|
کور | تګلاره | اړیکې | محمود نظری |
||||||||||||||
|
|
|
|||||||||||||
|
د«بهرنۍ خندنۍ ټوکې» له کتابه
د نقلیه وسایلو ستونزې
یو ټکر شوی وو،ډیره ګڼه ګوڼه وه او ډیر لارویان په راټول شوی وه. یو خبریال خلکو ته ددې لپاره چې لار ورکړی وویل: لاره راکړئ زه د قربانی شوي زوی یم. یو ورته وویل: هلته خر موټر وهلی دی *** یو سړي په اورګاډي کې ژاولې ژولې ، یوه سپين سرې يې تر څنګ کیناستله هغه ته يې وکتل او ويې ویل: دا ښه نه ده ځوانه، چې زما سره خبرې کوي زه کڼه یمه *** موټروان پولیس ته: لاروی نه پوهیده کومی خواته ولاړ شی؛ نو ما په موټر وواهه *** یو بزګر خپل زوی په لاري کې د یو کار پسې بل کلی ته واستاوه دوه ساعته تېر شوه د هغه خبر مالوم نه شو پلار یې له موبایله زنګ ورتیر کړ. - چېرې ورک شوې؟ -په لاره کې مې یو سرکوزی تر موټر لاندی کړ. -خیر له سړک څخه يې لیرې که! -خو هغه نه دی مړ لغتې غورځوي، ویریږم چې خوږ مې نه کړي. - هلته د موټر په شا کې توپک پروت دی هغه وله او ترې راځه! د پلار يې زړه صبر نه شو بیا یې زنګ ورتیر کړ. - څه کوې راځه! هغه دې وویښت؟ - هو، مګر د هغه موټر سایکل تر اوسه پورې د موټر لاندی ټوپونه وهي *** یو سړی د سفر دپروګرام استازی ته وویل: مخکی کال بهاماس ته ولاړم چې راغلم میرمن مې اومیدواره وه. دوه کاله مخکې بالي ته ولاړم چې راغلم میرمن مې اومیدواره وه.داسې ارزانه ځای راوښیه چې سږکال هغه له ځانه سره بوځم
-***
|
||||||||||||||