TR _ Akhtaroona

طنز

محمود نظری

 

اخترونه ژاړي

  

  دلته اوښان نه ژاړ ي دهغه  درانه بارونه ژاړي

دلته ولسونه نه ژاړي پر هغو ټوله خیانتونه ژاړي

کله به دلمرد سهار شغلې دا توره شپه  سبا کړي

دناتو اوطالب دلاسه  یتیمان نه دلته اخترونه ژاړي

***

 

تلکه

له اسلامه یې جوړه کړې ده د چوغکو لمکه

کله یې دموږک غار ته ايښي وي لکه تلکه

ټول خلک وژني څه کافر ان څه  مسلمانان

آیا مسلمان  خپل ورور  ته ورکوي تړمکه؟

تړمکه ( درد، تکلیف)

***

 

ځان وژونکی

یو دنیول سوی ځان وژونکي و پوښتل

هغه  دي ونه کړل چې تاهغه غوښتل

هغه ویل خیر بیا به بریدوکړم آسانه دی

ګران يې را ته ده بیا  د پرتوګ ایستل

***

جهاد فی سبیل مقام

د مجاهد په نوم غل د پردو ښږمور سو

د اسلام په نامه غل دبشریت ګدور سو

دلته جهاد فی سبیل مقام  سوی دی

دجهاد په نوم هر میږی دلته ښانګور سو

ګدور- رذیل

***

 مجاهد شیطان

دمقاومت نوم غلو ته  سند د واک او غلا  سو

لکه د شیطان ورته د کافر  ځواک زیبا سو

دلته شیطانان دبل په زور ځان مجاهدین بولي

ځکه هغوته   دبې ګنا ه مسلمان قتل  روا سو

***

 

اسلامي ملکونه

مسلمانان لکه چرګان دبل په اشاره جنګیږي

خردجال د مسلمانانو سره بې لاره چاره جنګیږي

ددوی دلاسه ټوله اسلامي ملکونه  سور اور سو

په نوم د باکره دلته هر یوه باړیماره جنګیږي

باړیماره- فاحشه

***

نامسلمان واکمن

جنګ دی په ټولو اسلامي ملکوکي

ځکه فساد دی په دې نامي ملکو کي

تر هغه چې هلته  نامسلمانان واکمن وي

تر هغه به بمونه  نه اوري  په دې ملکو کي

***

دومخي سیاست

د ډیمو کراسي غلط سیاست نور نه چلیږي

دا د  دنیادوه مخي سیاست نور نه چلیږي

دنیا یې ختا ایستلې  په دې مبارک نوم ده

بې سمي خرکسي په موږ کې نور نه چلیږي

***

 مردار شهید

په ژوند  به دهغه غټ شیطان  لوی ملحد نه وي

چي مړ سي دهغه  به لوی اوپاک شهید نه وي

ان په شهادت  کې یې  پاک اوناپاک پیدا کړه

داوس د  مجاهد اومقاومتي به  لوی مفسد نه وي

 

***