کور              |             تګلاره         |           اړیکې          |        محمود نظری              

 

 

 

 

 د طنز په هکله مالومات 

  طنزي برېښنايې کتابتون

افغانی طنزونه 

 بهرنۍ طنزونه 

  لرغوني طنزونه

  طنزي انځورونه

 بهرني طنز لیکونکي

 افغاني طنز لیکونکي

 ستاسو نظر 

 خندنۍ ټوکې 

 کارتونونه

 ادبي مقالې

  نوري ويبپاڼې

.

 

 

ځواني، مینه، واده او شک

 

 

دتوني معشوقي، چې له توني نه خپه وه . توني ته ولیکل:«زما عکسونه بېرته راواستوه».

توني هغې ته د عکسونو یوه بسته ،چې د نورو ډیرو انجونو عکسونه په کې وو د يوې پرزې سره ورواستوله، چې په هغې کې لیکل شوي و:

زه  نه پوهیږم ته کومه یوه يې؟ خپل عکس ترې واخله او نور يې بېرته راولېږه.

***

ته څه فکر کوې زه ښکلې یمه؟

- اجازه راکړه، ستا مخ ته ښه وګورم.

هو !لکه تل د جوز غوندې صاف مخ دې دی.

***

هغه داسې ګنجی دی، چې په لمر کې بې تورو عینکو څوک ورته کتلی نه شي.

***

پلار زوی ته:

ته باید واده وکړې، زه شل کلن وم چې واده  مې وکړ!

زوی يې ورته وویل:

تا زما د مور سره واده وکړ او غواړې زه  له پردو سره واده وکړم.

***

جورج پر ما ري مین و؛خو جرات یې نه درلود، چې مخامخ ورته ووايي نو په تیلفون کې يې هغې ته وویل:

- ګرانې ! ته غواړی زما سره واده وکړې؟

ماري :خود غواړم ! خو ته څوک يې؟

***

یو ځوان د ډانس په وخت کې د یوې ښکلې جینۍ نه وپوښتل: څه کار کوې؟

ښکلې جینۍ په خندا خندا ورته وویل: نرسه یمه.

ځوان هلک ورو په غوږ کې ورته وویل : کاشکې زه دی ناروغ وای او ته مې نرسه!

ښکلې جینۍ کټ کټ وخندل او ويې ویل:

دا به معجزه وای. زه په زیږنتون کې نرسه یمه.

***

زه لکه ګل ښکلې یمه.

هو لکه ګولپي!

***

که زه د شور ماشور د ټولنې رییس وای ما به هغې  ته یوه غوټه ورکړې وای!

- د هغې شونډانو ته؟

-نه، د هغې جاکټ ته!

***

جینۍ : زه لبسرین نه وهم.

هلک:ځکه نه شې کولی دومره وخت شونډان ودروې چې لبسرین ووهې.

***

یوې ښځې بلې ته :

هغه وخت چې ما خپله ګوته پرې کړه هغه پر ما په غوسه شو.

- پر هغه ډیره ګرانه يې؟!

نه، هغه غوښتل مالګه پرې ودوړوي؛ خو ما نه پرېښود.

***

ولې دې پر مخ کریم ومښل؟

- چې ښایسته شمه!

- ګټه نه کوي همداسې نه ده؟!

***

يوې ښکلې جینۍ خپل آشپز ته وویل:

- چې زما کوټې ته راځې لومړی دروازه ټکوه!

 هغه ورته وویل:

- هیڅ فکر مه کوه، زه چې درځم لومړی د کیلۍ له سوري نه ګورم.

***

- زما میرمن زما عبادت کوي.-

- له څه نه وایي؟

- هغه د ورځي درې واري زما مخي ته سوځلې ډوډۍ ږدي.

***

زما میرمن لکه نارینه ډوډۍ پخوي!

- مقصد دې څه دی!

- هغه په سختي له ستوني تیریږی.

***

- زما میړه وایي: زه ډیره ښکلې یمه!

-رښتیا چې مینه ړنده ده.

***

هلک و جینۍ ته :

زه پیسې لکه جان، جایداد لکه میشل او موټر لکه ټوني نه لرم؛ خو ته راته ګرانه یې او غواړم واده راسره وکړې.

جینۍ:په ما هم ګران يې خو تا ویل چې جان څه لری؟!

***

هغو په خوشالی واده سره وکړ.

هو، هغه خوشاله و او هغې واده وکړ

***

ستا میړه اشپز دی؟

- هو!

