TR _ Watan

طنز

محمود نظری

 

 

وطن دښمن بد دی که نظام دښمن ؟!

 

 بیا تور ښامار د وطن دنوم د ژوندی تیریدو لپاره خوله خلاصه کړې

 دا وار یې انشاءالله په دې غټ هډوکي  دخولې او کونې بخۍ   شلیږي

خیر که  ډارن دولت سزا نه ورکوي د ولس صحرایي محاکمه ورته ګوري

 وبه وینې هر وخت د نر پښتون سراو مال   دنوم د خپلي ابۍ جاریږي

 

دا پردي دلالان دي چې له ایرانه  یې   دخراسان نوم اجاره اخیستی

د داعش او خراساني په ارکاره کې یو شان زهري جلبۍ پخیږي

 داعش يې د طالب او خراسان يې دافغان په نوم درته پيدا کړ

افغانان له اوله  دانساني شیطانانو يه دې پټه ډبۍ پوهیږې

 

 ولې دلته نه محاکمه کیږي هغه  مکتبي اصلي د وطن دښمنان؟

افغان یوازې ولي دامریکا په خوا له سپين لونګۍ سره جنګیږي؟

دا نظام خود  نه آبادیږي  ځکه قانون يې  سراسرځنګلي دی

 ددښمن په ګټه ورور د  خپل ورور سره په پار د  اشرفۍجنګیږي

 

کله هم دلته محترم ارګ کوم وطن دښمن محاکمه کړی دی؟

افغان ولي د وطن دښمنانودبقا لپاره وژل او بې ککرۍ کیږې ؟

پدرام رحیمي  چې دوطن بوین دي  ان  قاضي پزه ترې  اړولې

پدرام رحیمي  زویه  ! موږ پوهیږو د چا موړلی ته نڅیږې؟!

 

 افغانه ته ولې د وطن د اصلي  بوینو په خړوسکو نه پوهیږې

افغانه ته ولې یو ټینګه لغته د دې اجنتو  پښتۍته نه کیږې

که داسې چرګان بې وخته دشپې ستا په کور کې اذانونه کوي

که یې سمدسي  حلال نه کړي ته په لوی  کور کې کورګۍ کیږې

 

دا شین چمن باید اول ددې  پردي خرو د اتڼ خلاص سي

کنه اې افغانه  ددوی دلاسه اخیر بی بوټو  او خولۍکیږې

دوطن دښمن په افغان ، افغانستان او اسلام درسره جنګیږي

که مغلوب سوې دلته به  لکه خواجه بی خوټو اوسوخۍکیږې

 

ډبۍ( لومه)، موړلۍ ( دمار توله)،سوخۍ ( دنارینه اله)