دطنز پانې ته ښه راغلاست
پوهنمل محمود نظری
سعدی او د هغه دطنزیه توکو ځانګړتیا
ابومحمد مُصلِح بن عَبدُالله مشهور په سعدی شیرازی د (۶۰۶-۶۷۱)یا ۶۹۱ ه ق )یو نامتو شاعر او لیکونکی دی، چې د پوهانو- لخوا ورته د خبرو د استادستاینوم ورکړشوی دی دهغه نامتو آثرونه دا دي:
۱-بوستان ( سعدی نامه ) چې د دري ژبې یو شاهکار دی ،چې څلور زره بیته غزلونه لري او لس برخې : عدل، احسان، عشق، تواضع، رضا، ذکر، تربیت، شکر، توبه، مناجات او دکتاب ختم لري هغه دا کتاب د اتابک ابوبکر بن سعد په نامه کړی دی
۲- گلستان، چې د دري نثر یو شاهکار دی
۳- عربي بوللې، چې غنایي ، ورم او وراشه او مرثیه بوللې دي
۴- فارسي بوللې، چې تصوفي ، مدحي او پندونه دي
۵- مراثی بوللې ، چې د مستعصم بالله په مړینه يې ،چې د هلاکو په فرمان مړ شو ویلي دی .
۶- ملمعات ، مثلثات او ترجیعات:
۷- غزلونه، چې څلور برخې لري طیبات، بدایع، خواتیم او پخوانی غزلونه
۸- پینځګوني مجلسونه ، چې د سعدی ویناوی دي
۹- نصیحة الملوک، چې پندی و اخلاقی توکي لري
۱۰- صاحبیه چې د وزیر شمس الدین په مدح کې یې ویلې ده
۱۱- خبیثات، چې هزلی شعرونه دی
دسعدي په اثرونو کې طنز اوظرافت ډیر لیدل کیږي په دري ادبیاتو کې د هغه سبک خپل ځانګړی ځای لري دهغه طنز د ژوند د اروا او رازه ډک دی هغه په طنز او ظرافت سره دخپل کلام وچ والی لیري کوي اوهغو ته خوځښت او حرمت وروبښي او خپل کلام اغیزمند وي. د هغه طنز هم خندا لري هم زهر او هم مرهم.
با محتسب شهر بگویید که زنهار
در مجلس ما سنگ مینداز که جام است
د ښار محتسب ته ووایاست چې پام
زموږ بنډار ته ډبره مه اچوه چی جام دی
جام( مقدس ځای)
کسان عتاب کنندم که ترک عشق بگوی
به نقد اگر نکُشد عشقم، این سخن بکشد
خلک مې رټي چې له عشقه شه تیر
که مې عشق اوس مړ نه کړی دا خبره مې مړ کوی
له "بوستان" څخه یو طنزی غزل:
سگی پای صحرانشینی گزید
به خشمی که زهرش ز دندان چکید
شب از درد بیچاره خوابش نبرد
به خیل اندرش دختری بود خورد
پدر را جفا کرد و تندی نمود
که آخر تو را نیز دندان نبود؟
پس از گریه مرد پراگنده روز
بخندید کای مامک دلفروز
مرا گر چه هم سلطنت بود بیش
دریغ آمدم کام و دندان خویش
محالست اگر تیغ بر سر خورم
که دندان به پای سگ اندربرم
توان کرد با ناکسان بدرگی
ولیکن نباید ز مردم سگی
سپي دیوسارا يي پښه وداړله
چې له خښمه يي زهر له غاښه توېدله
د شپې له درده خوار نشو ویده
په کېږدۍ کې يې وه یوه جنۍ وړه
پلار ته يي ویله په غوسه اوتوندي
چې اخیر تا نه لرلې داړي؟
له ژړا وروسته هغه خوار سړي
ویي خندل چې ای لورکی دل افروزي
ما هم کولی شول چې په غاښ کړم هغه
افسوس مې راغی په کام او غاښو خپله
ممکنه نه ده که ان تیغ وخورم پر سر
د سپي پښې ته ټیټ کړم سر
د ناکسانو سره کولی شئ بدرګي
خو نه باید د خلکو سره وکړې سګی
دهغه یو طنزي حکایت داسې دی.
