Obaid Zakani

پوهنمل محمود نظری

دعبید زاکاني

(د فارسی طنز پلار)

 

Obaid Zakani 

 

خواجه نظام الدین عبید زاکاني د اتمې پېړۍ  د فارسي ژبې یو نامتو طنز او هزل ویونکی شاعر او لیکوال  دی  چې د حافظ شیرازي سره په  یو وخت کې اوسېده چې د هغه  د شعرتر اغیزی لاندې راغلی دی . په ځواني کې یې د شاه شيخ ابواسحاق اينجو، سلطان اويس جلايرا او شاه شجاع مظفر  دربارو ته لاره پیدا کړه  د هغو په  مدح کې یې د یو برلاسی شاعراو لیکونکي ستاینوم وګاټه.  دهغه اصلی ټاټوبی زاکان  دی چې زاکان  دعرب د بنی خفاجه د پښته یو کام دی او بیا ایران ته تللی دی د هغه ستاینوم په شعر کې عبید دی هغه خپله وایي

گر کنی با دیگران جور و جفا

با عبیدالله زاکانی مکن

که د نورو سره کوی جفا

د عبید زاکانی  سره نه دی روا

د دولشاه سمرقندی  په تذکره  کې دهغه څو حکایتونه راغلی دی

هغه په خپلو تالیفاتو کې د څو پاچاهانو نومونه لکه  خواجه علاالدین، شاه شیخ ابوالحسن اینجو، رکن الدین عبدالمالک ، وزیر سطان اویس او شاشجاع مظفری یادونه کړی

د پوهانو په اند هغه یو له نوابغو څخه وو کولی شو هغه  د فرانسې د« ولتر» سره پرتله کړو .

له هغه څخه ډیر  نظمونه  اونثرونه  پاته شوی د هغه شعرونه دوبرخې لري یوه يې د هزل اوبله یې د جد برخه ده.

د هغه  جدی شعرونه درې زره بیته لري، چې  د عبید د کلیاتو په نامه یادیږی چې    بوللې ، ترکيب بندونه ، ترجيع بندونه ، غزلونه  ، قطعات ، رباعیانی  اومثنویانی  دی دهغه نثر روان  ، ساده او بیله حشو دی   

د هغه هزلی شعرونه ، مطايبات، لطايف اوطنزونه  ډیر قوی دی  دهغه هزل او مطایبه  عیب جویې ده او طنزونه یې  په واکمنو نیوکې دی چې په فاسدو او ریا کارانو یې کړی دي. هغه هزل یوازې د ساتیري  لپاره ویلی  دی 

د هغه له اثرونو څخه د عشق نامې مثنوی ، اخلاق الاشراف، ږیره لیک  ، سل پندونه، لطايف  اوظرايف  او  موږک او پشو او د داسی نور دی

    عبيد زاکانی په پند نامه کې لیکی : " هزل  خوار مه ګنئ  اوهزل ویونکیو ته    د حقارت په سترګو مه ګورئ. دهغه مړینه (۷۷۲ )کال  ګڼل شوی دی.

د هغه  د طنزونو څوبېلګې

 سپاهیانو یو سړي، چې  د نبوت دعوا یې کوله   خلیفه ته بوت

خلیفه  له هغه نه وپوښتل: ستا معجزه څه ده؟

هغه ویل: زما معجزه دا ده زه په هغه څه  چې ستاسو په زړونوکې تیریږي  پوهیږم اوس تاسو په زړو نو کې ګرځي چې زه درواغ وایم.

***

 وایي سپاهیانو  یو سړی چې  د نبوت دعوا  يې کوله  خلیفه ته بوت

خلیفه وویل : لوږې او د دماغ وچوالی هغه داسی کړی دی او اشپز یې راوغوښت او هغه ته يي ویل :هغه ته هره ورځ ښه شربتونه او خوښخوره خواړه ورکوه چې دماغ يې سم شی

 خلیفه  څه مده وروسته هغه راوغوښت له هغه څخه يي وپوښتل:

اوس هم جبرییل درځی؟

هغه ځواب ورکړ  : هو

-څه درته وایي؟

 هغه ځواب ورکړ: هغه وایي ښه ځای دی پيدا کړی دی د هیڅ  بل پيغامبر داسې ارامتیا او نعمت نه دی په برخه شوی پام  له دې ځایه ولاړ نشې!

***

   وایی یو سړی یو کلی ته ورغی او هلته  په یو کور کې مړی شوی و

هغه ویل:  ماته شکرانه راکړی چې دا مړی درته ژوندی کړم!

هغو هغه ښه مور کړ او بیا يي مړی ته بوت

هغه  وپوښتل: دا مړی څه کاره و؟

 هغو ځواب ورکړ: هغه جولا ه و.