- اجازه راکړه دومره ووایم ، چې هغه پرون سلاته سوځلې وه.

***

 

ته هر وخت کولای شې زما میرمن وپیژنې!

- څرنګه؟

اسانه ، پسې ګوره چېری چې دوو ښځو خبرې کولې، هره یوه چې وتښتیېده هغه بله زما میرمن ده.

***

تا زما لپاره ډوډۍ توده کړه؟.

- هو ګرانه! پېشي له مازیګر راهیسې پرې ناسته ده.

***

زما میرمن لکه مونالیزا ده؟

- ستا مقصد دا دی، چې هغه لکه مونالیزا ښکلې موسکا لري.

- یا هغه داسې ډنګره ده لکه د مونالیزا د تابلو کاغذ.

***

ولې هغه ښځه هر وخت چې خپل میړه ویني تورې عینکې ږدی؟

- ځکه د هغه د ګنجي سر نه راغبرګ شوی نور د هغې سترګې خوږوي.

***

میرمن او میړه په مسافرت  روان وو ، میړه يې وویل:

وبښه ما خپل ټولې پېسي ورکې کړې.

میرمن یې په چوک چوک ورته وویل:

«څومره بد کار وشو، زه به تا پسې  ډیره خپه شم».

***

ستا خور ډیر غلیظ میک اپ کوي.

- له څه نه وایي؟

کله چې ټوکه ورته ووایم پینځه دقیقې وروسته يې موسکا مالو میږي.

***

ته فکر کوی ژوند بې خونده دی؟

- له هغه وخت چې  ته مې پیژندلی يې، هو.

***

ناوې په لومړی شپه پخلنځي ته ولاړه او پینځه دقیقې وروسته د اوښکو په ډکو سترګو بیرته راغله.

زوم: څه خبره ده؟

ناوی په داسې حال کې چې سلګۍ یې وهلې وویل:

ما د یخ ټوټې په اوبو کې واچولې، چې پرې يې وینځم؛ خو هغه ټولې ورکې شوې

***

څه کوې چې میړه دی لیکونه ونه وایي؟

د فولدر(دوسیې) نوم لیکم: د ماشین د استعمال طریقه.

***

ولې دې د واده ګوته په غلطه ګوته کړې  ده؟

- ځکه د غلط سړي سره مې واده کړی دی.

***

یوه ښځه نیمه شپه راویښه شوه ږغ يې ونیوه د ژړا ږغ يې تر غوږه شو د زینې لاندې يې ولیده چې میړه يې ولاړ دی او ژاړي،دې پوښتنه ځینې وکړه:

- څه خبره ده؟

هغه ورته وویل:

ستا  به یادیږي چې شل کاله مخکې ستا پلار راته وویل:

که زما د لور سره واده ونه کړی شل کاله دی بندي کوم.

- هو په یاد مې دي.

د سړي ژړا نوره هم  زور واخیست او ویې ویل:

نن شپه له جېله خلاص شوم!

 

***

درې تنو د خپلو میرمنو د کنترول په اړه خبرې کولې:

یوه ویل: هغه بله شپه مې میرمن په خاپوړو ما ته راغله.

- ښه نو څه یې درته ویل:

ویل يې: د کټ له لاندې نه راووځه لکه نارینه جنګ راسره وکړه!

***

که غواړې د میرمنې د کالیزې ورځ هیره نه کړې دکالیزې په ورځ واده ورسره وکړه .

***

میرمن په وره کې مېړه ته ولاړه وه مېړه يې نشه او پر کمیس يې د لبسېرین داغونه هم لیده کیده کورته راغی.

مېرمنې يې په ډیره غوسه وپوښته:

دا وخت د سهار اته بجې د څه لپاره راغلې؟

سړی په ماته خوله وویل:

د سهار د چایو لپاره.

***

پلار درې کلن زوی ته پیسې ورکولې او ورته يې ویل : پیسې په هغه ژیړ بکس کې واچوه!

 اتلس کاله وروسته هلک پوه شو چې هغه ژیړ بکس د ګاز میټر و.

 

 

***

یوه جينۍ د شپې کورته رانغله او مور ته يې تلیفون وکړ:

- زه کارولین یمه، ښه یمه، مه پرېشانه کېږه! د شپې مې موټر خراب شو،تلیقون هم نه و، ګوره بیا شورماشور ونه کړی اوله غوسې مه لیونۍ کېږه!

-دا غلط لمبر دی زما د لور نوم کارولین نه دی!