یو پاچا له یودینپاله ( پارسا )څخه وپوښتل:« کله ما هم یادوي؟»
ویل يي: هو!هغه وخت چې خدای هیروم.
یو ظالېم پاچا له یودینپاله( پارسا) څخه وپوښتل: کوم عبادت تر ټولو فاضل دی؟
ویل يي : تا ته د ورځي خوب .
چې په هغه یو ګړۍ خلک ستا له ظلمه وسا وي
یو بل طنز:
وايي د یو واکمن په کلمو کې باد تاو راتاو کیدی ، هغه و نه شوای کولی د هغه د وتلو خنډ شي نو بې اختیاره ووت
ویل یې : ای دوستانو! دا کار اختیار ي نه وو ما په خپل کرم وبښئ!
شکم زندان باد است ای خردمند
ندارد هیچ عاقل باد در بند
چو باد اندر شکم پیچید فروهل
که باد اندر شکم بارست بر دل
ای پوه سړیه نس دی د باد زندان
هیڅ عاقل نه بندوی باددننه په زندان
چې باد په نس کې تاو راتاوشی ووځی هل
په نس کې باد بار دی پر دل
دسعدی یو طنزی حکایت داسې دی:
هغه د یو سماع بزم ته ولاړ د بنډار موزون ساز ،ښه سرود او زړه راکښونکي نغمې پر هغه اغیزه وکړه او کرار کرار مست شو او ویل يي:
قاضی ار با ما نشيند بر فشاند دست را
محتسب گر می خورد معذور دارد مست را
کازي که زموږ سره کښینی پورته به کړی دست
محتسب که می وخوری نه دی ملاتوی مست
وايي بله شپه يې په بزم کې بې سوره ساز وارید او ويي ویل :
گويی رگ جان میگسلد زخمهی ناسازش
ناخوشتر از آوازهی مرگ پدر آوازش!
ته چې وايي د بدن رګونه پرېکوی دا نا موزونه ساز
بدتره د پلار د مړینې له اوازی يي دی اواز
چې شپه تیره شوه په سبا يي بیا دا بې هنرې داسې و غندله :
نبيند کسی در سماعات خوشی
مگر وقت رفتن که دم در کشی
مطربی دور از اين خجسته سرای
کس دو بارش نديده در يک جای
راست چون بانگاش از دهن بر خاست
خلق را موی بر بدن بر خاست
مرغ ايوان ز هول او بپريد
مغز ما برد و حلق خود بدريد
په سماع کې دی څوک نه ویني خوښي
مګر د تلو په مهال دی نفس باسي
داسی مطرب بل ځای له دې ځایه
چا دوه واره نه دی لیدلی بل ځایه
رښتیا چې ږغ يي له ستوني راوځي
د خلکو په بدن وېښتان نیغ شي
د هوله يې شوه په هوا د اسمان مارغه
زموږ ماغزه یي خراب او خپل ستونی کی پاره
د سعدی طنز د هغه د کلام قند او د هغه د اغیزمنتوب او زړه راکښونتوب راز دی که څه هم ټول اثرونه يي طنزیه نه دی خو بیا یي هم په کلمو کې نکته سنجی او څوبمندی لیدل کیږی په ځانګړی توګه د هغه په بوستان او ګلستان کې
هغه په خپلو غزلونو کې ډیري ښې تشبیه ګاني ، کنایې او متلونه کار ولی دی
سعدی یوازینی طنز ویونکی لیکوال نه دی مګر دهغه طنز د نور و جلا دی د هغه طنز ځانګړی صفتونه لري:
هغه مسایلو ته د خپل دید له زاویې څخه ګوری یانی سوژې يې خپلي دی. که ادبي تاریخ ته وګورو زموږ په ادبیاتو کې زرګونه زاړه حکایتونه ژباړل شوی چې دا کار هغه وخت یو صنعت وو چې روایت بلل کیده خو سعدی داسې ژباړل شوی روایتونه لږ لري ټولې سوژې يې خپلي دی .یاني سعدي هغه څوک دی چې د انسانانو د ژوند لپاره يې د عملې حکمت ټولګه لیکلې ده.
