کور              |             تګلاره         |           اړیکې          |        محمود نظری              

 

 

 

 

 د طنز په هکله مالومات 

  طنزي برېښنايې کتابتون

افغانی طنزونه 

 بهرنۍ طنزونه 

  لرغوني طنزونه

  طنزي انځورونه

 بهرني طنز لیکونکي

 افغاني طنز لیکونکي

 ستاسو نظر 

 خندنۍ ټوکې 

 کارتونونه

 ادبي مقالې

  نوري ويبپاڼې

.

د م . نظری د«بهرنۍ خندنۍ ټوکې» له کتابه

 

بیچاره ډاکټران او ناروغان

۳

 

دا د قوت ګولیو ماته ګټه ونه کړه.

ولې؟

ځکه زه نه شم کولای د ګولۍ د بوتل سر خلاص کړم.

***

لامبل د ډوډۍ خوړلو وروسته زیان لري!

-خو زه د ډوډۍ خوړلو وروسته پرشا لامبم

***

یو سپین ږیري ته غټه جایزه راوتلې وه ددې لپاره، چې سکته ونه کړي؛نویو ډاکټر ته دنده ورکړل  شوه، چې دی دې خبر اوریدو ته تیار کړی.

ډاکټر سپين ږیري ته وویل:

- که تا ته کومه غټه جایزه راووځي څه پرې کوې؟

سپین ږیري وویل:نیمايي يې تا ته درکوم!

ددې خبرې په اوریدو سره ډاکټر په خپله سکته وکړه.

***

ولې دی دواړه غوږونه سوځلي دي؟

- ما اوتو کاوه چې ټلیفون راغی ماد غوږۍ پر ځای اوتو پورته کړ

نو د بل غوږ دی ولې وسو؟

- بیا زنګ راغی

***

ته پوهیږی زویه، چې نرسې ولې ستا مور ستا د زېږیدوپه وخت کې په چپلاغه ووهله؟

- نه!

-چې ته پیدا شوی ما نرسې ته اشاره وکړه چې تاته وګوری ستا په لیدو هغه ستا مور په چپلاغه ووهله

***

ډاکټر صیب! ډیر ناروغه یم، په مشکل سا باسم په لاره تلای نه شم، ضعف راباندی راځي ما ته یو نسخه راکړه!

- دا ده یوه پرزه قبر کن ته

***

ډاکټر صیب! زه به ښه شم زما ملګری وایې یو ناروغ برانشیت و؛خو د زړه له حملې نه مړ شو

هیڅ فکر مه کوه زه ،چې هره ناروغی تشخیص کړم  ناروغ د هغې ناروغۍ څخه مړ کیږی

***

عملیات په خیر تېر شو دا یوه پښه مو در پرې کړه

- خو یو بد او یو ښه خبر درته لرم:

- ژر يې راته ووایه!

- بد خبر دا دی موږ غلطه پښه پرې کړې ده او ښه خبر دا دی ، چې بله پښه دی هم څه نقص نه لری

***

ډاکټر صیب! ډیر وېرېږم دا مې لومړی وار دی ،چې عملیات کوم

- هیڅ فکر مه کوه زما هم لومړی وار دی

***