کور              |             تګلاره         |           اړیکې          |        محمود نظری              

 

 

 

 

 د طنز په هکله مالومات 

  طنزي برېښنايې کتابتون

افغانی طنزونه 

 بهرنۍ طنزونه 

  لرغوني طنزونه

  طنزي انځورونه

 بهرني طنز لیکونکي

 افغاني طنز لیکونکي

 ستاسو نظر 

 خندنۍ ټوکې 

 کارتونونه

 ادبي مقالې

  نوري ويبپاڼې

.

د زړښت نښې

سپین ږیری او کشیش:

- زه (۸۱) کلن یم ، واده مې کړی شپږ اولادونه لرم او دیرش لمسیان لرم، پرون مې یوه (۱۸)کلنه جینۍ ولیده پرې مین شوم.نور خوب او خوراک نه لرم....

- پوه شوم، مجکې هم کله اعتراف ته راغلي یاست؟

- نه ، ځکه زه یهود یم.

- نو ولې ما ته وایي؟

- زه دا هر چا ته وایم زه لړمون خوړین عاشق یم.

***

يوه زړه جوړه په ځای کې پراته وه مېړه يې ویده و مېرمن يې لا ویښه وه. هغې خپل مېړه راويښ کړ  اوورته يې وویل:

- زما لاسونه ونیسه! سړي يې لاسونه ونیول او بېرته ویده شو.

هغې بیا هغه وخوځاوه او ويې ویل:

-ما مچو کړه!سړي هغه مچو کړه او بیرته ویده شو.

ښځې بیا هغه وخوځاوه او ويې ویل:

- زما غاړه په غاښ کړه!

سړی په غوسه له ځایه ولاړ شو.

- چیرې ځې؟

-ځم  له تشناب نه خپل غاښونه راوړم!

***

یو زوړ ناروغ هر وخت د شپې په دوو بجو، د سهار په پینځه بجو.... ډاکټر ته تلیفون  وکاوه او دوا به يې غوښتله.

د خدای مارونه دی دا زوړ سړی مړ شو، ډاکټر شکر ونه  وکړه ، چې د هغه له شره خلاص شو ولې د قسمت کار دی په سبا ډاکټر هم مړ شو او دوستانو يې هغه د زوړ ناروغ تر څنګ ښخ کړ، لا یو ګړی نه وو تیر شوی زوړ ناروغ تابوت وروتکاوه او ورته یې وویل:

- کوم شی د چنجانو لپاره نه لرې؟

***

یو سپین ږیری او سپین سرې ډاکټر ته ورغلل. ډاکټر د سپين ږیري د کتو وروسته  په شک د هغه له میرمنی  نه وپوښتل:

- هغه اوس ښه دی؟

هغه وایی، چې سهار مې د تشناب دروازه خلاصه کړله؛ نوملایکو څراغ راته ولګاوه او چی راوتم بیا يې چراغ مړ کړ.

سپین سرې چیغې کړی:

- هو، نه !  هغه بیا په یخچال کې بولې کړې دي.

***

یو اتیا کلنه جوړه ډاکټر ته ورغله او غوښتل يې چې میرمن يې کوچنی په نس کړی

ډاکټر یو بوتل ورکړ چې د بولو نمونه راوړی.

په سبا دواړه راغلل او ډاکټر ته یې وویل:

ما لومړی کیڼ لاس. بیا ښی لاس، زما میرمنې لومړی ښی لاس، بیا خپل کیڼ لاس ، بیا ما خوله، بیا هغې خپله  خوله؛ خو د بوتل سر خلاص نه شو.

***

یوې زړې ښځې د خپل میړه سره موټر وانی کوله چې پولیس هغوی راوګرځول او سړی ته یې وویل:

-ولې دومره تیز ځې؟

هغه خپلې مییرمنې ته چې کڼه وه به زوره وویل:

وايي ولې تیزه روانه یې؟لایسنس دی راکړه!

- هغه وایې لایسنس دې راکړه!

پولیس لایسنس وکوت او ويې ویل:

ښه تاسو د کارولینا یاست!

زه څه موده هلته وم او هلته د یوې ډیرې بیشرمې ښځې سره اشنا شوم.

ښځې له میړه نه وپوښتل:

هغه څه وایي؟

هغه په زوره ورته وویل:

زه سوچ کوم هغه تا پیژني.

***

د یو سپین ږیري څخه د ټوخې په وخت کې مصنوعي غاښونه ولویدل او مات شول اوډیره يې خوا بده شوه او ويې ویل:

بل سیټ به له کومه کړم!