لویدیځوالو دهغه له اثرونو څخه ډیره ښه ګټه اخیستلې ده او هغه يي یو له وتلو طنز ویونکو څخه شمیرلی دی
سعدي په غیر مستقیم ډیرو ټولنیزو ټکو ته په طنزونو، اشارو او کنایو نغوتې کړې چې شاهد ځینې دا ظرافتونه د د خندا لامل نشي خو له ظرافت څخه يي پوهیدلی شو چې ښکلی طنزونه دی
سعدي په مجموع کې د ژوند او انساني فلسفې او عامو کلامي مباحثو څخه خبری کړی د خلکو دودیږی اړیکې او د معمول ژوند او راکړې ورکړې او دخلکو او ډول ډول صنفونو څخه يې خبرې کړی دی او خپل طنز يې ددې نړۍ ورځني ژوند ته ځانګړی کړی دی
لکه چې ویلي یې دی بوستان يې ښاری آرمان او ګلستان يې د هغه مهال د وضعیت توصیفونکی دی هغه د ټولنیز ، فردی او کورني کړو د سمون په لټه کې دی
د هغه دښمنانو د هغه په ضد ویل د هغه د شعرونو څخه د بې اعتقادی بوی راځی او غوښتل يې دهغه قبر ته اور واچوی خود شاه شجاع زوی د هغه واسطه شو او ویل يي: د شیخ سعدی په توبه باور لرم
دهغه یو بل طنز:
دیو سړي اوزمري جنګ وو.
زمری هم غړمبېدی هم يې ژړل او هم يې لکۍ ښورول
وې پوښتل: ولې غړومبېږې ؟
ویل يي: سړی ویروم!
وې پوښتل: ولې ژاړې؟
ویل يې : ویریږم !
وې وپوښتل :
ولې لکۍ ښوروې؟
ویل يې : میانجی غواړم!
سعدي هغه طنز ویونکی شاعر او لیکوال دی چې له چا نه حق او حساب نه غواړې او نه يې په کار کې ختا او تیر ایستل شته نو ځکه له چا ویره نه لري او وایي:
دلير آمدي سعديا در سخن
چو تيغت به دست است، فتحي بكن
بگو آن چه داني كه حق گفته به
نه رشوت ستاني و نه عشوه ده!
میړه يې په خبرو کې سعدي
چې چاړه دی ده په لاس کې کوه فتحي
حق ویل دی ښه، وایه په هغه چې پوهیږې
نه رشوت غواړې او نه ختا ورکوې
نیوکه د هیڅ چا نه خوښیږي خو سعد ي باور لري نیوکه سمون راولي په ټولنې کې باید نیوکې وي خو منتها دا باید وویل شي چې د حق خبره ترخه ده
وبال است دادن به رنجور قند
كه داروي تلخش بود سودمند
ترشروي بهتر كند سرزنش
كه ياران خوش طبع شيرين منش
از اين به نصيحت نگويد كست
اگر عاقلي، يك اشارت بست!
وبال لری رنځور ته ورکول قند
ترخه دارو دی ورته سودمند
تریو تندی بد سړی، ښه رټي
که خوږ ژبه یا خوش خویي
له دې ښه پند به درته ونه وایي بل کس
که هوښیار يې یو ه اشاره ده درته بس!
سعدي په طنز ویل د ویلو ښه لاره ګڼي هغه وایي طنز هغه کپسول دی چې په هغه کې ترخه داروبیمار ته ورکول کیږی او د بېمار بېله دې چې تندی يې کونځې شي هغه تیروي.
