TR _ Shah Aghal Khar

طنز

محمود نظری

 

 

ښه اهل کار ؟!

 

برزگان وایي:

په حکومت کې راغلی د سیغل یو ډیر بد حالت دی

په ملې وحدت کې  د ښه اهل کار بیخي  ډیر قلت دی

 هغه ښه اهل کار دی  چې دنفاست یې ډیر نجاست دی

هغه ښه اهل کار دی چې په غلا کې یې ډیرذهانت دی

د ښه اهل کار یو ښه خاصیت له فسادسره ډیر محبت دی

***

پوهان وایي :

 اهل کارته  رشوت اخیستل خورا لوی بصیرت دی

اختلاص  جرم نه  ورته یو خورا  لوی خلاقیت دی

قتل  ورته جنایت نه د ودې سره خورا  لوی اعانت دی

فساد  سرغړونه نه یو عمل خورا  لوی د سعادت دی

 غولن درواغ ویل ورته ختا نه یو خورا لوی نعمت دی؟

***

 عاقلان وایي:

د ښه اهل کار دلاسه له محترمو  غلو ورک غربت دی

په هر کا رکې په روا او حلال ر شوت  ورک رذالت دی

دمځکو غصب اوپه غریبانو پلورل لوی پيشرفت دی

په قرار داد ونه کې پیسې وهل د واکمنو لوی کفایت دی

  په ټولو امورو کې ټگي برگي کول خورا لوی نعمت دی

***

ولس وايي :

 د ښه اهل کار په ټولو کاروکې دشیطان برکت دی

دواسطه دارو او اهل کار تر منځ  مهم شراکت دی

ښه اهل کار دلویو واکمنو غلو  شان اوشوکت  دی

ښه اهل کار د پساتیانو لپاره لوی  ویاړ او عزت دی

دښه اهل کار  شور و شر کول خورا لوی نعمت دی  

***

اجراییه وايي :

ښه اهل کار په ټولو ملي بین المللي عملونو عادت دی

ډالر دلته  زیرمه کوي  ، بهر په سوچ کې د تجارت دی

یوازې دلته یې په جوال ډکولو سم پوخ  عقیدت دی

دهغه هر پلان دوطن د خلکو په سم زیان اوپرت  دی

د پیسو په ټولولوکې یې  د نورو اهلو سره  رقابت دی

***

ولس وایي :

ښه اهل کار هرومرو د غلو د داړې یامالت دی

مقاومتي یا یې د اتل په ملک کې سکونت دی

دازمایلې غله په دې کارو کې لوی فضیلت دی

ښه اهل  کار هغه چې  هروخت  یې رشادت دی

ډانگیې کیدل وره تر ټولو خورا لوی نعمت دی

***

ولسمشر  وایي :

د وعدو هیرول دهر ښه اهل کار  ښه خصلت دی

د ښه اهل کار د غلاویاړ هیرول کله  مروت دی

له چکه چورو صرف نظر  نه کول لوی فراست دی

د ښه چور لپاره د پخوانۍ لاری  ښه  طوالت دی

په دوتر کې داتل انځور ځړول دهغو لوی شرافت دی

***

پارلمان وایي:

بریالی تل دلته زموږ  ښه اهل کار پل غلت دی

د بې سواده اهل کار وزیر د ډاکټر لیاقت دی

اهل د ښه غلا ته څوکۍ نه ورکول ضلالت دی

دلته د ښو اهلو غلچکو دولت همدا وحدت دی

ژیړ حرکت کول ورته  دلته  خورا لوی نخوت دی

***

ولس وايي :

ملي وحدت  د ښه فساددراتلو لوی بشارت دی

دلته خرزوري د ښه اهل کار لوی صداقت دی

د ښه اهل کار مقام تړلی د رذالت په ضخامت دی

یوازې په  ښه خیانت کې دلته ملي وحدت دی

 ځینو ته غوړمالي کول هم  خورا لوی کرامت دی

***

اجراییه وايي:

غلا نه  کول په دې وطن کې رښتیا خجالت دی

دلته  ښه اهل کار تر ټولو په کار کې ناشولت دی

د  ښه اهل کاروغلو ته ریاست دلته ضمانت دی

په ناهلوباندې په دې وطن کې سل تو  نالت دی

ټگي برگي  ښه اهل کارته خورا لوی نعمت دی

***

ارگ  وایي :

زما هر معرفي  وزیرد بلي لارې  ښه اهل  دوزارت دی

په روابطو نه معرفي کړی ما هریو  په  خپل عفونت دی

ما یو وار بیا معرفی کړی ازمایلی پخوانی  ناشولت دی

یوازې د ښو خلکو معرفي د کابینې دځنډولو علت دی

دا ټوله د اجراییه ریاست   د مقام خورا لوی ذ کاوت دی

***

ولس وايي :

ددوو میړونوناوې چې اوس تیر کړی خپل عدت  دی

له عدت وروسته یې دڅو دایکس میړه دبچو ولادت دی

گورو یو وزارت  ته یې بیا  معرفي کړی یو تولانت دی

په معرفي سویو کې لا کوم یو ښه  اهل کار د وزارت دی

خودبه ځنډیږي ځکه  عبداله نه  یوازې غني ملامت دی

***

نظري وایي :

بیاوړتیا د یو ولایت خورد دیوې ولسوالي منکت دی

ځکه دلته  دشورا نظار او ټول ملت تر منځ وحدت دی

ښه خوند کوي یو ځل بیا د نظار د گیډرانو  سیادت دی

خاین گیدړ بیا هم وزیر، والی  استازی د سلطنت دی

«نظری» چپ ، څه مه وایه همدا دغلو پولی وحدت دی!

***

 

پرت ( فضول)، بشارت( زیری).نخوت ( غرور)،مروت ( مړانه)