د هغه یو ملګری ورته وویل: چورت مه وهه زه به سبا یو بل سیټ د ورور څخه درته راوړم. او بله ورځ یې له وروه یو سیټ غاښونه ورته راوړه.

سپین ږیري په ډیره خوښۍ ورته وویل:

ډیره مننه ! زه نه پوهیدم چې ورور دی د غاښ ډاکټر دی.

ملګري يې وویل:یت هغه ډاکټر نه دی هغه  مرده شوی دی

***

ستاد مېړه  وروستۍ هیله څه وه؟

هغه ویل: ددې کیک یوه ټوټه راکړه.

تا ورکړه؟

- نه ، ما کیک د هغه د فاتحې د مېلمنو لپاره پوخ کړی و.

***

درې سپین ږیري د هیروالي په پار ډاکټر ته ورغلل:

ډاکټرد یوه نه وپوښتل:

دوه ضرب دوه څو کیږي؟

هغه ورته وویل:۱۹۴.

ډاکټرد دویم نه وپوښتل:

هغه ځواب ورکړ:۶۵

ډاکټرد درېیم نه وپوښتل:

دوه ضرب دوه څو کیږی؟

هغه ځواب ورکړ : څلور

ډاکټر په خوښۍ وویل: شاباس! څرنګه پوه شوې؟

- ډیر ساده د ۱۹۴ نه مې ۶۵ منفي کړه

***

 

ډاکټر یوې ښځې ته وویل:

ته شپږ میاشتي نور ژوند لرې.

-او خدایه څه وکړم!

- ډاکټر ورته ویل:

- د یو محاسب سره واده وکړه.

ولې هغه زما ژوند اوږدوالای شي؟

- نه ، د هغه سره ژوند اوږد درته مالومیږي.

***

 

 دیوې ۶۵ ښځې زوی وزیږید او دوستان يې په ناباورۍ د هغې لیدو ته راغلل او د روغبړ وروسته يې ترې وغوښتل،چې هلک وویني:

- هغې ورتهوویل: اوس نه

شل دقیقې وروسته بیا ځینو هیله وکړه:

کولای شو هلک ووینو؟

- اوس نه

- نیم ګړۍ وروسته بیا دوستانو غوښتنه وکړه هلک کتلای شو؟

هغې ویل اوس نه.

دوهساعته

وروسته يې دوستان بې حوصلې شول او ويې پوښتل:

- نو څه وخت یې لیدلای شو؟

-موږ باید د هغه تر ژړا پورې انتظار وکړو.

- ولې؟

- ځکه زما هیر دی ،چې مې هغه چیرې ویده کړی دی.

***

 

یوه زړه ښځه ډاکټر ته ورغله او د نه حاملګۍ ګولۍ يې وغوښتې.

ډاکټرورته وویل:په دی سن کې دا ګولۍ څه کوې؟

- د ښه خوب  لپاره!

- څرنګه؟

دا مې د لمسې د ا ورنج په جوس کې اچوم او کراره ویده کېږم.

***

 

 

د زړښت نښې:

 

زاړه لومړی خپل نوم هیروي ، څوک نه پیژني، وروسته يې هیریږی چې د پتلون زنځیر وتړي او وروسته وروسته يې بیا هیریږي چې خپل زنځیر ښکته کړي. 

د غوږونو وېښتان يې تر سر ډیر وي

هر ځای يې درد کوی هغه ځای  يې چې درد نه کوی بیا کار نه کوی، ښځې يې خوښیږي، خو نه پوهیږي چې ولې.

چې ویده شي خلک  فکر کوی مړ دی.

بېله سیکسه ویدوه کیدای شي خو نه بې عینکو.

***

 

یو کوچني هلک او انا يې د بڼ څخه د بڼ پاڼې ټولولې هلک یو چینجی ولید، چې له یوه کوچني غار څخه راووت؛ نو انا ته يې وویل:

که دا چينجی بیرته دې کوچني غار ته ننباسم پینځه ډالره راکوې؟

انا يې  وویل: هو،

هلک کوټې ته ننوت پر چينجي يې د وېښتانو سپرې وواهله؛ چینجی سیده شو او هغه يې بې کومه ربړه په غار ننویست.

انا يې پینځه ډالره ورکړه او په خندا خندا کوټې ته ننوته نیمه ګړۍ وروسته راووته او پینځه ډالره يې نور هم لمسې ته ورکړه.

هلک ورته وویل: انا تا خو مخکې یو وار پینځه ډالره راکړه!

