TR _ Peshaney

 

طنز

محمود نظری

 

فیشني کورت

 

ددنیا تر ټولو پوه سیاسي سړی لکه چې دا ته یې ته

دپوستین له یوې شپړې څخه درته باجه خانه جوړوي

امریکا ته بې خولې اوښږمو سړی لکه چې دا ته يې ته

دهرزور واک غله لپاره  له تا ګرانه معشوقه جوړوي

د هر غله او قاتل  په کونه درته  سپټی  غوړوي

دهر سپک څخه بیاتاته ولي صدراو اجرائیه جوړوي

ډبل  ډبل  غورځي د ټرامپ په اوږد  اوغوړ موږي

ارګپه سپیره مخ هغه ته بیا بیا ولي اداره جوړوي

ټوله ورځ اپلاتې وايي ،بابولالې، بوغاړې وهي اوغرتې

دښمن په چپه خوله وليهغه ته  د تمرد بهانه جوړوي

لږ زور او تودې اوبه   دفیشني کروتوسره په کار دي

ښه رهبران له ماشو څخه  په میچنکې ګرګیره جوړوي

 دلته د دعواجلابو په قانون ښه خوله وخوندیده

 هر پياده له ځانه د وزیر  اس فیل مهره جوړوي

 دلته اساسي قانون په هیڅ  مکار او غدار نه چلیږي

 هر یو د اساسي قانون څخه د کاغذ تشاب یوه ټوټه جوړوي

ګناه د هیچا نه ده دا وطن اشغال دی  ټوله دي مرییان

هر بګیل د چور لپاره په ارګ کې د قانون پورته  داړه جوړوي