TR_ Ishfalaq

طنز

محمود نظری

 

اشپلاق

 

خپله نسل وژنه کوي بل ته وایي نفاق مه کوه

 خپله بمباردکوي بل ته وایي انفلاق مه کوه

 زه ددې ډول  دوه  مخه قضاوت  جار سم

خپله تروم  وهي بل ته وایي اشپلاق مه کوه

***

امریکا د ټولو مرداریو مسوله ده

غنی ددې مرداریو ګټه  په کار ده

د بنده  بنده هغې مه نیسه پښتونه

دبادار هغې خپله نیول په کار ده

خیر دی که دې وطن اشغال  دی

سترګې او غوږونه تړل په کار ده

دډیروپه دې اشغال کی ډیره ګټه ده

ډالرته یې ګلمرجاني نڅاه په کار ده

امریکایانو او ناتو ته  رښتنی سجده کوه

ستا شیک دریشي ته ډالر بنچه په کار ده

***

داوطن   په سیمه کې یتیم ماشوم سوی دی

هر شاهشوار چې تیریږي وهي یې په شلاخه

اغوستي لوی کاله لوی بوټونه پزه یې بهیږي

هر غنی چې  راځي وهي یې په پک سر په چپلاخه