TR_Da Sadrey

طنز

محمود نظری

 

 

دصدرۍ غټ جیبونه

 

دلته د سایز په اندازه هر چا ته څوکۍ جوړیږي

هر چا ته د غلا په اندازه جیبونه د صدرۍجوړیږي

په دې بې خولې  خلکو هر ډول ناولي  بابولالې چلیږي

دا وطن کله د ارګ دغلو د خولو په پسکۍ جوړیږي

په دې پکو   غټو  ټپوسانو اعتبار مه کوه د ښکار

دا وطن په رنګونو ، کله په رنګ بدلونکی څمڅکۍ جوړیږي

د وطن ناوې ښه ډیر پسولو نه  او سینګارونه  غواړي

افغانی خواره  ناوې کله  یوازې په یوه نتکۍ جوړیږي

دوطن خلکوته د ښادیو ډک    دستر خوان په کار دی

داملا ماتۍ بی خانده ملت کله مازې په ټګۍجوړیږي

پسرلی رنګارنګ ګلان ، شنه باغونه  او بلیلان  غواړي

پسرلی کله  د بهر راغلی په یوه دانه توره  توتکۍ جوړیږي

وطن ته خدمت  کله  په داسی لاپوکو ځان مینو غلو کیږي

ازاد وطن  د مشر په شخو برېتونو او  ډانګ لکۍ جوړیږي

ډاکټرانو  دهر درد لپاره پاراسیتامول نه دي  په کار

د نس درد بیا   کله کله یوازې  په وطني سپېرکۍ جوړیږي

ناوې تا ته په هر  کار کې خوشحالي  اوخندا په کار نه ده

دواده په شپه  د  موراو پلار  زړه ستا په  هنکۍ جوړیږي

داشغال دولت دی همدومره   مردارۍ  یې لا لږ دي

دلته هر دوره  ښېښه محل د ډبل په چټاکۍ جوړیږي