- ګوره موري ما لومړی درته وویل مه لیونۍ کېږه!

***

یو سړي خپل ګاونډی په موټر کې تر دوتره رساوه د هغه څخه یې وپوښتل:

- ستا داسې ښځه چې غټ نس ولري خوښېږي؟

-نه،

-ستا داسې ښځه لکه کلنګان غاښونه ولري خوښیږي؟

- نه،

- ستا داسې ښځه چې تیان يې تر نامه رسېږی خوښیږي؟

- نه.

نو لطفاً خپل لاسونه زما د میرمنې له اوږې لیرې کړه!

***

یوې جینۍ خپل بای فریند خپل کورته مېلمه کړ، چې د پلار او مور سره يې پېژندګلوي وشي.

پلار يې د هغه نه وپوښتل:

د ژوند لپاره څه لری؟

- هو ، جایداد لرم.

جینۍ نارې کړې: ډیرې لوکسې مغازې لري

- چيرې ژوند کوې؟

- په کلي کې کور لرم.

جینۍ نارې کړې: لوکس اپارتمان لري.

- په راتلونکي کې څه پلان لرې؟

- غواړم پر مختګ وکړم.

جینۍ نارې کړې: هغه یو رستورانت رانیسي.

په دې وخت کې هلک وپرنجل.

د جینۍ پلار   ورته وویل:

ریزش دې کړیدی؟

جینۍ نارې کړې:یا سینه بغل دی.

 

***

میرمني چغه کړه:وېښ شه!

- څه خبره ده!

-بیا په خوب کې خبرې کوې ځان کنترول کړه!

- راځه یو قرارداد وکړو ماته په وېښه د خبرو حق راکړه چې په خوب کې يې ونه کړم!

***

یوې ځوانې جوړې په یوه هوټل کې کوټه  ونیوله.

ښځې و میړه ته وویل:« ګوره خسک نه وی».

سړي د کټ لاندیې، د المارۍ شا ته، د غالۍ لاندې وکتل،د فرش لاندې یوه تخته په څلورو پيچو ټینګه شوې وه هغه يې په جیبي چاقو خلاصه کړه او له کړکۍ نه يې لاندې وغورځوله.

په سبا د هوټل خاوند ترې وپوښتل:

کوټه  مو ښه ده؟

سرویس سم دی؟

سړي ورته وویل: څومره ډیرې پوښتنې کوې؟

د هوټل خاوند ورته وویل:ځکه پرون شپه ستا د کوټې لاندی پر ناوی او زوم د کوټې قندیل راوولوید.

***

یوه ښځه بل ته :

ما خپل میړه ملیونر کړ!

مخکي له واده څه شی و؟

- بیلونر

***

یو هلک یوې جینۍ ته :

ما خپله هغه ناوکۍ ورکه کړه چې زما سره ویده کیده،ته زما سره ویده کیږې؟!

***

ته لکه زما درېیمه میرمن غوندی ښکارې!

-څو میرمنې لرې؟

- دوې

***

که سپی د شا له دروازې نه غپیږی او میرمن دې د مخې دروازې نه شور جوړ کړی ته چا ته لومړی ور خلاصوې؟

- سپي ته ځکه هغه د ننوتلو وروسته غلی کیږي.

***

ښځه تل په ریاضی کې مشکل لري!

خپل عمر نیموی،د خپل کالو بیه دوه چنده کوي او د دوستانو د میرمنو د عمر سره پېنځه کاله جمع کوي.

***

یو سړی یوې جینۍ ته نژدې شو او هغې ته یې وویل:

-زما میرمن ورکه ده!

-زه څه وکړم!

-زما سره خبرې وکړه!

- ولې؟

ځکه هروخت چې زه د یوې ښکلې جینۍ سره خبرې پيل کړم هغه پیدا کیږي.

 

***

د تیلفون زنګ راغی د وکیل پخوانۍ مېرمن وه:

- وکیل شته؟

سکرترې ورته وویل: هغه پرون مړ شو.

لس دقیقې وروسته بیا د تلیفون زنګ راغی، بیا د وکیل پخوانۍ مېرمن وه:

- وکیل شته؟

سکرترې ورته وویل:

ما درته وویل هغه پرون مړ شو.

