4-repartee-57

پوهنمل محمود نظری

 

 

حاضر ځوابي یوځانګړی ادبي فن

 

۵۷کښت

 

 

یو عالم په بیړۍ کې له ماڼو څخه  وپوښتل:

  ته به نحو پوهیږی ؟

هغه ځواب ورکړ : نه

هغه د سر ښورولو سره  ورته وویل:

 نیم عمر دی برباد شو

بله ورځ چی توند باد و، ماڼو له هغه عالم  څخه وپوښتل  :

 تا لامبو زده ده ؟

هغه ویل: یا

ماڼو د سر ښورولو سره  ورته وویل:

 ټول عمر  دی برباد  شو

***

 وايي لقمان   حکیم تور مریی و یو شتمن  هغه رانیوی هغه د لقمان حکیم په کړو کې د پوهي نښې ولیدې  نو د امتحان په ډول یې هغه ته وویل:

 ورشه یو پسه حلال کړه  د هغه تر ټول ښه غړی ماته راوړه ؟

لقمان حکیم  د پسه زړه او ژبه ورته راوړه

بل ورځ يې بیا لقمان حکیم ورته وویل:

ورشه یو پسه حلال کړه د هغه تر ټولوبد غړي ماته  راوړه؟

لقمان حکیم بیا ورته د پسه زړه او ژبه راوړه 

بادار يې په هېښتیا وپوښتل:

 دا څرنګه ؟

هغه ځواب ورکړ:

که  دا غړي پاک وي تر  هغه ښه  شی نشته که ناپاک وي ترهغه بدشی نشته.

              

***

یوم طالب د یو بخیل  خواجه کور ته ورغی هغه ته يې ویل :

ما اوریدلی دی چې خپل څه مال خیراتوې زه ډیر اړ یم

هغه بهانه وکړه او ورته یې ویل:

 زه خیرات  ړندو ته ورکوم ته خوړوند نه یې

طالب ورته وویل : ته غلط ویني زه حقیقي ړوند یم  چې له حقیقي رازق  څخه  مې مخ ګرځولی او تا بخیل ته راغلی یم.

 او رهی شو

خواجه د هغه پسې منډې کړې هغه ته ناره کړه:

 راشه خیرات درکړم  مګر هغه ولاړ

***

 

 لطف الله نیشابوری کم طالع شاعر وهغه د ځان په هکله وایي:

 

.

طالعی دارم آنکه از پی آب گر روم سوی بحر ، بر گردد

ور به دوزخ روم پی آتش آتش ازیخ فسرده تر گردد

ور ز کوه التماس سنگ  کنم سنگ نایاب چون گهر گردد

ور به نزد کسی روم  به سوال هردو گوشش به حکم کر گردد

اسب تازی اگرسوارشوم زیر رانم روان چو خر گردد

باهمه نیز شکرباید کرد که مبادا کز ین بتر گردد

این همه حادثات پیش آید هرکه را روز گار بر گردد

 

 

داسې طالع لرم چې داوبو پسې ولاړ شم بحرته بر شي

که دوزخ ته د اور پسې ولاړشم اور کنګل  شي

که د غره ډبره وغواړم هغه نایابه لکه ګهر شي

که لهچا څخه سوال وکړم دواړ ه غوږونه یې کر شي

په تازي آس چې سپور شم زما لاندې خرشي

باید بیا هم په ټولو شکر وکړم  چې مبادا بدتر شي

دا ټوله هغه چا ته پیښیږي چې چپه يې  قدر شي

***

یو بخیل سړي، چې د ظرافت دعوا يې کوله جامي ته يې ویل:

  څلور درم لرم غواړم داسې شی رانیسم چي په هغه موړشم او پاته یې وپلورم او څلور درمه بیرته  تر لاسه کړم

هغه يې په ځواب کې  وویل  :

ورشه لرۍ رانیسه د هغه مغز وخوړه او پوست یی بیرته په څلور درهمه وپلوره

***

سلطان محمود له طلحک څخه وپوښتل :

تر خلکو تر منځ شخړه څرنګه پیدا کیږی؟

هغه ځواب ورکړ:

غول ویني او غول خوري!

سلطان محمود پوښتل:

 څه غول خورې؟

 طلحک ورته وویل :

دغسې  یو غول خورې او  هغه بل یې ځواب ورکړی نو تر منځه یې جنګ پیل شی

***

 رسول (ص) فرمایي:

انسان چې هر څه د زړښت خواته ولاړ شي په هغه کې دوه خصلته ځوانیږي

یود دنیا د مال او منال سره مینه اوبل  ډیري اوږدې او پراخې هیلې
 سعدى وايي

گفت چشم تنگ دنيا دوست را

يا قناعت پر كند يا خاك گور

 

ویل ددنیا  تنګ سترګی   ته دهغه  دوست

یا به قناعت ډکه کړی یا خاورې د ګور

مولوى وايي:

كوزه چشم حريصان پر نشد

تا صدف قانع نشد پر در نشد

 

د حریصانو د سترګو  کوزه ډکه نشوه

چې صدف قانع نشي د در ډکیږي نه

***

یوه ورځ ملای نراقي خپل یو شعر د یغمای جندقی مخی ته ولوست


عاشق ار رخ معشوق نگاهی بکند
نگمانم چنان است که گناهی بکند
ما به عاشق نه فقط رخصت دیدار دهیم
بوسه را نیز دهیم اذن که گاهی بکند

 

که عاشق د معشوق مخ  ته پټ ګوري

ګمان نه کوم چې ګناه یې کړې  وي

موږ عاشق ته  نه مازی اجازه  د دیدار ورکو

  د مچي اجاره  هم ورکو چې کله  کله  یې واخلي

 

 یغما چوپه خوله ملا ته کتل
ملا ورته ویل : ولې چوپ يې؟
  یغما ویل: ستا د درېیمی فتوا منتظر یم!
***

 د یغما جندقی زوی له هغه وپوښتل :

 پلار جانه! ستا د مړینی وروسته  زه باید څه کاره شم

یغما ورته وویل : زوی جانه حکیم شه

زوی يي وپوښتل : ولې؟

یغما ورته وویل:

هرڅه چې دا دو پښې والا به مړینه وژغورې د دنیا اجر به دي په برخه شي  او هر څه چې هغوی و وژنې د اخیرت اجر به دی په برخه  شي.