TR _ Whaakh

محمود نظری

طنز

 

واخ ! څه درباندې  وکړم !

 

آه ! خپله خاوره مې درته زندان کړې ده .

 وای !  غاښونه درباندې لګوم

ایشو !ګوتې،اونور غړي مو ډالۍ وړم

 اخاه ! دکشتار ګروپ درلیږم

اخ !  دلته عیسویان  روزم

 ارمان ! قران مو سوزم

هی هی  !په ماشومانو مو تیری کوم

  اوهو ! دشپې برید درباندې کوم

وۍ ! بې ګناه مو وژنم

 افسوس! مړي مو سوځم

واچ ! نور څه درباندې وکړم

اوه! په بولو مو لمبوم

اې خوارکیه !

 اې افغان ګیه!

 شکرمشران  مو زما مرییان دی

 شکر ډالر خوران مو زما   مرییان دی

 ټاب ! په ورور دی وژنم

 اوپ وای ! ورور په تا وژنم

  اوسوز  ! څه درلاندې وکړم

وایه ؟؟

  هی ! هی !

څه درباندې وکړم؟

 اخ !

 واخ !

 وایه ؟؟

اخاه ! څه درباندې وکړم

دریغا ! څه درباندې وکړم؟

اخ ! اوپ!  اخاه!  وۍ!

 اخ وی!!!!