لس دقیقې وروسته بل تلیفون راغی،بیا د وکیل پخوانۍ مېرمن وه:

زه کولای شم د وکیل سره خبرې وکړم؟

سکرترې په غوسه ورته وویل:

ما درته وویل هغه پرون شپه مړ شو، ولې دومره تلیفونونه کوې؟

د وکیل پخوانې مېرمنې وویل:

- زه پوهیږم هغه مړ دی، ما ته خوند را کوی چې دا څو واری واورم.

***

یومجرم دوه کاله وروسته له جېله وتښتید دا خبر له تلویزیون نه هم خپور شو.

دا چې پولیس په هغه پسې وه ؛ نو هغه اړ شو چې د ډیرې اوږدې لارې کور ته ځان ورسوی.

ور يې وټکوی، مېرمنې يې چیخې کړې:

مرداره! دوه ساعته کیږی له جېله راتښتیدلی يې تر اوسه چيرې وې؟!!!!

***

جان پلار ته توپانچه او میرمنې ته عطر د نوی کال تحفه رانیول او په  یوه پرزه یې مېرمې ته ولیکل:

متل دی وایي په ځان يې واهه او په ما فکر کوه.

او په غلطۍ یې دا پرزه د توپانچې سره پلار ته ولېږله.

***

زما خور د لېمو په جوس مخ مینځي.

- د تعجب  خبره نه ده چې هر وخت تروشه مالومیږي.

***

لور: مورې ! جورابې دې وباسه ډیرې ګونځې شوې دي.

مور: زما جورابې  نه دی په پښو.

***

یو سړی د لیرې سفر نه راغی د کور  مخې ته يې خپل زوی په یوه نوي بایسکل سپور ولید؛ نو پوښتنه يې ترې وکړه:

دا بایسکل دې له کومه کړ؟

زوی يې ورته وویل:

-پيسې مې پیدا کړې

پلار يې وویل: دا امکان نه لري دومره پیسې دې  پیدا کړې وي!

رښتیا ووایه؟

- چې ته نه يې هغه د بانک منیجر هره شپه زموږ کره راځي او ما ته شل ډالره راکوی او وايي: ورشه چکر ووهه، ما هغه ټولې کړې او بایسکل مې پرې رانیوه.

***

د کور زنګ ووهل شو.

سړی ورپرانیست . خواښې يې وه.

- څو ورځې درسره پاتې کېدای شم؟!

- خدای دې راوله او دروازه يې بېرته وتړله.

***

مارک د خپل ملګري د کور زنګ ووهه، مېرمن يې ور پرانیست ، هغه يې کور ته وباله، جان په تشناب کې وو، مېلمه له انتظاره ستومانه شو، د جان مېرمن ته يې وویل:

څه ښه راوتلی اندام لرې هغه را ښکاره کړه سل ډالره درکوم!

هغې لږ فکر وکړ بیا يې یو تی هغه ته ورښکاره کړ.

هغه بیا ورته وویل: بل يې را ښکاره کړه سل ډالره  نور درکوم! هغې بل تی هم ورښکاره  کړ هغه سل ډالره نور هم ورکړه .

هغه ورته وویل: زه ځم کار لرم جان ته ووایه مارک راغلی و

جان چې له تشنابه راووت د مېرمني نه يې وپوښتل:

مارک څه شو؟

مېرمنی يې وویل:هغه ویل زه تلوار لرم چې جان راووت ورته ووایه مارک راغلی و.

جان ورته وویل:

ښه زما دوه سوه ډالره دي څه کړه؟ هغه زما پوروړی و د پیسو راوړلو لپاره مې را غوښتی و

***

زما مېرمن ډیره درواغجنه ده!

هغې پرون تلیفون وکړ، چې هغه د شپې د ماري کره ده حال داچې زه د هغې کره وم.

***

یوه جینۍ چې لمن يې لنډه وه او غوښتل يې بس ته پورته شی؛ خو پورته کېدای نه شوه؛ نو د لمنې زنځیر يې لږ کښته کړ بیا يې هڅه وکړه؛ خو ونه شوه؛ بیا یې لاس بغل ته کړ لږ نور يې د لمنې زنځیر ښکته کړ؛ خو بیا يې هم ونه شوای کړای چې بس ته پورته شي په دی وخت کې له شا نه دوه لاسونه دا بس ته پورته کړه؛ دې په ډیره غوسه شا ته وکتله یو زوړ سړی يې ولید ؛ هغه ته یې وویل:

ما ستا څخه ددې کړو تمه نه لرله.

زوړ سړي ورته وویل:

ما هم ستا څخه دا تمه نه لرله  چې د پتلون زنځیر دی درې وارې را ښکته کړ.

