TR _ Bozkashey

طنز

محمود نظری

 

بزکشي

 

چرچیل وایي که غواړې یو وطن کړې اشغال

اصیل وطنفروشان په جاهلو خلکوحاکم کړه

نه  ستا عسکرو ته اړتیا سته نه لوی ځواک ته

په خپلو خروخلکو هغه  وطن دځان خادم کړه

***

بزکشي ته عین وغین وحدت وایي

 دې انارشي ته  دواړه خدمت  وایي

خدای دی مو ساتي ددوې د وجدانه

وطنفروشي ته جهاد او مقاومت  وایي

دویاندانو په سترګو کې یې شرم نسته

داسې ویاندانو ته خلک مخنث صفت وایي

 دډالره لپاره د خپل هر څه تیر یږي هر څه

 څوکۍ ته  د نه ټینګیدو کچې ته غیرت وايي

***

د پښتون ملاتړ کوم دردلیدلی کام دی  دپښتون

دا پنځلس کاله کې وژل سوی کام دی  دپښتون

عجبه دا چي ولسمشران مو وه ټوله پښتانه

نظار  ته تر اوسه هر مړ مشر غلام دی د  پښتون