TR _ Reshteya

 طنز

محمود نظری

 

رښتیا دیموکراسي ده؟!

 

بې غیرته ښکنځل لکه عورته خوري

دهر واکمن لخوا مېنځي ګوته خوري

 بېغیرته لکه پلاستکی ګیندګردی دی

 هر چیری هر کله  د هر چا لغته خوري

***

ستا دنده ده لیري کول د وزیرانو

دوزیر دنده ده ګرځیدل په روغتونانو

 ګرانه باتوره په وزیرانو دي زور نه رسي

 د خرو په ځای دوړه باسې  دهغوله پالانو

***

د«کری» نوم د ارګ په خبرو  کې ولس دی

 نه پوهیږو آیا ټاکنې کار د پردي او دووس دی

 دامریکا نوی نوم په سیاست کې وطن دی

دخدای لپاره نور ددې کنایو کارول بس دی

ولس ( کری ) دا غواړي او وطن (امریکا) دا غواړي

 په دې سیاسي خبرو پوه دلته هر کس دی

سیاستمندان  اوس دا کلمې ډیر ي کاروي

د ټول ملت ویل موخه یوازې یونا کس دی

د ایزکانو  باچا لا وي تر ټولو غیرتمن ایزک

احساساتی ډارن مشر زمری د سرکس دی

***

ږغ مه لره دیموکراسي  ده

دولت نسه لوبه د بزکشي ده

دواړه خوا ته ورورکشي دی

په کاسه کې ګوله ویشي ده

یانی لوبه  روانه دغوسي ده

ږغ مه لره سمه وطنفروشي  ده