|
کور | تګلاره | اړیکې | محمود نظری |
||||||||||||||
|
|
|
|||||||||||||
|
د«بهرنۍ خندنۍ ټوکې» له کتابه
ترانسپورتی ستونزې-۲
د امریکا او جاپان تر منځ د بیړۍ چلولو لوبه وه خو جاپان هغه یووړه. د امریکا د المپیک کمیټې ټېم پولیسو ته دنده ورکړه، چې په دې اړه څېړنه وکړي د لسو میلیونو ډالرو مصرف وروسته هغو مالومه کړه چې د جاپان له اوو تنو څخه یې یو منېجر دی. بل کال بیا لوبه وشوه د امریکا بېړۍ څلور منېجران اودرې مرستیالان لرل او لوبه يې بایلوده. بیا لس میلیون ډالره ورته منظور شوه چې څېړنه وکړي چې غلطي چېرې وه. *** یو انګریز، یو فرانسوي، یو مکسیکويي او یو تکزاسي په یوه الوتکه کې سپاره وه. الوتکه خرابه شوه او پيلوټ اعلان وکړ: درې تنه دی ځانونه وغورځوي! لومړی انګریز په ناامیدی لاندی وکتل او د ژوندۍ دي وي ملکه په ویلو يې ځان وغورځاوه. فرانسوي هم لاندی وکتل او د ژوندۍ دي وي فرانسه په ویلو یې ځان وغورځاوه تکزاسی« الامو» په یاد شو مکسیکويي يې له لا سه ونیوی او ځان يې له الوتکې نه وغورځاوه. *** یو موټروان، چې ټوله شپه يې موټر چلولی وو د دوه ګړۍ خوب په پار يې موټر ودراوه؛ خو لس دقیقې وروسته یوه د موټر ښېښه وټکوله او پوښتنه يې وکړه: - څو بجې دي؟ - اووه بجې! لس دقیقې وروسته بیا ښېښه وټکیده: - څو بجې دي؟ - اووه او لس موټر وان به یوه کاغذ ولیکل: زه په وخت نه پوهیږم او هغه يې په ښېښه ومښلاوه لس دقیقې را نه وې تېرې شوې ، چې بیا یو ښېښه وټکوله او ويي ویل: - اووه او شل دی ***
|
||||||||||||||
|
|
||||||||||||||