هغې په خندا ورته وویل: دادې د نیکه له خوا دي.

***

 یو سړی د لامبو حوض ته ولاړ؛خو نیکر یې هېر شوی وو؛ شاوخوا يې وکتل هېڅوک نه لیدل کېده؛ نو يې بې له نېکره  حوض ته ورټوپ کړ؛ د لامبو وروسته راووت  هلته یې دوې زړې ښځې ولیدې؛ چې د ده خوا ته راځي ده هم په بیړه یو سطل؛ چې هلته پروت وو  واخیست او ځان ته يې ونیوۍ او د خوشالۍ یې یوه ژوره سا وېستله.

یوې ښځې ورته وویل:زه کولای شم ستا مغز ولولم.

ځوان هلک وپوښتل : رښتیا! نو زه اوس څه سوچ کوم؟

هغې په خندا ورته وویل:

 ته اوس فکر کوې دا سطل بیخ لري.

***

یو فرانسوی د مېرمنې او خواښې سره افریقا ته په سفر ولاړ.

زړې ښځې د هر څه او هر شي نه شکایت او مسولینو ته يې ښکنځل کول او لور يې ورسره تاییدوله ( د اب  و هوا، هوټل، خلکو، پولیسو او هیواد ته ) .پولیسو دوی ونیول او بندی يې کړل او کازي هر  یوه ته د پېنځوس پېنځوس لښتو جزا وټاکله.

دوی ته وویل شول د جزا نه مخکې کولای شي یو خواست مومنؤ.

مېرمنې يې وویل: یوبالښت مې پر شا وتړئ دهغې پر شا یې بالښت وتاړه او پېنځوس لښتې   یې پر پښو او ملا ووهله.

 د خواښې نه يې وپوښتل: ته څه غواړې؟ هغې چې د لورپه پښو باندې د لښتو چیغې په یاد شوی . نو یې وویل:

یو بالښت مې پر ملا او بل مې پر پښو وتړئ.

ددې وار هم تیر شو

د سړی نه يې وپوښتل:

ته څه خواست  لرې؟

هغه وویل: دا یوه ښځه مې پر پښو او دا بله مې پر شا وتړه او د پېنځوسو لښتو پر ځای مې سل لښتې ووهئ.

***

د نیویارک څخه تر میامي  په الوتنه کې یوه زړه ښځه د یو تجار څنګ ته ناسته وه او هغه ته شله وه:

ته یهود یې؟

- نه ، نه یم مور!

- زه باور لرم ، چې یهود يې!

- ستا لپاره وایم ښه یهود یم.

زړې ښځې سر تر پایه تر نظر تیر کړ او ويې ویل:

نه درواغ وايې لکه یهود نه مالومیږې!

***

یوه زړه ښځه د لومړی ځل لپاره له کلي نه ښار ته راغله په یوه لکس هوټل کې يې  ځای ونیوه د هوټل یو کارګر یې بکس ورسره واخېست او لفت ته ننوتل.

کارګر ددې بکس کېښود

ښځې نارې کړې :ګوره ځوانه!زه زړه یمه خو ساده نه یمه دا کوټه ډیره کوچنۍ ده کړکۍ هم نه لري، هوا کښ هم نه لري او بل دا چې بستره هم نه لري.

کارګر ورته وویل: دا کوټه نه ده دا لفت دی

ښځې ورته نارې کړې: ما د کوټې پیسې ورکړي نه د لفت.

***

دوه زاړه په رستورانت کې ناست وه او د یو بل سره يې خبرې کولې:

یوه ویل : میرمن مې چټله ده چینجان لري.

نو ولې ورسره ژوند کوې؟

- څه وکړم زما ماهیان خوښ دي او هغه ډیر چنجان لري.

***

یوه زړه جوړه ډاکټر ته ورغله.

ډاکټر د ناروغ نه چې کوڼ وو وپوښتل:

کمیس دې وباسه!

هغه  مخ خپلې میرمنې  ته کړ او اشاره يې وکړه : ډاکټر  څه وایي؟

هغې په زوره ورته وویل : هغه وایي کمیس دي وباسه.

بیا ډاکټر ورته وویل:

جرابې دی وباسه.

میرمنې يې ورته په زوره وویل:

- جرابې دې وباسه.

ډاکټر يې میرمنې ته وویل: د بولو او مواد غایطه نمونه يې راوړه!

سپین ږیري و خپلې میرمنې ته اشاره وکړه چې څه وایي؟

هغې ورته وویل:

هغه ستا نیکر غواړي!

