TR _ Da Yow Khoro

محمود نظری

طنز

د یوه خره  اوربشې

 

دسینما لغړیان سوه  ددې نظام د ونې پیداوار

په تور بازار کې يې مور وپلورله په زنا کار

 دومره ډالره يې  په دې معامله کې  کړه  تر لاسه

چې په  شمیر یې نه پوهیږي مستوفی تلوار

بهر ته د شتو د لیږدولو په  سیالۍ  کې تړپ دی

دګور چنجان دی د مورپه خوړولویې دی پېکار

ټول خره سوه دلته  داسي بې کتې په شتو بار

چې ترې جوړ سوه  دواړه خړیمار او  ریخمار

  بله ډله يې  له موره شکوي په میرې يې څټي

 دا ډله پرله پسې د وزارت سوې  ده سزاوار

په  لومه کې دکورني چرګ نیول، سو ی شهکار

د زړو،   ښځو،ماشومانو وژل ، سوی ابتکار

دواړه دي ختا سي چې په درواغو یېسپینی کړې ږیرې

وطن يي په سر اخیستی  و،چې دا  ده سمه لار

***

 

په لنډه منډه کې  شنوډالروډیر پسونه کړه ټنډ  

 شنه اخیر ټمبه کوی  هغه بوده چې نه کوی نشخوار

پس له چونګه چارزانوکله لري هغه مقام

چې له اوله  په چارزانو  هغه نه کړی مهار

نظری وايي دا وطن تر هغه پورې نه   ابادیږی

چې  دي این اې  ټیست ونه کړی  د ولس لابراتوار

***

بدکارونه  دشپې په تیاره کې  تر سره  کیږي

 ولي د تور ې شپې کیسې   غواړی په ړون سهار

دشپې چې هر ه ټکه لویږي له خلکو وی پټه

دواړه کوونکی شرمیږی د هغه په شرح اواقرار

هغه چي اوباما اوکرزی پټ په توره شپه کې وکړه

ولس باید وکړی هغه ته نهه میاشتي نهه ورځی انتظار

 

***

مه کیږه چرګه چې په یوه هګۍ دنیا خبروي

خپله  چټلی  هم مه هیره وه اوسه راستکار

دلته یوازې میږیان کار کوي اوخره یې خوری

له مشره نیولی تر کشره ټوله  سوي دي مکار

د څو میږیانو په کار به څه وسي ا ې افغانه

 چې  شپه او ورځ ځان کړی خوارو زار

چې هر څه  اوربشې ټولي کړي  دامیږیان

د یوه  هډورخره   دیوې خولې نه کیږي نسوار

 

کنايي :

 ږیره په درواغو سپینول ( بې ګټې عمر تیرول)، خونه پر سر اخیستل ( چیغې وهل )

دواړه خطا کېدل( دین اودنیا ختا کیدل)، لنډه منډه ( بې اندي )