4-repartee-70

 

پوهنمل محمود نظری

حاضر ځوابي یوځانګړی ادبي فن

 

۷۰کښت

 

ابوعلي دقاق" د خراسان والی یوورځ "اميرابوعلي الياس"  چې یو مخور پوه وو مخي ته   په دواړو زنګونو کیناست او هغه ته يې ویل :ماته  نصیحت وکړه !

 اميرابوعلي الياس ویل: ستا څخه یو څه پوښتم؟

ابوعلي دقاق ویل: وپوښته!

 امیر: تا زر خوښ دي که ګناه؟

ابوعلي دقاق ځواب ورکړ :زر

امیرویل : ولې زر  دلته پریږدې او ګناه له ځانه سره وړې!

دابوعلي دقاق اوښکی توی شوی ویل يي ښه نصیحت دی راته وکړ. ددواړو دنیا ګټه لري زه دی د غفلت له خوبه وېښ کړم.

***

یزید بن مهلب له خپل زوی سره  دعمربن عبدالعزیز له زندانه وتښتید په لاره کې یې یوه کیږدۍ ولیده د هغې خواته ته ورغله.

 یوې  سپین سرې  بوډۍهغو ته یو وږګړۍ حلال کړ .

یزید له ډوډ‌ۍ خوړلو وروسته  له خپل زوی څخه وپوښتل :

څومره خرڅ له ځانه سره لري؟

هغه ځواب ورکړ: سل دیناره!

یزیدوویل: ټوله هغې ته ورکړه!

 زوی يي ویل: دا زړه بوډۍ په لږو خوشاله کیږي؛ تا هم نه پيژني.

یزید یې په ځواب کې وویل: که هغه به لږو راضي کیږي  خوزه نه راضي کیږم که هغه ما نه پيژني زه ځان پيژنم.

***

دمحمود غزنوي په دور کې یوې ښځې د یو کاروان سره سفر کاوه کاروان د «دیرکچین» په رباط کې سا واچوله د شپې غلو د ښځې مالونه غلا کړل. هغې ځان دمحمود غزنوي دربار ته ورسوه او پاچا ته يي  غاو وکړ چې  دهغې د مالونو تاوان وکړي.

 محمودغزنوی په غوسه له هغې وپوښتل: دیرکچین چیری دی؟

هغې بې پروا ورته ویل : اې محمود! دومروه ځایونه ونیسه چې هغه ساتی شي!

محمود خړ شواو د هغې د مال تاوان يي ورکړ

***

نادرشاه افشار په یو سفر کې د غشو تر برید لاندې راغی د هغه  یو کومندان دهغه مخی ته ودرید.

د راتګ په وخت کې  نادرشا افشار هغه راوغوښت.

 کومندان د انعام په  خیال هغه  ته راغی.

هغه وپوښتل:

ولي زما مخي ته  ودریدې؟

هغه ځواب ورکړ : صیب! سر مې ستا قربان ، ماغوښتل تاسو له خطره وژغورم

نادر شاه په غوسه هغه ته ویل : زه په خیال ډارن درغلم .

اود هغه د وژولو امر یې وکړ.

***

میړه  د خپلی ښځي د ځورولو لپاره هغې ته ویل:

 دخان صاحب ښځه څومره ښکلی ده دا څو ورځي کیږی هر شپه په خوب کې راځي.

میرمی یې ورته وویل:  خود نو  خوارکی یوازې ده !

 میړه يي په اریانی وپوښتل :ته څه خبره يي ؟

هغې ځواب ورکړ :میړه يي ماته هر شپه په خوب کې راځي.

***

 پاچا د دربار ټوکي ته یو خر ورکړ؛ هغه په خره سپور او رهي شو.

پاچا ترې وپوښتل: چیري ځې؟

هغه ځواب ورکړ:؛ د جمعی لمانځه ته ځم!

 پاچا په اریانی وپوښتل :

 نن خو دوشنبې ده.

ټوکي ځواب ورکړ:  ایله دا خر مې تر جمعي ورسوي.

***

یو پاچا د څو تنو وزیرانو سره ښکار ته وتلی و و. پر شپه شوه؛ هلته نژد ې دیو بزګر کور وو.

 پاچا ویل: شپه به هلته تیره کړو؛ مګروزیرانو ویل: دلته خیمه دروو

بزګر خبر شو پاچا ته راغی او پاچا ته یې ویل: د پاچا لوړ قدر کم  نشو ولیکن ودی نه غوښتل د بزګر قدر لوړ شي.

پاچا د هغه خبره خوښه شوه د هغه کره ولاړ. سهار پاچا ډیر شته هغه ته  ورکړه .

هغه سهار  د پاچا له  آس سره ځغاستل او ویل:

کم ز قدر و شوكت سلطان نگشت چيزى

از التفات به مهمانسراى دهقانی

کلاه گوشه دهقان به آفتاب رسید

که سایه بر سرش انداخت چون تو سلطانی

 

لږ نشو د پاچا شان او پرتم

د بزګر  میلمستون ته  په اېښولود قدم

د بزګر  دخولي ګوټ تر اسمانه ورسید

چی سیوری ستا غوندی پاچا پر لوید

***