوټه کې ستا میرمن ناسته ده هغه ووله هغه ورته وویل : صیب زه دا کار نه شم کولای دویم نارینه هم انکا روکړ وار چې د ښځې شو هغه ته يې توپک ورکړ او ورته یې وویل: په هغه کوټه کې ستا میړه ناسا دی ورشه هغه ووله. ښځه چي کوټي ته ننوتله رښتیا میړه يې هلته ناست و نو توپک يې د میړه ټیک ته ونیوه اوماشه یې کش کړه خو توپک تش وو نو څوکي يې پورته کړه او هغه يې دومره په سر وواهه چې مړ شو *** د وکیل سپي د قصاب له دوکانه غوښه یووړه قصاب وکیل ته ورغی او پوښتنه يې ترې وکړه: که د چا سپی د دوکانه غوښه غلا کړي نو د خاوند څخه يې تاوان اخیستی شم؟ وکیل ورته وویل: - هو بلی! - ښه نو لس ډالره راکړه ستا سپي زما له دوکانه غوښه غلا کړی ده. وکیل پیسې ورکړې. سبا د قصاب دوکان ته د قانونی مشوری د فیس ۲۵۰ ډالره بیل ورسید. *** تروریستانو یو الوتکه چې وکیلان یې لېږدول یرغمل ونیول او پولیسو ته يې اخطار ورکړ که زموږ خواست ونه منل شی موږ هر ګړی یو یو خوشی کوو. *** د ښه او لوی وکیل تر منځ توپیر څه دی؟ ښه وکیل په قانون پوهیږی او لوی وکیل کازي پيژني. *** څرنګه پوهیږي چې وکیل درواغ وایي؟ چې ښونډان وښوریږي. *** دوه وکیلان د بانک په کتار کې ولاړ وو چې لس تنه غله راغلل پېینځه يې د مشتریانود جیبونو په لټولوشول او پېینځه يې دننه بانک ته ننوتله. مخکی له دې نه چې غله وکیلانو ته ورسیږي یو وکیل بل وکیل ته سل ډالره ورکړه او هغه ته یې وویل: واخله پور دی مننه *** زه مینه لرم انګریزی زده کړم خو نه شم کولای نو په بدل کې مې د بغل وېښتان اوږده کړل *** پولیسو یو هلک کازي ته راوست: کازي هلک ته وویل: ولې دې د کتابځی مشر په چاقو وواهه؟ -ما کتابونه غوښتل هغه راته ویل: دا کارت ستا نه دی او ته څه سند لري چې د نیویارک يې؟ *** يوتن چې یوه غټه المارۍ يې پر اوږو اخیستی وه یو ټکسي ته لاس ورکړ او هغه ته يې وویل: موږ دو تنه څه سامان وړو لږ مرسته راسره وکړه! هغه ورته وویل : بل ملګری دې چیری دی؟ - هغه دننه د ګرانو شیانو پسي ګرځی. ***
|
||||||||||||||