TR _ Zamray

محمود نظری

طنز

 

 

! زمری که پسه ؟ 

 

پسه نښکه او سمبول دی د شوده

شین زمری نښه ده د زړوراو سوده

مه ږغوه دسمبولونو سرچپه سرنده

اول یې زده کړه بیا یې کړه کوژده

څه مه وایه چې په خبرو پوهیږې  نه

له خپل  نابغه عقله لمن  پورته کوه مه

***

یو څیرونکی ظالم ځیناور دی زمری

تر ټولو بې  وسه او بیخبر دی وری

خاوند ته وفادار او فرمانبر دی سپی

د لوده ګي  او شوده توب سر دی غویی

یا چوپ سه یاسمه ماناداره خبره کوه

له خپلو کولمو راباسه خوړینه خبره مه

***

د خلکو پسه یاني تر ټولو لوده

چې د هر چا ظلم ته وي بې وسه

څوک یې لم خوري څوک یې غوښه

تل شخوند وهي دا په غم دنس اخته

یا چوپ  اوسه یاسمه خبره کوه

په بې خوندو خبرو دښمن خندوه مه

***

چې خپل حق اخیستلای نسي هغه

خلک وایي هغه دی هم  لکه پسه

هغه مشرته هم  ویل کیږي پسه

چې نه  یې په خاین زور رسیږي نه غله

هغه څه مه وایه چې په پوهیږې  نه

توره کښلې بیا کونه کښلې  ښه د ه نه

***

زمری هر بیګناه  ژوندی څیري

خپل پریږده  دبل حق لاخوري

علامه یې پوهان په جنګ کې کاروي

سپي ته نه ښایي ځان زمری وښيي

یا چوپ سه یاسمه ماناداره خبره کوه

په اپلاتو په بیعقلو  ځان ګرانوه مه

***

چې  د ولس حق نسې  اخیستلای

خپل یو والي نه سوای لیري کولای

نه خاین نه پساتي ته څه شي ویلای

نه امنیت نه عدالت سي راوستلای

هغه مشره ته خلک وایي دی پسه

مه آسماني کیږه آسمانې خبرې کوه مه

 

***

دا دولس کاله ولي چوپ  او غړوپ وې ؟

ناببره اوس ولي کړپ او کړوپ کړې ؟

څه ګټه چې اوس خړپ اوخړوپ کړې؟

دا چا یو وار ولي لیونی سړوپ کړې ؟

دبا غيرتو دکور مېلمه واکمن وي نه

په چټیاتو اواپلاتو دښمن خندوه مه

 

***

چې کله قره قلي یوه بغله پرسرکړې

له اړله  د بې اهلیتو لیډر سې

چې کله ناکله لونګۍ  پرسرکړې

بیا لکه زوم خبرې د فیل اوغر کړې

په بدلو ځان ملی شخصیت کولی سې نه

په دی مسخرو خبرو دښمن خندوه مه

***

کله چرسي کله تاریاکي سې

کله روښنایي کله تاریکي سې

کله دخاین یار کله د پاټکي سې

کله آرام کله  دبرات پټاکي سې

متل دی چې خرابه ښځه د بل ده

چوپ سه ځان ته ښکنځله کوه مه

***

بهتره ده ولس ته مرغی د هما سې

نه زمری  نه پسه ستوری دسبا سې

د وطن چغالانو ته توره تر ملا سې

د رمې  لیوانو ته تندر اوبلا سې

تازه هګۍ اچوه ، خوسا پخه  نه

یا ښه خبره وکړه یا چوپ پاته سه

 

***

یوه ورځ له یوه لاس او پښې ټکوې

بله ورځ له هغه سره ناست څټ ګروې

ورسره شیدی ایله یا ورته غاښونه چیچې

اوس چې تر چاړې لاندې سا اچوې

خبرې نوی کوه ورستې راباسه مه

په اپلاتو په خرو ځان ګرانوه مه

***

مه جنګ کوه مه ژاړه لکه مکاره

کارمندا ن دي دي لکه ښځه مرداره

د درواغو سولې مه وهه نغاره

کله زنار په غاړه کله تقوا داره

په یو باد  ټنبه ولس خوشحال وه مه

د ځان ناپوهې خپله ښکاره کوه مه

***

موږ ته مالومه  ده ستا هغه الغا تلغا

سپین کاغذ ،لویه جرګه ، تربوخه هوا

ځان دي ا یسته د تاریخ له ملامتیا

اخیر دي په توره شپه  کې کړه امضا

لومړی خبري زده که بيا ئې وکه

له خپل نابغه  عقله پرد ه پورته کوه مه

***

[ لاس اوپښې ټکول] بې تابي او بې صبري،[ څټ ګرول ] خجل کیدل ، [آسماني ویل ] چټیات  ویل،[غاښ چیچل] غوسه اوقهر،[ شیدې سره ایله کول ] له یو بل سره مینه یا دوستي  [ تر چاړې لاندې سا اچول] د ژوند اخیري ګړی.