TR _ Khar Rozey

طنز

محمود نظری

خر زوري که ډیموکراسي؟!

   

بښل سوې ډیموکراسي وي همداسي

دبل په زور هم خر زوري  وي همداسي

ډیموکراسۍده دلته د ملانصرالدین قبر

ددوستانو په موږ مسخرګي وي همداسي

***

کرزي ورو په غوږ کې وویل د احمد زي

که غواړې  لکه ما په ولس وکړې باداري

ټول دعبداله  پیخ پزي  ورباندې مقرر کړه

ورته آزاده کړه  رشوت ، غلا اوچلبازي

***

په  داړه مارو دا وطن  ښه جوړیږي

په دلالانو هم دا وطن ښه آبادیږي

دا وطن  سم نر  نه نر ښځی غواړي

دبل په غلامانو دا وطن ښه ودانیږي

***

پيدا ګل ماشو م مور ته تر هغه ژړا کوي

بهانه کوي غوښتنه د کلچې او حلوا کوي

بیا چاکلیټ غواړي بیا خټکی  بیا پیسې

له کوزو نه لویږي هغه څپیړه دابا غواړي

پیداګل ـ ارمونی

***

سپی چې غاپي ته چې وایې  شی غواړي

په هر څه چې  هغه ولې هغه شی غواړي

هغه چې سړی وویني ورته غاپي غاپي

دهغه عادت د ی نه چي یو شی غواړي

***

د ناکامه کاندید دلته حق   سو اخیر شور

ټوله و رځ  به نارې وهي د جنګ او زور

د دې څولوچکانو  چې خولې بندينه سوې

دا قانون سو تلد بایلونکو د ګوزو ماشور

***

پاچاهي کله کیږي د ملنګي په بول

یا کچکول په لاس یا پرسرکړه خول

مشره د ولس د رایو ساتنه  دي ونه کړه

خدای  کړه اخیر  له غلو سره ونه وهې مول

***