هغه ګوته په  غاښ ونیوله اوویل يي:

 افسوس! هر څوک  چې وای تاسو به لیدلی وای  هغه څنګه ژوندی کوم  خو مسکین جولاه چې مړ شو نومړ شو

***

 یو ماشوم د خیاط شاګرد و. یو و رځ  يې استاد  یو ه کاسه شات دوکان ته یوړه او شاګرد ته يي ویل: په دې کاسه کې زهر دی  که دی وخوړل مړ کیږی!

 هغه ورته ویل: زه په هغه څه کار لرم!

 چې استاد ولاړ هغه کالي وپلورل په هغه يي  ډوډۍ رانیوله او د شاتو سره يې نوشجان کړه

 کله چې استاد راغی  له  هغه څخه يې وپوښتل:

 کالي دي وګنډل ؟

هغه ځواب ورکړ : کالي غله یو وړه ،ماد وهلو  له ویرهغه زهر وخوړل تر اوسه ژوندی یم ددې وروسته ته پوهیږی

د  هغه  یوه ښه طنزیه کوشنی منظومه د موږک او پیشو په نامه ده چې هغه دا چې په لږو کلماتو  کې  ډیره مانا رسوي او ډیر  ژوروالی لري، چې کله کله ویونکی په یو وخت کې  هم ژړوي او هم  خندوي.
  د موږک او پیشو منظومه یوه طنزیه بولله   ده  چې په نیوي بیتونو کې لیکل شوې ده  چې اصلي کرکتره يې یوه  ریا کاره کرمانی پیشي  ده  چې پر موږکانو  بریالۍ کیږی  په دې منظومه کې د هغه موخه د  شیخ ابواسحاق اینجو او د کرمان  حاکم امیر مبارزالدین محمدظفری او د هغه مهال  سیاسي پېښی دی

هغه د  دلکشاه له رسالې څخه  څو طنزیه لطیفې

 

یو تجار د زهرې په نامه یوه   ښکلی میرمن  درلوده هغه په سفر تي نو  هغې ته یې سپین کالی جوړ کړه او د نیلو یو پیاله يې خپل خادم ته ورکړه او هغه ته يې وویل :که هغې زما په غیاب کې کوم  بد کار وکړی یو په نیلو لړلې ګوته د هغې په کالو وهه چې زه  راغلم ما ته به  حال مالوم شي.

له څه وخته وروسته خواجه خادم ته ولیکل:

چيزي نكند زهره كه ننگي باشد

بر جامه او ز نيل رنگي باشد

داسی کار ونه کړی زهره چی ننګ وی

د هغې په کالو به د نیلو رنګ وی

خادم ورته په ځواب کې ولیکل :

گر آمدن خواجه درنگي باشد

چون بازآيد، زهره پلنگي باشد

که خواجه  لږ  وکړدرنګ

چی راشی زهره به وی  پلنګ

 

دنیشاپور حاکم شمس الدین له خپل طبیب څخه وپوښتل: زه خواړه نه شم هضمولای یوه لاره راوښیه!

هغه ورته وویل: هضم  شوی خواړه  وخوره !

***

 یوحاجی پسونه غلا کوله او غوښې یې خیراتولې

 له هغه نه یې وپوښتل : دا څه مانا لري؟

ځواب يې ورکړ:د غوښو د خیرات ثواب د پسه د غلا د ګناه سره برابر دی  لم او وازګې یې ماته پاته کیږي.

***

  یوغل یو کور ته ورغی هغه شیا ن چې يې خوښیدل هغه يې په یوې کڅوڼې  کې  واچوله  او بیا بلي کوټې ته ولاړ په دې وخت کې د کور خاوندوېښ شو  اوهغه کڅوڼه يې پټه  کړه.

کله  چې غل  بیرته هغې کوټې ته راغی دهغه کڅوڼه نه وه نو د کور خاوند ته يې په غوسه وویل :

ته خپله انصاف وکړه ته غل یې که زه!

 ***

یو  سړي له مولانا عضدالدین نه وپوښتل: د خلفا په وخت کې ډيرو خلکو د خدايي او پیغامبري دعوا کوله اوس یې ولې نه کوی؟

هغه ځواب ورکړ: اوس داسې لوږه راغلې ده  چې له خلکو  یې خدای او پيغامبر هیر کړی دی.

