کور              |             تګلاره         |           اړیکې          |        محمود نظری              

 

 

 

 

 د طنز په هکله مالومات 

  طنزي برېښنايې کتابتون

افغانی طنزونه 

 بهرنۍ طنزونه 

  لرغوني طنزونه

  طنزي انځورونه

 بهرني طنز لیکونکي

 افغاني طنز لیکونکي

 ستاسو نظر 

 خندنۍ ټوکې 

 کارتونونه

 ادبي مقالې

  نوري ويبپاڼې

.

د«بهرنۍ خندنۍ ټوکې»  له کتابه

د اورګاډی ستونزه

 

یوسړي له لندن څخه ایدنبرا ته سفر کاوه په لاره کې يې له ټکټ کنترولونکی  څخه وپوښتل:

- زه نیویارک(د انګلستان یو ښار دی ) ته ځم هلته مې میرمن په روغتون کې منتظره ده.

- موږ هلته سټاپ نه لرو! خیر زه به ډرېور ته ووایم ،چې اورګاډی لږ کرارکړی او زه به  تاښکته  کړم.

د نیویارک په سټېشن ،چې د اور ګاډي سرعت شل مایله ته ورسېده کنترولونکی دی له غاړې ونیوه او چې پښې يې پلاتفورم ته ورسېدې کنترولونکی هغه ایله کړ او د ی د توازن په خاطر همداسې په ځغاسته شو، چې ونه لوېږی په دې وخت کې دبوفیت د منېجر سترګې په ده ولګېدی هغه فکر وکړ،چې دی غواړي اورګاډي ته وخېژي؛نو دی يې له غاړی ونیوه او اورګاډي ته يې راپورته کړ

***

یوهلک،چې رنګ يې تک سپین شوی وو خپل انډیوال ته ویل:

- ما د اورګاډي سفر ناروغه کوي به ځانګړي ډول هغه وخت، چې شا مې اینجن ته وي.

-ولې د مخامخ سړي سره دی ځای نه بدلوی؟

- زما هم همدا فکر وو؛ له بده مرغه د مخامخ سیټ خالي و

***

یو سړی له میلان څخه روم ته په اورګاډي کې سفر کاوه او د ټکټ کنترولونکی ته يې وویل:

زه باید په« پراتو» کې کښته شم، دا لس زره لېرې واخله او ماهلته راويښ کړه!

خو لومړی سړی چې راکښېناست روم ته نژدې وو؛ نوډير   په غوسه وو، خو دومره نه وو په غوسه لکه هغه ،چې ټکټ کنترولونکی په« پراتو» کې په زوره له اورګاډي څخه وغورځاوه

***