TR _ Khnakh

طنز

محمود نظری

 

 

جنګ زنده باد !

 

که جنګ  وي دغلو محاکمه نسته

د د یموکراسۍ کومه علامه نسته

 هر څه چي کوې کوه یې بې خاره

 د خاین لپاره کومه جریمه نسته

 خاین خپل مل ته وایي دټولو پاچا

 د ولس ورسره کومه دعوه نسته

 زورورغموردی ورته  محاکمه نسته

 هغه ته کوم  قانون او لایحه نسته

 زورورغویی چي په هر چا غورځي

  په هغه توپير د خلکو او غوېمه نسته

 پردي تر خپلو په کې ډیر حق لري

 هغه ته د مه درنګوه کومه نغمه نسته

 هر خوا ته بې قانوني ده  او خرکسي

د وطنپلور په چای کې توره شمه نسته

هر سږمور کیدای سي لوی مشر سي

 دلته تولیده  دمشرانو د ماغزه  نسته

 هر زورور هر کال مخ په لوړه ځي

 دهغو کتل د ښه کارو سې پارچه نسته

 وطن جنګل کې کوم قانون نه چلیږي

 هلته کومه د انسانیت د کړو ذمه نسته

  دهرپردی دا  اصلي وطن خپل دی  خپل

پردی خپل دی بیله خپلو په کې میلمه نسته

نر هغه دی چي یې بهرته ډیره یووړه

 دهغو د حساب کتاب کومه  نخښه نسته

 په پوهنتون  کې د سقا انځور ځړیږي

 د خرو له دې  ډیره بله   ښه  ثمره نسته

  سکته مارشال په کي  نن  پاک شهید سو

 د ناروا لپاره په کې هیڅ کومه  خانچه نسته

والي رییس جمهور ته غوره ګوته ورکوي

د دې کار لپاره  د سیاست کومه ووده نسته

موږ  خیټور په دې وطن کې جنګ غواړو

 

موږ ته له دې جنګه بل شي کې مزه نسته