***

یوې ښځې چې د دوو میړونو سرونه  يې خوړلی وه او درېیم میړه يې ناروغه وو ژړل او هغه ته يې  ویل:

 ای خواجه ما چا ته پریږې؟

هغه ځواب ورکړ: څلورم ته

***

یوسړي له یو سپاهي څخه وپوښتل  :ولې جګړې ته نه ځې؟

 هغه ځواب ورکړ :په خدای مې قسم دی یو له دوښمنانو نه پېژنم او هغوی  هم ما نه پیژني؛ موږ څرنګه دوښمنان شوی یو؟

***

 

یو عرب یې خلیفه ته بوت .هغه ولید خلیفه پر تخت ناست دی.
عرب خلیفه ته و ویل: سلام علیکم یا الله
خلیفه  وویل :زه الله نه یم.
عرب بیا ورته  وویل: سلام علیکم یا جبراییل
خلیفه ورته   وویل: زه جبراییل نه یم.
عرب و ویل: الله نه یې، جبراییل نه یې، نو ولې هلته پورته ناست

یې ؟  راشه د خلکو سره

د زاکاني د  سلو پندونوله رسالې څخه څو  پندونه:

*اې عزیزانو عمر غنیمت ګڼئ.

*وخت د لاسه مه ورکوئ.

*هر څوک چې خپل  ذات یا نسب هیر کړي،  ورپه یاديې کړئ!

*ښه ورځ بدي ورځي ته مه ورکوئ.

*دنن عیش سبا ته مه پریږدئ. 

*ځان خوښونکو ته سلام مه ورکوئ!

* دخلکو له  خیر څخه تمه وشکوئ، چې د هغو په ږیره وخندلی شئ.

*ځان د ښو یارانو قربان کړئ!

*د عمر برکت، د سترګو روښنایي اود زړه خوشالی د نیکانو په لیدو کې ده.

*  دبې مروتو خواجګانو او لویانو  په ږیره  باد پرې کړئ!

 *تر توانه د حق خبرې  مه وایاست چې په زړونو ګران شئ اوخلک  بې سببه ستاسو څخه ونه ځوریږئ.

*د شیخانو په خبرو باور مه کوئ چې بې لارې نشئ او دوزخ ته ولاړ نشئ!

*د زاهدانو د ګاونډیتوبه ځان وژغورئ، چې د خپل زړه په خوشالی ژوند وکړئ. 

*د مستانو لاس ونیسئ.

* جره ګي او قلندري د خوشالۍ مایه او د ژوند اصل وګڼئ.

*ځان د نیک نامي او د بنده له  شرمه  وژغورئ، چې وکولی شئ آزاد ژوند وکړئ.

*په زړښت کې د ځوانو ښځو  څخه مهرباني مه غواړئ.

*ډوډۍ او شراب یوازې مه خورئ ځکه دا کار د کازیانو او یهودانو دئ.

*په هغه کور کې، چې سړی دوې ښځې و لري هلته ارامتیا ، خوشالي او برکت مه غواړئ

*له بازاریانو رښتیا او انصاف مه غواړئ.

*حج مه کوئ، چې حرص ستاسو په مزاح غلبه ونه کړئ او بې ایمانه او بې مروته نشئ.

 

رباعی

هرچند بهشت صد کرامت دارد

مرغ و  می و حور سرو قامت دارد

ساقی بده این باده گلرنگ به نقد

کان نسیه او سر به قیامت دارد

 هر څومره چې جنت سل کرامته لري

 بریان مارغان ،می اوحوری سروقامته لري

 ساقي دا سره باده راکړه نقده

 چې هغه  پور اړیکې  له قیامته سره لري

 

درویش که می خورد، به میری برسد

ور روبهکی خورد به شیری رسد

گر پیر خورد جوانی از سر گیرد

ور زان ‌که جوان خورد به پیری برسد

 

 

 دوریش چې می وخوري میري ته رسي

او که يې ګیدړه وخوري زمري  ته رسي

 که يې زوړ وخوري  له سره  به شي ځوان

 او که يې ځوان وخوري پیري ته رسي

 

قومی زپی مذهب و دین می‌سوزند

قومی زبرای حورعین می‌سوزند

من شاهد و  می دارم و باغی چو بهشت

ویشان همه در حسرت این می‌سوزند

یو کام د مذهب او دین پسې سوځي

بل کام د غټ سترګو  حور و پسې سوځي

زه معشوق او می لرم او بڼ لکه جنت

نو هغوی  ټوله په دې  حسرت سوځي

 

 

اخځلیکونه

Fa.wikiquote.org-1

Fa.wikipedia.org-2

Iraninuk.com-3

Ganjoor.net-4

Gizigool.blogfa.net-5

Mandegar.tarikhema.ir-6

Forum.patoghu.com-7

Doomdam.com-8

Fa.wikisource.org-9

Phalls.com-10

Sapidadam.com-11