TR _ Sourop

طنز

محمود نظری

  

سړوپ لیونیان ؟!

 

کله کله چرت وهم سره له خپله ځان

تر ټولوبه څوک لیونی وي په جهان

هغه چې ټوله ورځ ویني وب پاڼې

یا هغه شیطان چې  بولي ځان انسان

چې تور ته سپین وایي په لویه ږیره

یا د بل په غلامي خوشاله وي حیوان

یا پر منبر له ځانه غلطې مسلې کوي

ټوله عمر اخته په صفت دتور باڼجان

د خیانت  پسې یې راخیستي وي دروبین

یا د ثواب لپاره هره ورځ خوري کډوان

بې دلیله له قصده  مسلمانان ددنیا ژړوي

یا یې له لوچکي نیولی وي دبل ګرېوان

ټوله ورځ د پردو مفته وړیا غلامي کوي

یا یې کارغه ټاکلی وي  د کلي باغوان

یا غل وي هره شپه دغلاد بریا دعا کوي

یا ښه لوی عالم وي خو  نه لري وجدان

نوی پاچا پخوانی پاچا ویني په دار

یا قاضي چې اخیریې ځای وي زندان

یا چې زر زیرمه کوي رانیسي جایداد

یا  هغه دځان په ګټه بل ته رسوي تاوان

هغه لوچک چې په لوچکي  مقام غواړي

یا هغه چې جهادي دی خو نه لري ایمان

چې مار ته په لستوڼي کې ځای ورکوي

یا لیوني ته په لاس ورکوي خپل ګرېوان

یا هغه پاړسیوان چې ځان پښتون بولي

غټ سړی پښتو وایي لکه دوه کلن اېوان

***

له چورته وروسته ورسیدم دې پایلې ته

چې له ټولو زیات لیوني دي لیکوالان

ماغزه خوري  لیکي څه د دې خلکو لپاره

دهغه وخت زیان ،پیسه زیان ،سوچ زیان

روغ هغه چې د ګټې  پرسر ګټه کوي

نه د لیکوال بزنس چې ټوله دی په تاوان

یوازې لیکوالان کوي بې ګټې شیان

کتاب لیکي بیا یې چاپولو ته وي اریان

***

تر ټولو چور لیونیان دي  ادبي خره غله

د بل اثر چاپوي په خپل نوم په تغیر د عنوان

 آیا بې ادبه غلا لږ ده چې کوې ادبي غلا

دابې ادبه  غله دي تر ټولو سړوپ لیونیان

 یو یې زما بهرنی ټوکې اړوي  په... هم وخانده

یوازې  یې بدل کړي په پښتو  بهرني نومان

دې بې ادبو  ادبي غلو ته څوک څه ووايي

دا خودبینه یوازې ویني په آینه کې ځان

پام چې کتاب مو د باوري په  لاس ورنسي!!

هغه یې اوتومات اړوي په خپل نوم عنوان

زه د بهرنی خندنی ټوکو  دکتاب  ژباړن یم

 

هغه زما د ژباړلي  کتاب لیکوال دی کاردان