TR _ Da halam

 

طنز

محمود نظری

 

 داحرام دا حلال

 

هلته ډاکټرانو  زړښت کړ په  خپل علم مهار

دلته ان  ماشومان  لا په ژوند نه دي خوشحال

 هلته پوهان په ربوټ  سره  دړندوعملیات کوي

دلته لا موښتی  هر یو دی دخپل ږیرې په خلال

 هلته ژوی  لا ازاد سوه  د قصاب له ظلمه او چړې

دلته ښځې  ماشومان لا  په بمبارد دي  سرومال

هلته خلکو علم زده کړ او کمپوتر او تخنیک

دلته لا خلک   اخته دی په داحرام  او داحلال

هلته خلک خپلې  اپولو استوي مشتري او مریخ ته

دلته خلک اخته دلمر په راختو دی  اووخت د زوال

هلته دڅو دینوخلک په سوله او امن کې ژوند کوي

دلته په یو دین کې فتوا ګانی دي دخپل ورور دقتال

هلته دنیادهر میکروب اوویروس درمل پیدا کړه

دلته لا  کار کوي دم وچوپ دملا ، دتعویزګراو رمال

 هلته دښځو پوهه  هم  ډیره لوړ سوه لکه د سړو

دلته موښتي  دي د خوارې ښځې په ولور اورومال

 هلته خلک خپل اتلان لمانځي  دلته موږ خپل غله

دلته دغلو په لمانځلو ټول  ملت دی  سم سربدال

هلته خلک سپين ته سپین وایي  دلته تور ته سپین

هلته تور تور دی دلته تور سپین دی بې ریګمال

هلته پوهان واکمن دي او سیاست پر مخ بیایي

دلته لوی غله واکمن دی پوهان یې دی  غوړمال

 هلته ټاکنې یو وړونکی لري دلته  دوه درې او څلور

هلته  په یوه دلته  په دوو درو خلک نه دی ملال

 هلته پاچا وینې که وزیران هر یو کوي  دویاړ کار

 دلته باتور باید په ملي نفاق کې وښیي خپل کمال

هلته که کارمن ختا وکړي وزیریې استعفاه کوي

 دلته خاین  تر هغه ناست وي چې  يي وي خپل خیال

هلته هغه واکمن دی چې خپله ټوله  قوانین مني

دلته  دقانون  نه منونکي واکمن دی نور دي کنګال

 هلته مړه سوي   خاینان واکمن  لا محاکمه  کیږي

دلته د لویو غلو تلین لمانځل کیږي دوه واره د کال

هلته ښه خلک دیو بل څنګ ته ښخیږي هدیره کې

 دلته هر غله نیولې یوه غونډۍ ده د بیت المال

 هلته  د ښو خلکوپه نومونو واټونه نومول کیږي

دلته د غله په نوم دی پوهنتون ، جاده اوکانال

هلته پوه مسلکي خلک لویو څوکیو ته رسیږي

دلته  له نیکه نیکه غل او بهرنیو ته ښه پژوال

***

 

 دغلو په شتون څنګه امکان لري دا وطن ودان سي

 چې وطن د پنځوسو زامنو تر ولکې لاندې وي د دجال

هغوی  موږ  ته همدا خپل  غله مرییان واکمن وي

په دې ډول دا وطن چوروي په خپل سیاسي چال

***

د هرخاین لکۍ غوټه ده د هاګ  له محاکمې سره

 هر یو دځان ژغورولو لپاره د دجال سوی ریشمال

یا ذوالجلاله دربدر کړې دا څوکۍپرسته پښتانه

د بدلون لپاره نه یوازې دواک لپاره جوړوي غول و غال

 هغه ورځ به راسي چې وطن ددې تیارو خلاص سي

خدای مهربان دی په تور اسمان کې به مالوم سي هلال

 

ریشمال ( دووس)،غول و غال ( شور)،کنګال ( مفلس)