دطنز پانې ته ښه راغلاست
پوهنمل محمود نظری
عطار نيشابوري

د هغه نوم «محمد» او لقب يې« فریدالدین» او کنیه یې« ابوحامد» دی په شعرونو کې د هغه ستاینوم عطار دی د هغه د پلار نوم « ابراهیم» او کنیه يې« ابوبکر» و، هغه په( ۵۱۲ )کې د «نیشاپور په کدکن» کې زیږیدلی دی او دیو سلو او شپږ وکلو په عمر په( ۶۱۸) کې دمغولو لخوا شهید شوی دی
هغه طبیب و او یو درملځی درلود هغه خپل دوه کتابونه د «مصيبت نامه»ا و «الهي نامه» په خپل درملځي کې لیکلي دي.
هغه لکه ځېنو نورو شاعرانو د پاچاهانو مدح نه ده کړې او د خپل شعر لطا فت يې نه دی پلورلی.
لاجرم اكنون سـخن با قيمت اسـت
مدح منسـوخ اسـت و دقت حكمت اسـت
«له دی سببه اوس خبری قیمت دی
مدح منسوخه ده او دقت حکمت دی»
دولتشاه لیکي : یو ورځ عطار په دوکان کې ناست وو او چارچاپیره يي ملا تړلی مرییان ګرځیدل ناببره یو درویش دوکان ته ورغی دوکان يې ژر ژر تر نظر تیر کړ په سترګو کې يې اوښکې ولغړیدی آه يې له خولې ووته
شیخ درویش ته وویل: ولې داسې په اریاني ګورې؟
ښه دا ده ژر له دې ځایه ولاړ شې!
درویش ورته وویل: بیغمه اوسه زه بېله دې ګودړۍ بل شی نه لرم .
اي خواجه كيسـه پر عـقاقـيـر
در وقـت رحيل چيسـت تدبير؟
اې خواجه کڅوړی دي ډکي د اکسیر
د مړینې په وخت کې دی څه دی تدبیر؟
زه به ژر له دې بازاره تیرشم ته دی د خپلو احمالو او اثقالو تدبیر وکړه! او دفکری بصیرت له رویه خپل حال ته پام وکړه
عطار و ویل: څرنګه تیریږې؟
ځواب يې ورکړل: دا ډول (ګودړۍ يي ویستله له سر یې لاندې کړه او مړ شو)
هغه د درویش د خبرو اوکړو څخه ډیر دردمن شو په سوچ کې ډوب شو ، بازاري و خو رب ته په زاری شو سودا يې بنده کړه او سودا یې بند شوه
جامی بیا دا کیسه داسې بیانوي
عطاریوه ورځ په دوکان کې ناست و یو درویش ورغی څو واري يي نارې کړل : الله الله
عطار ورته ونه کتل
درویش ورته وویل: ته لکه زه مړ کیدای شې؟
عطار وویل: هو
ددرویش سره یوه د لرګي کاسه وه هغه يې تر سر لاندې کړه او ویي ویل: الله او مړ شو
د عطار حال بل شو دوکان يې پریښود او د تصوف طریق ته ننوت
دولتشاه وایي عطار ددې پېښې وروسته دنیا پریښوده او د شیخ الشیخ صومعه ته چې هلته «رکن الدين قدس» یو لوی عارف و ورغی لومړی يې د خپلو ګناهونو توبه وکړه بیا يې د نفس سره مبارزه پيل کړه او د هغو په کړۍ يي شامل شو.
عطار په ژوند کې ډیر سفرونه وکړه له مکې تر ماوراءالنهر پورې يې له ډیرو مشایخو سره لیدنه کتنه وکړه او بیا یې « تذکرة الاولياء » ولیکل.
دهغه اثرونه دا دی:
۱ـ مصيبت نامه، ۲ـ الهي نامه، ۳ـ اسـرار نامه، ۴ـ مختار نامه، ۵ـ مقامات طيور، ۶ـ خسـرو نامه، ۷ـ جواهر نامه، ۸ـ شـرح القلب، ۹ـ د دیوان بوللی او غزلونه
هغه څلوېښت زره بیته لیکلي ، چې دولس زره يي رباعیات دی
در کوي تو رسم سرفرازي اين است
مستان تو را کمينه بازي اين است
با اين همه رتبــه هيچ نتوانــم گفت
شايد که تو را بنده نوازي اين است
ستا په کوڅه کې د سرلوړی دود دی دا
ستا د مستانو خواریتوب دی دا
په ټولو د ی رتبو هیڅ ویلی نشم
شاید ستا بنده نوازي ده دا
د هغه د شعرونو ژورتیا او مانا ته که وکتل شي په رمز او کنایه يې تور طنزونه ویلې دی چې درک يې پوه او ژور فهم غواړي.
وايي یوه شپه یو غل د « جنید» کورته ورغی هلته يې بېله یو کمیس بل شی ونه موند هغه یې واخیست او ولاړ بله ورځ جنید خپل کمیس د دلال په لاس کې ولید چې هغه پلوری مګر یو پیریدونکي یقین غوښت چې دا دغلا مال نه وي
جنید هغه ته نژدې ورغی او هغه ته يې ویل: زه شاهدی ورکوم چی دا کمیس تر هغو چې رانیسې د هغه دی .
