Mahmud_Nazari

 

  محمود نظري

 

پوهنمل محمود نظري د ډ اکټر محمدامين  نظري زوی د ( ١٣٣٤ ه ش) كال د غويي دمياشتې په یوویشتمه د کندهار ښار په لومړی ناحیه  کې زېږېدلی دی.  دکابل د محمود  هوتکي له ښوونځي وروسته  په (١٣٥٤ ) کې له حبيبې  عالي  ليسې څخه فارغ  سوی  دی او په (١٣٥٨)کال کې یې دکابل له کرنې پوهنځي  د مېوو او ځنګلونو له څانګې  څخه لیسانس اخیستی دی او په (١٣٦٧) کال  کې يي  د  تاجکستان دکر نې له انيستيتوت څخه د میوو د روزولو برحه  کې ماستري تر لاسه کړې ده   هغه دننګرهار پوهنتون  دکرنې په پوهنځي کې د استاد په توګه دنده تر سره کړی  او هم يې په نړيوالو موسسو کې دمېوو د روزولو په   برخه کې  کار کړی دى. نظری له( ۱۳۶۰ )کال راهیسي د ادبیاتو ( طنز او کیسو)  په برخه کې ډیری لیکنې کړی دی چې د هغه وخت په رسنیو کې چاپ سوي دي  او له دوو طنزونو( مډرنه سیالي او د غوښو  دضررونو) څخه یې تلویزیوني نندارمې جوړی سوي دي ، هغه له(  ۱۹۹۸م )  کال راهیسې د لندن په ښار کې اوسیږي . هغه د طنزونو په نامه یو وب پاڼه چلوي .

 


چاپ سوی اثرونه

 

 ۱-زعفران 

 ۲-د مېوولرونکو ونو ډېرونه

۳-باغواني   ( دباغ دجوړولو اساسات)  

۴-د څوکۍ خوند ( د ادبي طنزونو ټولگه)  

۵-سر خلاص که ! ( دادبي  طنزونو ټولگه)  

۶-انساني سرکس (د ادبي  طنزونو ټولگه)  

۷-پايلوچ بنگ حبيب الله ( د لنډو کيسو ټولگه )  

۸-خندنۍ بهرنۍ ټوکې لومړی ټوک  

۹-خندنۍ بهرنۍ ټوکې دویم ټوک

۱۰- خدا روزيش کنه ... ( دادبي طنزونو ټولگه په دري  )  

۱۱-آسماني کتابونه (شننه او سپړنه)

۱۲-اسلام او نننۍ ساینس (شننه او سپړنه) 

۱۳-هوا( د لنډو کيسو ټولگه )  

۱۵-پایلوچان(ناول)

۱۶-مهاجر زمری ( د  سیاسي طنزونو ټولگه) 

۱۷-انسانی لمبر پلیټ ( د  سیاسي طنزو ټولگه) 

۱۸-لوبه ( د  سیاسي طنزونو ټولگه)

۱۹-د قیامت نښې  (شننه او سپړنه) 

۲۰-له ټولو پوروړی ( د  سیاسي طنزونو ټولگه) 

۲۱-لږ ببر سه د زړه سره  (دمنظومو طنزونو ټولگه) 

۲۲-افسانه یې الوتونکي (شننه او سپړنه) 

۲۳-دطنز لیکنې اساسات (شننه او سپړنه) 

۲۴-روح څه شی ده؟(شننه او سپړنه) 

۲۵-دپشو د وژلو شپه  (دمنظوموطنزونو ټولگه)

۲۶- شیطان پیژندنه (شننه او سپړنه) 

۲۶-   دطنزنړیوال تاریخ- لومړی ټوک 

۲۷ - حاضر ځوابي یوفن دی 

۲۸-خوب اود خوب لیدولو راز ((شننه او سپړنه) 

۲۹-خبرې کوونکی خر ( دسیاسي طنزونو ټولگه)

۳۰- د سبو پاچا( دسیاسي طنزونو ټولگه)

۳۱- ملایکې(شننه او سپړنه)

۳۲- پیریان (شننه او سپړنه)

۳۳-  عملی باغواني ( د باغ جوړولو اساسات)