کور              |             تګلاره         |           اړیکې          |        محمود نظری              

 

 

 

 

 د طنز په هکله مالومات 

  طنزي برېښنايې کتابتون

افغانی طنزونه 

 بهرنۍ طنزونه 

  لرغوني طنزونه

  طنزي انځورونه

 بهرني طنز لیکونکي

 افغاني طنز لیکونکي

 ستاسو نظر 

 خندنۍ ټوکې 

 کارتونونه

 ادبي مقالې

  نوري ويبپاڼې

.

 

دماشومتوب خیالونه

 

 

یو هلک په  باسیکل یوه سپین سرې ووهله، سپین سرې په غوسه ورته وویل:

- چې په باسیکل نه پوهیږی ولې يې چلوی؟

هغه ورته په خوشالي وویل:

- په باسیکل پوهیږم؛ خو په زنګ يې نه پوهیږم!

***

ولې دې کوچنی خور ژاړي؟

!- زما ساندویچ غواړي

- د هغې ساندویچ څه شو؟

- هغه ما وخوړ!

***

 

پلاره! چنجی خوند کوي؟

- البته چې نه، ولې دې دا پوښتنه وکړه؟

- ځکه همدا اوس تا په سلاته کې یو وخوړ!  

***

یو هلک چې پلار یې نوی بایسکل ورته اخیستی و خپلی مور ته يې نارې کړې

«ګوره موري! نه لاسونه». بیا يې لاسونه پورته کړه.

« ګوره موري ! نه پښې »بیا يې پښې پورته کړ ې او ډب ولویید.

هلته ولاړو هلکانو نارې کړل:

ګوره  موري!نه غاښونه.

***

-  مور! زه سوپ نه خورم.

- زه پوهیږم، چې ته يې په پنجه پورته کولی نه شې.

***

مور وزوی ته:

- تا بیا جګړه کړی او دوه غاښونه دی ورک کړي دي.

ماشوم په خوشالي ورته وویل:

- ما نه دي ورک کړي دا دي په جيب کې مې دي.

***

څرنګه دې مور پوه شوه ،چې نه يې لمبېدلۍ؟

- زما هیر شول چې صابون لوند کړم.

***

چې د ټام  مور کورته راننوتله؛نو ټام په ژړا  شو او ویل يې زه جان ووهلم!

مور يې ترې وپوښتل:

- څه وخت يې ووهلې؟

- پرون

-نو اوس ولې ژاړې؟

-زما هیر وه!

***

پلاره! دا رښتیا ده چې موږ له خاورو نه جوړ شوي یو؟

- هو زویه!

- چې لانده شو بیا ولې نه خټې کیږو.

***

د لندن نه تر نیویارک  پوری په سفر کې یو ناړام ماشوم ټوله سپرلۍ تر پوزې ورسوله،یو سړی په غوږ کې ورو  ورته وویل:

- ولې بهر لوبې نه کوې!

***

مور! زه کولی شم  دلته لامبو وکړم؟

- نه دلته شارک شته.

- نو ولې پلار لامبی؟

- هغه بیمه دی.

***

جولې! د ماهیانو ټانک ته لږاوبه واچوه!

- ما پرون لږ ورواچولې هغه يې لا تر اوسه نه دي څښلي.

***

مور و زوی ته :

ولې دي د عمه په ځای( بستره) کې شرمښکۍ ایښې وه؟

 - ځکه مار مې پیدا نه کړ.

***

کوچنۍ جینۍ مورته چای دم کړ،مور يې په خوشالۍ وویل:

- زه نه پوهیدم چې ستا چای دمول هم زده دي؟!

 هغې په خندا وویل:

- دا خو دومره کار نه دی؛ اوبه جوش کړه؛ چای  ورواچوه؛ بیا يې په جالۍ صاف کړه؛ خو ما جالۍ پیدا نه کړه؛نو د مګس کش نه مې تیرې کړې.

مور يې چيغې کړې: هو خدایه!

د مګس کش نه دی چای تیرې کړې؟؟؟؟

لور يې په سړه سینه وویل:مه وارخطا کیږه! ما نوی مګس کش نه دی استعمال کړی.

***

لور ې! د کلیزې لپاره څه غواړې؟

- یو نانی هلک.

یو کال وروسته يې د مور ز وی پیدا شو.