هــر چيز که آن براي ما خواهد بود
آن چيـز همي بلاي ما خواهد بود
چون تفرقه در بقاي ما خواهد بود
جمعيت مـــا فنـــاي ما خواهد بود
هرشی چې هغه به زموږ لپاره وي
هغه شی به ټوله زموږ بلا وي
دا چې تفرقه به زموږ په بقا کې وي
زموږجمعیت به زموږ فنا وي
***
صـــد دريا نوش کــرده و انــدر عجبيم
تا چون دريا از چه سبب خشک لبيم
از خشک لبــي هميشــه دريا طلبيم
مــا درياييــم خشکلب از آن سببيم
سل سینده څښلی لا یو اریان
لکه سیندله څه سببه یو وچ شونډان
دوچو شونډو لپاره هر وخت سیند غواړو
موږسیند یو ځکه وچ مو دی شونډان
***
گم شــدم در خود چنان کز خويش ناپيدا شـدم
شبنمي بـــودم ز دريـــا غرقـــه در دريـــا شــدم
سايــهاي بــودم ز اول بـــــر زمين افتـــاده خــوار
راست کان خورشيد پيــدا گشت ناپيــدا شــدم
په ځان کې ورک شوم لکه چي له ځانه نا پيدا شوم
پرخه وم له سینده ډوب په سیند شوم
سیوری وم له اوله پر مځکې لویدلی خوار
د رښتیالمر چې پيدا شو نا پیدا شوم
در ره عشقش قــــدم درنــــه اگــــر بادانشــــي
لاجـــرم در عشق هـــم نادان و هم دانا شــدم
چون همه تن ديده ميبايست بود و کور گشت
اين عجــايب بين کـــه چون بيناي نابينا شـــدم
خــــاک بـر فرقــــم اگـــر يک ذره دارم آگهــــي
تا کجاست آنجا که من سرگشتهدل آنجا شدم
د عشق په لاره کې يې ګام ږده که يې پوه
اخیر په عشق کې يې هم نا پوه هم پوه شوم
داچې ټول بدن باید سترګې وای روڼد شو
دا عجایب ګوره بینا د نا بینا شوم
خاورې مې پر سر که یوه ذره ولرم خبر
چيری دی هغه ځای چې زه اریان زړه دهغه شوم
د عطار نیشاپوری یوه طنزیه کیسه:
آن دو روبه چون به هم ،هم برشدند
پس به عشرت جفت� يك ديگر شدند
خسرویي در دشت شد با يوز و باز
آن دو روبه را ز هم ا�فكند باز
ماده ميپرسد ز نر، كي رخنهجوي
ما كجا با هم رسيم، آخر بگوي
گفت� اگر ما را بود از عمر بهر!
بر دكان پوستين دوزان شهر
هغه دوې گیدړې چې سره شوی خپل
په مینه جوړه شوی د یو بل
یو پاچا په دښتې کې سره د یوزاوباز
هغه دواړي يې سره جلا کړی باز
ښځي پوښتل له نره چې پيدا کوه لاره
ما وتا به چیری سره وګورو بیادوباره
ویل يې که عمر زموږ وی فراوان!
دښارد پوستین ګنډونکو په دوکان
وايي شیخ ګورګاني چې یو قطب وو یوه پیشې درلوده د هغې په پښويې پوښ اغوستی و چې لاسونه او پښې یې ناولي نه شي
هغه به کله د شیخ څنګ ته ناسته وه اوکله به د هغه په مسله ویده وه تر هغه چې به خادم راغی او هغه به يې وشړله، هغه په پخلنځی کې ازاده وه په شی يې غرض نه کوه هغه يې خوړ له چې خادم وراچوله
هغه امینه وه او غلايې نه کوله خو یوه ورځ یې له مطبخه غوښه غلا کړه خادم هغه ښه وډبوله
هغه په خښم په یو کونج کې کښېناسته، شیخ له خادم څخه کیسه وپوښتل هغه ټوله نکل ورته وکړ
شیخ ډیر غمجن شو خادم ته يې په غوسه وویل: دا پشي له مجبوریته دا کار کړی ځکه هغه امیندواره ده دا چې هغه اړه وه نو ځکه يې ادب هیر کړ
نبُردی هیچ چیز از پخته و خام
مگر چیزی که دادندی بهنگام
امین خانقاه و سفره بودی
ندیدی کس که چیزی در ربودی
مگر یک روز دمطبخ شبانگاه
زتابه گوشتی بربود ناگاه
به آخر خادم او را چون طلب کرد
بسی گوشش بمالید و أدب کرد
بخواند آن گربه را شیخ وفادار
بدو گفتا چرا کردی چنین کار
مگر آن گربه بود آبستن آنگاه
شد و آورد سه بچّه به سه راه
کسی را در ضرورة گر مقامست
شود حالی مُباحش گر حرامست
برای بچّه کم از عنکبوتی
برآرد از دهان شیر قوتی
اگر صد عالمت پیوند باشد
نه چون پیوند یک فرزند باشد
کسی کو فارغ از فرزند آمد
خدای پاک بیمانند آمد
نه يې وړی هیڅ شی د اوومه اوپاخه
مګر هغه څه چې هغو په وخت وراچوه
امین دستر خوان وه اود خانقا
نه وه لیدیې چا چې و کړی غلا
مګر یو ورځ په پخلنځي کې شپه
ناڅاپه يې له تبخي غلا کړه غوښه
په اخیر کې خادم هغه ولیده
ښه یې غوږ پيچ وکړ او رټنه
شیخ راوغوښته هغه پیشي وفاداره
هغې ته يي ویل ولې دی وکړ دا کار ه
خو هغه پیشي وه اومیندواره
درې پښنګوړی يې زیږولی په درې لاره
څوک چې مجبوره شی یو مهال
په هغه وخت حرام ورته شی حلال
د اولاد لپاره که کوشنی وی د عنکبوت
د زمری له خولې باسي دهغه قوت
که دي سل عالمه وي پيوند
نه دی داسې لکه د یو اولاد پيوند
هغه څوک چی فازغ دی له اولاده
هغه پاک خدای دی بې نیازه
***
نوربیا