چه خوش گفت يك روز دارو فروش
شفا بايدت، داروي تلخ نوش
اگر شربتي بايدت سودمند
ز سعدي ستان، تلخ داروي پند
به پرويزن معرفت بيخته
به شهد ظرافت برآميخته
څه ښه ویل یو ورځ دارو فروش
که شفا غواړې، ترخه دارو که نوش
که شربت غواړی چې تاته وی سودمند
د سعدی وغواړه، د ترخو دارو پند
د معرفت په غلبیل چڼل شوی
د شاتو د ظرافت سره ګډ شوی
دلته د ترخه دارو څخه کنایه نصیحت دی چې د ظرافت په شاتو يې ترخوالی نه ننګیرل کیږی چې سعدی دداسې ګډولې دجوړولو استاد دی
يكي گفت از اين نوع، شيرين نفس
در اين شهر، سعدي شناسيم و بس
بر آن صدهزار آفرين كاين بگفت
حق تلخ بين تا شيرين بگفت
یو ویل ددې ډول ،خوږ نفس
په دی ښار کی ، سعدی پيژنم او بس
په هغه دی وی سل زره افرین چی دا يي ویل
چې تریخ حق يې خواږ ه ویل
سعدي په ګلستان کې لیکي یو مرید خپل له پيره وپوښتل :
څه وکړم له خلکو څخه په عذاب یم ځي او راځي ما عبادت ته نه پریږدي؟
پير په ځواب کې ورته وویل:
درویشانو ته پور ورکړه او له شتمنو څخه څه وغواړه بیا به څوک ستا مزاحم نشي
من آن ني ام كه حلال از حرام نشناسم
شراب با تو حلال است و آب بي تو حرام
زه هغه نه یم چې حلال د حرامه بیل نه کړم
شراب ستاسره حلال او اوبه بی تا دی حرام
من دگر شعر نخواهم بنویسم که مگس
زحمتم میدهد از بس که سخن شیرین است
زه به نور شعر و نه لیکم که مچ
می ځوروی له بس چې خبرې دی خوږې
دلته په دی بیت کې غافل سړی ته په طنز وایي
خجل آن کس که رفت و کار نساخت
کوس رحلت زدند و بار نساخت
خجل هغه څوک چې ولاړ جوړ نه کړ کار
دسفر نغاره وډنګول سوه وتړلی نه دی بار
سعدي هغه حاجي ته چې په پښو يې دښتې او غرونه تر شا پرې ایښي او په سختو مزلونو يې ځان کعبې شریفي ته رسولی ، حج يي کړی او دحاجی نوم يې ګتلی وایي:
ولې کور او کلی ته د راتګ وروسته لا بد سړی کیږې؟ هغه ته وایي په شطرنج کې چې پياده چې د عاج جوړ شوی دی چې د وزیر خانی ته ځان ورسوی وزیر کیږی
او ولې پياده حاجیان چې د کعبې شریفي خانې ته ورسیږی د ښه سړی پر ځای بدشي
از من بگوى حاجى مردم گزاى را
كو پوستين خلق به آزار مى درد
حاجى تو نيستى،شتراست، ازبراى آنك
بيچاره خار مى خورد و بار مى برد
زما لخوا و وایه مردم ازاره حاجی ته
چي د خلکو پوستین څیرې په ازار
حاجی ته نه یې، هغه اوښ دی ځکه
خوار ځوز خوري او وړي بار
جامه كعبه را كه مى بوسند
او نه از كرم پيله نامى شد
با عزيزى نشست روزى چند
لاجرم همچنو گرامى شد
د کعبی د خونې پوښ چې مچوی
نه دا چی جوړه ده د وریښم
د بزرګ سره کیناست څو و رځي
اخیر لکه هغه شومحترم
***
سعدی د نیرنګ او تیرایستلو به اړه وايي
هغه د احرام او د کعبې پوښ او دحج مفهوم د کنایي په ډول د طنز د پنځولو لپاره داسې کاروی
پارسا بين كه خرقه در بر كرد
جامه كعبه را جُل خر كرد
پارسا ګوره چې چپنه يې واغوستل
د کعبی پوښ يې کړ د خره ځل
هغه مخ دكعبه له لار ې څخه اړول چې کنایه ریاکاری ته ده داسې کاروی
ترسم نرسى به كعبه اى اعرابى
كاين ره كه تو مى روى به تركستان است
ویریږم ونه رسې کعبې ته اې اعرابي
په دې لار چې ته رهي يي ځي ترکستان ته
سعدی شا کعبې ته کولو کنایه د خلکو تیرایستلو او ختاایستلو په مانا کاروي
آن كه چون پسته ديدمش همه مغز
پوست بر پوست بود، همچو پياز