***

مایک په اعتراف کې کشیش ته وویل:

- دیوې بدې ښځې سره ویده شوی یم ما ته عفو وکړه.

کشیش ورته وویل:

هغه ناتاشا د شا د کوڅې ده؟

- نه .

- ماری د فارم ده؟

-نه.

-فیریل د کلیسا ده؟

- نه .

-مارګریت د ټولنیږ دوتر ماموره ده؟

-نه.

مایک وروسته د اعترافه له ځانګړی بکس نه راووت او په خوشالۍ يې خپل ملګري ته وویل:

لس نور نوی  ادرسونه  مې پیدا کړل!

***

یوې جینۍ خپل بای فریند کورته مېلمه کړ او خپل پلار او مور ته يې وروپېژانده.

خو د هلک باد پرې شو.

 پلار يې هغه په سپي تاوان کړ.

هغه خپل سپي ته چې «روور» نومیده وویل:

رووره بهر ووځه!

 د هلک بل باد پرې شو.

د جینۍ پلار بیا  نارې کړل:

رووره د باندی ووځه!

خو درېیم یو يې چې لوړ غږ يې درلود په کوټه کې يې انګازه وکړه.

د جینۍ پلار په غوسه سپي ته وویل:

- رووره!  بهتره ده چې ووځې کنه نو دا ټوله په تا تاوانېږي.

***

یو سړی د واسلین د کمپنۍ لپاره اعلان کوي ؛ کلي ته ولاړ د یو کور ور يې وټکاوه  او یوې ښځې ته يې وویل:

واسلین کولای شی د ټپ، چاودي.... لپاره استعمال کړې.

- آیا تاسو په مینه کې هغه استعمالوی؟

ښځې ورته وویل:

هو د دروازې کولپ پرې لړم، چې میړه مې رانه شي.

 

***

 

 

د زړښت نښې

سپین ږیری او کشیش:

- زه (۸۱) کلن یم ، واده مې کړی شپږ اولادونه لرم او دیرش لمسیان لرم، پرون مې یوه (۱۸)کلنه جینۍ ولیده پرې مین شوم.نور خوب او خوراک نه لرم....

- پوه شوم، مجکې هم کله اعتراف ته راغلي یاست؟

- نه ، ځکه زه یهود یم.

- نو ولې ما ته وایي؟

- زه دا هر چا ته وایم زه لړمون خوړین عاشق یم.

***

يوه زړه جوړه په ځای کې پراته وه مېړه يې ویده و مېرمن يې لا ویښه وه. هغې خپل مېړه راويښ کړ  اوورته يې وویل:

- زما لاسونه ونیسه! سړي يې لاسونه ونیول او بېرته ویده شو.

هغې بیا هغه وخوځاوه او ويې ویل:

-ما مچو کړه!سړي هغه مچو کړه او بیرته ویده شو.

ښځې بیا هغه وخوځاوه او ويې ویل:

- زما غاړه په غاښ کړه!

سړی په غوسه له ځایه ولاړ شو.

- چیرې ځې؟

-ځم  له تشناب نه خپل غاښونه راوړم!

***

یو زوړ ناروغ هر وخت د شپې په دوو بجو، د سهار په پینځه بجو.... ډاکټر ته تلیفون  وکاوه او دوا به يې غوښتله.

د خدای مارونه دی دا زوړ سړی مړ شو، ډاکټر شکر ونه  وکړه ، چې د هغه له شره خلاص شو ولې د قسمت کار دی په سبا ډاکټر هم مړ شو او دوستانو يې هغه د زوړ ناروغ تر څنګ ښخ کړ، لا یو ګړی نه وو تیر شوی زوړ ناروغ تابوت وروتکاوه او ورته یې وویل:

- کوم شی د چنجانو لپاره نه لرې؟

***

یو سپین ږیری او سپین سرې ډاکټر ته ورغلل. ډاکټر د سپين ږیري د کتو وروسته  په شک د هغه له میرمنی  نه وپوښتل:

- هغه اوس ښه دی؟

هغه وایی، چې سهار مې د تشناب دروازه خلاصه کړله؛ نوملایکو څراغ راته ولګاوه او چی راوتم بیا يې چراغ مړ کړ.

سپین سرې چیغې کړی:

- هو، نه !  هغه بیا په یخچال کې بولې کړې دي.

***

یو اتیا کلنه جوړه ډاکټر ته ورغله او غوښتل يې چې میرمن يې کوچنی په نس کړی

ډاکټر یو بوتل ورکړ چې د بولو نمونه راوړی.