***

دوو وړونو د مور سره یو ځای ژوند کاوه دوی یوه پیشو هم درلوده. یو  ورور يې د یوې اوونۍ لپاره کلي ته ولاړ او درې ورځي  وروسته یې کور ته تیلفون وکړ:

- څه خبره ده؟

-ورور يې ځواب ورکړ: پیشو مړه شوه!

مسافرورور يې وویل:

- تا باید داسې نه وای ویلي ، هغه ما ته ډیره ګرانه وه.دې خبری زما پر اعصابو ډیر بد تاثیر وکړ.

تا باید ویلي وای: چې هغه بام ته ختلې وه ما اطفاییې ته تیلفون وکړ هغوی راغلل هغې ته يې تور خپور کړ هغه يې ونیوله خو هغه بیا وتښتیده بیا مو هڅه وکړه ؛ خو هغه له بده مرغه له بامه ولویده او مړه شوه، پوه شوې!

-بلې!

ښه ودی نه ویل مور څرنګه ده؟

- هو هغه بام ته ختلی وه....

 

***

ددې لپاره ، چې خپل شکل وساتې لکه زما  انا د ورځي پېینځه کیلو متره ځغله.

په پېينځه ویښت کلنۍ کې همداسې وه لکه په ۶۵ کلنۍ کې اوس د ۹۷ کلنه ده هغه ډول ده.

هغه چېرې ده؟

- نه پوهیږم له پېینځه ویشت کلنۍ نه ورکه ده.

***

دوه زاړه میننان چې د روح سره یې دخبرو مهارت هم   درلود وعده سره وکړه که هر یو مړ شو بل به يې د روح سره تماس نیسي.

د بده مرغه نارینه يې مړ شو او میرمنې يې  یوه اوونۍ  وروسته د (سینس) له لیارې تماس ورسره ونیوی.

 ما اورې جو!

- هو بلې لیوران  زه ستا ږغ اورم.

ډیر خوشاله شوم، چې ستا ږغ اورم، څه حال او احوال دی؟

- شین اسمان دی،نرم باد چلېږې، ښایسته لمر دی.

ټوله ورځ څه کوې؟

- چې لمر راوخېژی  سبانهاری کوم بیا تر غرمې مینه د غرمې ډوډۍ وروسته لږ دمه کوم بیا مینه بیا  دماشام ډوډۍ خورم او بیا ویده کېږم

ښځې په هېښتیا و پوښتل: ښه جنت دا ډول دی؟

- زه په جنت کې نه یم، زه په ایرزونا کې سوی( خرګوش) یم.

***

 یو سړی په تشناب کې پر ترازو ولاړ او نس یې لاندی کښېکاږه.

میرمنې يې فکر وکړ، چې وزن لږوي؛ نوورته يې وویل:

زه فکر کوم فایده نه کوي.

مېړه یې وویل:

د لمبر د لیدو لپاره بله چاره نشته.

***

دارلینګ سبا زما د مور کلیزه ده یو څه ورته خوښ کړه. د هغې برقي شیان خوښیږي.

- برقي څوکۍ ورته واخله!

***

هغه کومه ښځه ده چې پوهیږي میړه يې ټوله شپه چېري تېروی او دا هیڅ نه وایي:

کونډه.

***

یوې ښځې یو سندوک د چپرکت لاندی ساته ميړه  يې هر وخت ترې پوښتل:

- په سندوک کې څه دي؟

 خو دې هیڅ نه ویل. د واده په ۲۵ مه کلیزه کې يې مېړه ته وویل:

ته غواړې ددې سندوک په راز پوه شې .

هغه وویل :

هو.

- هر وخت چې ما تا ته خیانت کاوه ما یوه دانه جواری سندوک ته اچاوه.

مېړه يې سندوک پرانیست هلته دوه دانې جواراو دېرش زره ډالره وه.

مېړه يې د دوو دانو جوارو په لیدو خوشاله شو او ویې ویل:

دا دوی دانې بد نه دي؛ خو دا دېرش زره د څه شی پيسې دي؟

- چې سندوک به ډک شو مابه هغه پلورل.

دا هم بدې پيسې نه دي.

 

***

 

تا خپله دوا تر لامبو وروسته وخوړه؟

- نه د لامبو د اوبو تیرولو وروسته د دوا لپاره ځای نه وو.

***

یوه ښځه درملتون ته ورغله او وې ویل:

- تاسو غټي بوغی پلورې؟

 - هو.

- زه غواړم وګورم  هغه څوک پیرودي.

 

***

بیرته پورته