پارسايان روى در مخلوق
پشت بر قبله مى كنند نماز
هغه چې مې لکه پسته ولید ټوله مغز
پوتکی پر پوتکی وو لکه پياز
دینپالو مخ خلکو ته
شا قبلې ته کوی نماز
د سعدی د شعر د دیوان یو کوشنی برخه خبیثات او مجالس الهزل جوړوي، چې دې برخې ته د سعدي هزلیات هم وایي هغه وایی :«الهزل فی الکلام، کالملح فی الطعام» هزل په کلام کې لکه مالګه په طعام کې ده
دا برخه يي درې برخې لري چې په لومړۍ برخه يې یو شمیر قطعات او دوه نظمی حکایتونه لري
دویمه برخه يي نثر دی چې« المجالس فی الهزل و المطایبات »نومیږی چې درې وعظ ته ورته مجلسونه لري چې د طنز او هزل په ډول دی
او درېیمه برخه يې« المضحکات »یا لطیفې دي چې په په خواږه نثر لیکل شوی دی
د سعدي د هزلیاتو په لومړی او دویمي برخې کې لوڅ او لغړ وییونه کارول شوی د ی چې په دې برخې کې يې عبیدزاکانی تر اغیزې لاندې راغلی دی
دالمضحکات یوه لطیفه داسي ده:
بزرگى ديدم اندر كوهسارى
قناعت كرده از دنيا به غارى
چرا گفتم: به شهر اندر نيايى
كه بارى، بندى از دل برگشايى
بگفت: آنجا پري رويان نغزند
چو گِل بسيار شد پيلان بلغزند
یو بزرګ می ولید په یوه غره
سکاسه يی کړې له دنیا په یوه سوړه
ولی می ویل: ښار ته رانشې
د زړه بند دی خلاص کړه که راغلې
ویل یي : هلته ښه پي مخي اوسیږي
چې خټې شي ډیر پیلان ښویږي
دسعدي هزلونو څو سمي بېلګې
امردی کو را پلاسی در بر است
خوشترست از دختری در چادری
دختران را زر و زیور حاجت است
تا برانگیزند مهر شوهری
کرباس اغوستی بې ږیرې ښه دي
تر هغې جنۍ چې کړې یې وي چادري
جینۍ زر او زیور ته لري اړتیا
چې د میړه مینه راوپاروي
این عصا کاندر میان (.....) توست
بشکند گر آهنین باشد دری
دا لکړه چی ستا د ... منځ کی ده
ماته به کړی که ور يې وی له اوسپنې
گفتم که بیا پیش من ای حور نژاد
گفتاا که بیار تا چه ام خواهی داد
گفتم که دعا کند به تو مادر من
گفتا به دعای مادرم خواهی گاد؟
ورته ومی ویل راشه ای حوری
ویل يې چې درشم څه راکوې
ویل می تاته به زما مور وکړی دعا
ویل يي د مور په دعا می غیې
دوش گفتم زعشق توبه کنم
که گه رفتن از جهان آمد
توبه کردم از ین سخن که مرا
یاد آن یار دلستان آمد
بر زبان نام (.....) او بردم
(......) را اب بر دهان آمد
پرون می وویل د مینه توبه کوم
چې کله وخت د تللو د جهان راشی
توبه می وکړه ددی خبرې چې ماته
یاد د هغې دلستان راشی
په ژبه مې نوم د.... واخیست
د .... خولې مې اوبه وکړی
جامع هفت چیز دریک زور
نه عجب گربمیردآن دابه
سیربریان وجوزوماهی وماست
تخم مرغ وجماع وگرمابه
که ټول شی دا اووه شیان یو ه ورځ
عجب نه دی که مړ شی هغه دابه (ځناور)
سره کړې هوږه جوز او کب او مستې
د چرګې هګۍ جماغ او ګرمابه ( حمام)
هرچه مرشد تو بینی اندر دهر
جمله از (.....) شوند شهره ی شهر
هرکه (.....) بیشتر بدادندی
نام مرشد براو نهادندی
هر څه مرشیدان چی وینې په دهر
ټوله له (...) شوی دی مشهور د شهر
هر چا چی ډیره ورکړه (...)
د مرشید نوم ایښول شو ي په هغه
لمنلیکونه
۱-ویکیپدیا، دانشنامه آزاد
۲-گلستان سعدي - باب عشق و جواني
سعدی در هزلیات Aqueeerdiaries۳-
۴-کتابخانه الکترونيکی دوات
۵-هزلیات سعدی
Daneshju.ir-6
Balashahr.com-7
Soolakhi.blogspot.com-8
Zamaaneh.cim-9
Forough.net-10