بل کال یې پلار د نیک شګون لپاره بیا له لور نه وپوښتل:

- سږ کال په کلیزه کې څه غواړی؟

- یو د بیزو  بچی.

***

د یو هلک یو بوټ په پښو او پر سړک رهی وو، یوې ښځې ترې وپوښتل:

- یو بوټ دی ورک کړی دی؟

هغه ورته وویل:

-نه ! ما یوازې همدا یو پیدا کړ.

***

څو میلمانه د یو ښکاري کورته ورغله د کور میرمني هغوی ته د هوسۍ غوښه پخ کړی وه

کوچني زوی يې له موره وپوښتل:

- څه شی دې پخ کړې دي؟

پیغلې لور يې وار تر مخه کړ او ويې ویل:

د سخوندر غوښه ده!

پلار يې وویل: نه!

لور يې بیا نارې کړه د سرکوزي غوښه ده!

پلار يې وویل: نه! زه یوه نښه درته وایم: دا هغه حیوان دی چې کله کله  مومور د مینې تاسو  د هغه په نوم یادوي.

هلک په خور چيغې کړې:

تو  یې کړه د سپي غوښه ده.

***

پلاره! دا رښتیا ده، چې په افریقا کې هلک او جینۍ د واده تر شپې یو بل نه پیژني؟

پلار: هو داپه هر هیواد کې کیږی.

***

یو یولس کلن ماشوم ویلون غږاوه او سپي يې ورته کوړنجیده.

پلار يې ورناری کړي:

زویه! داسي کمپوز وغږوه چې سپي پرې پوه شي.

***

يو هلک او جینۍ د واده په دویمه ورځ تر مازیګره تر سترګو نه شول، دوستانو يې هغوی لټول.

هغو د یو اته کلن ماشوم نه چې د زوم وراره وو وپوښتل:

تا ټام او جولي نه دي لیدلي؟

هغه ورته وویل:

پرون ماښام مې ټام ولید د واسیلینو په ډبلي پسې ګرځیده، ما هغه ته د خپلو واسیلینو ډبلي   ورکړ.

- په ډبلي کې څه و؟

- ګلو(سریښ).

***

یو بنجاره د یو کور وره ته ودرید د هغه هلک نه چې هلته په زینو کې ناست وو وپوښتل:

- پلار دی په  کور کې دی؟

- هو!

سړی بیا د زنګ توکمي ته ګوته وروړه؛ خو هیچا ځواب ورنه کړ.

سړی بیا هلک ته وویل:

- ته وایي ستا پلار په کور کې دی؛ نو ته ورنارې کړه!

هغه ورته وویل:

- زموږ کور په هغه بله کوڅه کې دی.

***

پلاره ! ته په پټوسترګو لاسلیک  کولای شې؟

- هو!

- نو په پټو سترګو زما پارچه لاسلیک کړه.

***

ښوونکی: د اور د لګیدو په وخت کې ولې باید ټیټ خلک مخکې او جګ خلک  ورپسې ودریږي؟

شاګرد: ځکه چې اوږده کرار سوځي.

***

آیا دا لازمه ده په کلیسا کې ټول چوپ اوسي؟

- بلې! شاید ځینې ویده  وي.

***

یو سړي د یو کور زنګ وواهه . یو هلک، چې سګړیټ يې په لاس کې وو راووت.

- هلکه  مور دې په  کور کې ده؟

 هلک د سګړیټ دود پوپ کړ او ځواب يې ورکړ:

- ته څه فکر کوې؟!!!!

***

ښوونکی او زده کوونکی:

- که دوه سویان ولرې او څلور نور ونیسې ، څو کیږی؟

- اوه

- دوه مڼې لرې او څلور نور هم له دوکانه اخلې څو کیږي؟

- شپږ

- شاباس! نو که دوه سویان ولرې او څلور نور ونېسې څو کیږی؟

- اوه.

- دا څنګه اوه کیږی؟

شاګرد په خوشالی وویل:

ځکه یو په کور کې لرم.

***

زده کوونکي او ښوونکی:

- هر چا چې سم ځواب راکړ هغه کولای شي ژر کور ته ولاړ شي!

چا ویل: زه ویده یم!

یو زدوه کوونکی ځواب ورکړ:

لوتر کینګ.

- شا باش! کور ته تلای شې.

ښوونکی:

چا ویل:دا مه وایه چې وطن څه راسره کړی....

