TR _ Da Chokay

طنز

محمود نظری

 

 دښځې لغته

 

عورته هغه ده چې ته يي وهلای سې په لغته

ښځه هغه ده چې تا وهلای سي په لغته

ماینه له میړه سر په سوله کې ژوند کوي

همسر هغه چې یو بل وهلای سي په لغته

ځکه ویښیاران خپل کوروالا ته وایي عورته

چې لغتې وغورځوي دهغې ونه خوري  لغته

هغه چې ډیر د ښځو د حقوقو نار ې وهي

هغه هر وخت خپله ماینه وهي په لغته

ملایان د شپې میرمني ته غلت  ایتونه وایي

په روایتو  یې ځان خلاص کړی دی له لغته

 یو  دوې لغتې هر  باتورمنصبدار خوري دشپې

  د چا وي ښکاره دچا وي  د لویو اولادو  پټه

هغه چې د ورځي برېتوته  بهرڅو  تاونه ورکوي

په کور کي یې برېت نه شخیږي دښځې له هیبته

په خوب کي هر  متاهل باتورخامخا ویریږي

  په سبا یې بګیل حال وایي اتل یې وي خوله چپه