کور              |             تګلاره         |           اړیکې          |        محمود نظری              

 

 

 

 

 د طنز په هکله مالومات 

  طنزي برېښنايې کتابتون

افغانی طنزونه 

 بهرنۍ طنزونه 

  لرغوني طنزونه

  طنزي انځورونه

 بهرني طنز لیکونکي

 افغاني طنز لیکونکي

 ستاسو نظر 

 خندنۍ ټوکې 

 کارتونونه

 ادبي مقالې

  نوري ويبپاڼې

.

د م . نظری د«بهرنۍ خندنۍ ټوکې» له کتابه

 

بیچاره ډاکټران او ناروغان

۴

 

 

ډاکټر صیب! ولې دې د سلو پونډو بیل را استولی دی زما د زوی  یو غاښ دې ډک کړي دی، هغه لس پونډه کیږي

- دا سمه ده، چې ستا د زوی یو غاښ مې ډک کړی دی،خو د هغه په چیغو لس نور ناروغان وتښتېدل.

***

ما هغه دوا چې تا دفرنېچر لپاره راکړې وه غلطه استعمال کړه.

- نوره غواړې؟

- نه! مرسته غواړم، چې فرنیچر وښورومه

***

ډاکټره ، ډاکټره! زما وېښتان تویېږي ، ما ته یو شی راکړه!

- دغه کاغذی کڅوړه واخله.

***

ډاکټره ، ډاکټره!زه فکر کوم سپی یم!

- له څه وخت راهیسې دا فکر درلوېدلی دی؟

له هغه وخته، چې لا کوتری وم

***

ډاکټره ، ډاکټره!زه فکر کوم سپی یم!

- دلته په دې څوکۍ کښېنه!

-سپی اجازه نه لري په څوکۍ کښیني

***

ډاکټر صیب! زما غاښونه ژیړ شوی دی څه وکړم؟

- سره نیکتايي ورسره وتړه.

***

ډاکټر صیب! د دوو غاښو د اېستلو څو غواړې؟

- اتیا پونډه.

-دا ډیر ګران دي، کومه بله لاره نشته، چې ارزانه وي؟

-بې له بېهوشۍ شپېته پونډه غواړم!

- دا هم ګران دی

- که په پلاس يې وباسم  بیا شل پونډه غواړم.

- دا هم ګران دی

-ډاکټر سر وګراوه او ویي ویل:

- که زما شاګرد یې د تجربې په پار وباسی او پرې زده يې کړی بیا لس پونډه غواړم

- دا ښه ده !

- نو زما د میرمنی نوم ولیکه

***

په روغتون کې د یوه هلک ورور وزېږیده ، هغه هلته یوه  جینۍ ولیده چې پښه يې تړلې ده نو په خوښۍ یې د هغې نه وپوښتل :

- څومره وخت کیږی دلته یې؟

- شپږ میاشتي

- کولای شم زوی دی وګورم؟

- زه زوی نه لرم

- ډیره کراره يې زما مور دلته په دوه ساعته کې زوی پیدا کړی

***