په سبا دواړه راغلل او ډاکټر ته یې وویل:

ما لومړی کیڼ لاس. بیا ښی لاس، زما میرمنې لومړی ښی لاس، بیا خپل کیڼ لاس ، بیا ما خوله، بیا هغې خپله  خوله؛ خو د بوتل سر خلاص نه شو.

***

یوې زړې ښځې د خپل میړه سره موټر وانی کوله چې پولیس هغوی راوګرځول او سړی ته یې وویل:

-ولې دومره تیز ځې؟

هغه خپلې مییرمنې ته چې کڼه وه به زوره وویل:

وايي ولې تیزه روانه یې؟لایسنس دی راکړه!

- هغه وایې لایسنس دې راکړه!

پولیس لایسنس وکوت او ويې ویل:

ښه تاسو د کارولینا یاست!

زه څه موده هلته وم او هلته د یوې ډیرې بیشرمې ښځې سره اشنا شوم.

ښځې له میړه نه وپوښتل:

هغه څه وایي؟

هغه په زوره ورته وویل:

زه سوچ کوم هغه تا پیژني.

***

د یو سپین ږیري څخه د ټوخې په وخت کې مصنوعي غاښونه ولویدل او مات شول اوډیره يې خوا بده شوه او ويې ویل:

بل سیټ به له کومه کړم!

د هغه یو ملګری ورته وویل: چورت مه وهه زه به سبا یو بل سیټ د ورور څخه درته راوړم. او بله ورځ یې له وروه یو سیټ غاښونه ورته راوړه.

سپین ږیري په ډیره خوښۍ ورته وویل:

ډیره مننه ! زه نه پوهیدم چې ورور دی د غاښ ډاکټر دی.

ملګري يې وویل:یت هغه ډاکټر نه دی هغه  مرده شوی دی

***

ستاد مېړه  وروستۍ هیله څه وه؟

هغه ویل: ددې کیک یوه ټوټه راکړه.

تا ورکړه؟

- نه ، ما کیک د هغه د فاتحې د مېلمنو لپاره پوخ کړی و.

***

درې سپین ږیري د هیروالي په پار ډاکټر ته ورغلل:

ډاکټرد یوه نه وپوښتل:

دوه ضرب دوه څو کیږي؟

هغه ورته وویل:۱۹۴.

ډاکټرد دویم نه وپوښتل:

هغه ځواب ورکړ:۶۵

ډاکټرد درېیم نه وپوښتل:

دوه ضرب دوه څو کیږی؟

هغه ځواب ورکړ : څلور

ډاکټر په خوښۍ وویل: شاباس! څرنګه پوه شوې؟

- ډیر ساده د ۱۹۴ نه مې ۶۵ منفي کړه

***

 

ډاکټر یوې ښځې ته وویل:

ته شپږ میاشتي نور ژوند لرې.

-او خدایه څه وکړم!

- ډاکټر ورته ویل:

- د یو محاسب سره واده وکړه.

ولې هغه زما ژوند اوږدوالای شي؟

- نه ، د هغه سره ژوند اوږد درته مالومیږي.

***

 

 دیوې ۶۵ ښځې زوی وزیږید او دوستان يې په ناباورۍ د هغې لیدو ته راغلل او د روغبړ وروسته يې ترې وغوښتل،چې هلک وویني:

- هغې ورتهوویل: اوس نه

شل دقیقې وروسته بیا ځینو هیله وکړه:

کولای شو هلک ووینو؟

- اوس نه

- نیم ګړۍ وروسته بیا دوستانو غوښتنه وکړه هلک کتلای شو؟

هغې ویل اوس نه.

دوهساعته

وروسته يې دوستان بې حوصلې شول او ويې پوښتل:

- نو څه وخت یې لیدلای شو؟

-موږ باید د هغه تر ژړا پورې انتظار وکړو.

- ولې؟

- ځکه زما هیر دی ،چې مې هغه چیرې ویده کړی دی.

***

 

یوه زړه ښځه ډاکټر ته ورغله او د نه حاملګۍ ګولۍ يې وغوښتې.

ډاکټرورته وویل:په دی سن کې دا ګولۍ څه کوې؟

- د ښه خوب  لپاره!

- څرنګه؟

دا مې د لمسې د ا ورنج په جوس کې اچوم او کراره ویده کېږم.

***

 

 

بیرته پورته