ماری لاس پورته کړ:

کیندی.

شاباس! کور ته تلای شې.

په دی وخت کې شا ته  شورماشور شو ښوونکی شا ته مخ واړوی او ویې ویل:

زه غواړم ددې سپۍ خوله بنده کړي.

مارک نارې کړې: کلینټن. صیب زه کولای شم کور ته ولاړ شم.

***

یو ماشوم مور ته وویل:

سل ډالره راکړه، چې اسکوټر پرې رانیسم.

مور يې ورته وویل: د خدای څخه يې وغواړه!

ماشوم د خدای په نامه یو لیک ولیکه

ډاګي لیک چې د خدای په نا مه و د رییس جمهور دوتر ته یووړ.

رییس جمهور چې لیک ولوست؛ نو پنځه ډالره يې ورواستول.

ماشوم چې لیک پرانیست د پنځو ډالرو چیک يې ولید نو یو بل لیک يې د هغه په ځواب کې ولیکه:

ګرانه خدایه! د پیسو څخه مو مننه! پوهیږم چې دا  دی د واشینګټن له لیارې را استولی دی او دولتي غلو د هغه نه (۹۵)ډالره ګرځولي دي.

***

یو هلک بل ته :

- زما د اکا یو پښه د لرګو ده!

- زما د عمه یوه سینه د لرګو ده !

***

 یو هلک په برقي زینو ولاړ او لاندی يې په ځیر ځیر کتل.

یوه ترې وپوښتل:خیرت دی؟

- بلی مننه، زه منتظر یم، چې زما لویدلې ژاولې بېرته را پورته شي.

***

زما د اکاد زوی په زیږیدو په  ورځ يې پلار یوویشت ډزې وکړی؛خو ټوله ختا شوې.

***

یو ماشوم د المارۍ شا ته پټ و د مور او د هغې د ملګري خبرو ته يې غوږ نیولی و. د موټر د بریک د نیولی دږغ سره يې مور وارختا شوه او نارې يې کړې هغه دی زما میړه راغي او خپل ملګري ته يې وویل : ورشه د المارۍ شا ته پټ شه!

ماشوم نوی راغلی سړی ته د المارۍ په شا کې وویل:

دلته ډیره  تیاره ده، زه ډاریږم او چیغې وهم!

سړي ورته و ویل:پېنځه ډالره درکوم چیغې وه وهه!

یو ګړۍ وروسته يې بیا هغه وخوځاوه او ورته يې وویل:

دلته ډیره  تیاره ده، زه ډاریږم او چیغې وهم!

سړی ورته وویل:

دا لس ډالره واخله او چیغې مه وهه!

دا معامله تر پینځوس ډالرو ورسیده

شل دقیقې ورو سته د موټر د تلو ږغ شو او موټر ولاړ.

سړی د المارۍ له شا راووت او ولاړ.

هلک یو ورځ د مور سره بازار ته ولاړ او ځان ته يې یو باسیکل رانیوی.

مور يې ترې وپوښتل : دا پيسې دی له کومه کړې؟

که ماته نه وایي ورشه کشیش  ته اعتراف وکړه ګناه به دي لږ شي.

هلک د اعتراف لپاره کلیسا ته ولاړ په ځانګړي خونه کې ودرید، هلته ډیره تیاره وه ، هلک نارې کړه:

دا ځای ډیر تیاره ده زه ډاریږم او چیغې وهم!

کشیش ورته وویل:

لطفاً دا کیسه نوره مه تکراروه !

 

***

مور او پلار خپل یو درې کلن زوی په برنده کې ودراوه او ورته يې ویل:

-ته ګوره او راپور راکوه چې  څوک څه کوی؟

هلک هم لکه خبرونه چې وایي په ویلو شو: هغه دی د پولیسو موټر راغی، د میشل د کور مخي ته ودرید. د کيڼ لاس د ګاونډی  کور ته یو د کتابو المارۍ راغله. ماری بازار ته ولاړه. د جان مور او پلار مینه سره کوی.

مور يې په هېښتیا نارې کړه:ته هغوی وینې  چې مینه کوی؟؟؟؟

هلک :

- نه!

نو له څه نه پوهیږی  چې هغوی مینه کوی؟

 ځکه چارلی هم لکه زه په برنده کې را پور ته ولاړ دی.

 

 

بیرته پورته