TR _ Zanana

 

طنز

محمود نظری

 

 

زنانه کراسي

 

 سول ټول محفلونه  دلته خاص او سوچه ښځینه

میلمنهويپه هر محفل کې پریګله،مالچه او نګینه

شو شش .سنتی ،نکاح، ختم ، ګرځیدنه او واده

تر سره کوي مخ فطیره، ړنده لب غونچهاو زرینه

ودونو  کې پيدا سوه پرده،جلا سوه  نارینه  او ښځینه

خوند د ښځو خواته سو بیمزه سوه خواد بچه او مردانه

دسازیانو نڅاه ګانو اوکمرې  ځای سو خوا د  ښځینه

په جنجالی سیاسي تبصرو واوښت بيوزله لاچاره نارینه

جوړ سول له ښو بریتورو ځوانانو  سیاسي مفسیران

یا کور کي لوښي مینځي یا ساتي ماشومان بیچاره نارینه

حقوق اوس  دوه چنده سوی   د ښځو په دې دنیا کې

که څه ووایيله هره خوا خوري پيچي نوکاره نارینه

دولت او سیاست دلته  ښځې ډیر ښه چلوي  دنیا کې

له بریتورو نارینویې  غلطهکړې ده باغچه اوبېرانه

 سوی دی سړيپه دې ټولنه کې بلکل لونډر  اوبیکاره

ځکه سوی افغانی محفلونه ټول په ولکه د ښځینه

نمایش وی هر محفل کې دهرې یوې  ددرو څلور جوړو

په کې ګرځي مینی ژوب شګون طلا ، ګلغونچه او ترانه

تر اخیره نڅاه کوي زړه شاه ګله  شاکوو او انارګله

هندي ګانو ته ناڅي کړوپه شابوبو، زاغچه اوسکینه

پیوند ګله ،  شرین ګله ، پکه  بی بی نازو اونخره بازه

چکچکیانی دي دهرې  کوږدې ،واده چړچه اوبلنه

نارینه یوازې محفل  ته خپلي  سینګار سوي ښځې رسوي

 هلته بهر په یو کونج کې ناست وي منتظر د کلچه او میوه

ښځی تر مخه او نارینه ورپسې  وی ان پهبازارو کي

وړي د خپلو  ښځو رانیولې   د کالو  لویه بوغچه نارینه

وطن کې دښځو حقوق صفردی دلته سوی سل چنده

حیا دي وي امریکا کې ان دجنو سره کوي کوږده زنانه

***

دانګلستان مقتدردولت چلوي دلته  واکمنيښځې

دارګ واکمن  مونارینه دي  بې موسمه تر ښځینه

که مو لوی مشران وای ښځې وطن به مو اباد وای

 څه په کار یوازې  زنانه ږغه  اوسینګار سوي دبل الهنارینه

ددې زمانې ښځې ديله هر چا څخه باتوره او بې ډاره

ښځینه سویبریتور  نارینهنارینه سوی پرسر رچهښځینه