TR _ Khodaye Waas

طنز

محمود نظری

یوه دکندها ر یوه د لندن خاطره

 ! خدای و اس ، خو له زر وکمي نه وي 

 نن بیا هغه پخوانی خاطره راپه یاد سوه ، د محترمومجاهدینو په وخت کې  په یو سرویس کې له پنجوايي څخه دکندهار ښار ته رهي وم په لارې کښې موټر ودرول سو، وارختا مې  بهر وکتل  له ځانه سره مې وویل اوس خو حکومت  خپله د هغو دی ،بل څوک پیدا  سوي دي ، چې بې ځایه موټر دروي؟

هلته بهر پر یوه څوکۍ باندې یو لس دولس کلن نانی ( هلک)  لکه ناوې سینګار سوی ناست  و او بل يې توپک په لاس سرویس ته راوخوت ، د هغه په لیدو  د کندهارانو خولې لکه ګویا خلاصې پاته سوې .

تر انجلۍ ښایسته هلک چې لکه ناوې  یې سینګار کړی و  ، سترګې یې توري کړي او پيکی یې یوې خواته اړدولی و،  نري شونډان یې  نري  سره کړي وه  ...

 سترګې نه ځنې اوښتې !

 هغه یو پټو دو نفرو سپرلیو ته ورکړ، چې په سرویس کښې يې وګرځوي .توپک يې نورو سپرلیو ته ونیوی او ویل  یې  :

خدا ی واس خو له زرو کمي نه وي !

بیا یې هر یوه ته توپک نیوی او ورته يې په غوسه لکه چې د مور پور يې ورباندې وي  ویل : واچوه ! خدای واس  خو د زرو کمي نه وي !

یو سپرلی ورته ویل : زما سره زر اوغانۍ نسته!

 هغه په ملنډو خپله میانځوۍ ګوته ورته  وښوروله  او په ملنډو يې  ویل : که نه وه په هر کمه اوغانۍ یوه ګوته درکوم !

هغه مجبوره سو خپل ساعت ، ګوتمۍ او  په داسې نور و شیانو  یې زر افغانی  ور پوره کړې

 کنه نوهلک د خپل ټول ژوند کسات ترې اخیستی .

 وضع بیخي تیاره وه ، ما داړن  دزرو پر ځای دوه زره افغانی  ورکړې 

ناني چې زما پیسې  ولیدلې : په حیرانۍ يې  وپوښتل:  څو دي ؟

 ما په خوشحالۍ   ورته  ویل: دوره زره دي  نانی مجاهد صایب!

ناني په خندا را ته   ویل:  اوس نو ته باید  په هر ډیره اوغانی یوه ګوته راکې .

په بدن مې یخه خوله راماته سوه ،له شوقه مې خوله وچه  وچه کیده ، ژبه مې پر شونډو تیره کړه

 له ځانه سره مې ویل کاشکي  پېنځه زره نور ي هم ورکړم

لا مې جیب ته لاس نه و وړی ،چې ناببره  یوه  ویره راولوېده  ، نانی خو د کومندان هلک دی ؟!

کوم دی هغه جرا ت  چې دکومندان صایب هلک ته ګوتې ورکړې؟

 هغه شا راوګرځوله او  ویله يي :

 راکه !!!!

 ما ویل : یا ولاکه يې درکم!

راکه!!!!

 ما ویل :  یا والاکه يې درکم !

 مه د سرویس نورو سپرلیو ته وکتله

 هغوی سر راته ښوروه چې پام کوه!

نانی چې پوه سو حال يي نه لرم، نو  یوټینګ کنداغ یې په اوږو کې ووهلم .

نن په لندن کې یوې ادبي  غونډې ته خبر وم   چې ددرو افغاني   انجمنونو لخوا چې نومونه يې په انګریزي وه بلنه راکړ سوې وه .

 د تالار د ور مخي ته دوه هلکان ولاړ وه .

   ما  ترې پوښتنه وکړه  : ادبي غونډه دلته ده ؟

هغو راته ویل : هو !

په نکتايي مې لاس تیر کړ او د وره خواته خرامانه  رهي سوم .

 خو یو لکه په لمانځه کې چې دچا  له مخه تیریږي  لاس راته ونیوی.

 ما جتکه وخوړله  او بریک  مې ونیوی

 هغه راته ویل :

کاکا جان!

 لومړی دلته په دې فورمه کې نوم ولیکه!

ما هم نو م، ادرس ولیکی ، په اخیره  خانه کې لیکلي  وه د راتلو وخت  .

ما ساعت ته وکتله .

 هغه هلک راته ویل: دا خانه د دونیشن (خیرات ) ده

ماو رته ویل  :خیرات خو په رضا وي!

دویم هلک په غوسه لکه چې د مور پور يې راباندې وي  راته ویل : که یې رانه کې دننه تلای نسې!

 هک پک ودریدم، چا ته ووایم ، هو عالمه په سپینه ورځ می  شکوی !

 له ځان سره مې ویل:

 وهه يې یوه چپلاغه

 ژر را په یاد سوه چې دا خو بی بی سی لندن دی .

 دلته  له هلکانو سره کله څه  ویل کیږي .

 نو له جیبه مې لس پونډه  راویستله پر میز  مې کیښودل او په غوم غوم  رهي سوم 

یو بل يې مخي ته راته ودرید او ویل يي :

کاکا مې وایې چې تر پنځلسو کمي نه وي!.

کاکا یې دننه پټ و بې ابان  يې په دروازه کې درولي وه .

 نو شل پونډې  مې له جیبه راویستله او هغه ته مې ورکړه ، منتظر سوم چې پېنځه بیرته راکړې

یوه راته ویل:

 توري نه لرو، دلته ودریځه ،چې توري پیدا کړم .

د ځان دعزت په خاطرترې تیر سوم او تالار ته ننوتلم .

 له ځان سره مې ویل: چا ویل چي تاریخ نه تکراریږي  !

خدای واس خو د شلو پونډو کمي نه وي!!

داچې په سپين  سترګې يې پیسې راڅخه واخیستې ډیر زور يې راکړ، په همدې چرت کې وم چې دکندهار   خاطره را په یاد سوه ، چې  په بې ابو یې  په رضاخلک شکول .

 د  هغه ورځي په هیله چې د غونډې په وره کې یې  پيغلې نجونې درولي وي او دونیشن په خپله ستا له جیبه واخلي ان که دا د دونیشن  پېسې د پتلون په جیب کې  هم وي .

 زما په اند په هغه وخت  کې به  خلک   ددونیش  سره مینه وښيي   !!